له هغو ټولو اړو کورنيو سره به بشري مرستې ترسره شي چې له  شمالي وزيرستان څخه پکتيکا ولايت راغلي دې

د پکتيکا والي محب الله صميم وايي له هغو ټولو اړوکورنيو سره به بشري مرستې ترسره شي چې د جګړو او ناخوالو له امله د شمالي وزيرستان څخه دې ولايت ته راکډه شوي دي، په همدې د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزارت مرستيال د يادو کډوالو لاسنوی خپل کاري لومړيتوب يادکړ، چارواکو دغه څرګندونې په اورګون او برمل ولسواليو کې وزيرستاني کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال په ډاګه کړې  
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عملياتو ګڼ شمير کورنۍ کډوالۍ ته اړايستي دي، له همدې امله زرګونه ګډوال د ډيورنډ له کرښې په را اوښتو سره د پکتيکا په برمل، اورګون، ګيان، نکه او زيړک ولسواليو کې استوګن شوي چې شمير يې لسو زرو کورنيو ته رسېدلی دی.
د پکتيکا والي محب الله صميم چې يوه لوړپوړي پلاوي يې ملتيا کوله په اورګون او برمل ولسواليو کې يې پر وزيرستاني کډوالو د مرستو د وېش پر مهال د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکي سره وروڼه وبلل او زياته يې کړه چې دولت او ملت به د خپلو وروڼو سره د لاسنوي په موخه هر ډول بشري مرستې وکړي
 
صميم د وزيرستاني ګډوالو شمير لس زره ياد کړ  چې تر دې مهاله زرو کورنيو ته يې بېلابېلې بشري مرستې رسولي او پاتې کورنيو ته د رسېدو په حال کې دي نوموړي له پکتيکاوالو مننه وکړه چې يادو کډوالو ته يې په خپلو کورنو کې ځای ورکړی دی
د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزارت مرستيال محمد يعقوب احمدزي د کډوالو لاسنوی خپل کاري لومړيتوب ياد کړ او د هر راز مرستو ژمنه يې وکړه
 
پکتيکا ته راغلو وزيرستاني کډوالو له افغان دولت او پکتيکاوالو خوښي څرګندوله او د نورو مرستو غوښتونکي شول
د يادولو ده پدې مرستو کې خيمې، کمپلې، اوړه، وريجې، بوره، غوړي، چای او د کور نور اړين توکي شامل دي چې د وېش لړۍ يې روانه ده تر څو ټولو کورنيو ته دا مرستې ورسيږي