
هغه نړيوال اسلامي کولتوري نندارتون چې د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د سه شنبې په ورځ ددې پوهنتون رييس انوار صديقي او راغلو مېلمنو لخوا په سيمه اييز وخت ۱۱ بجې د پټې په پرې کولوسره پرانيستل شوی وو نن د پنجشنبې په ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.
په دې نندارتون کې د کولتوري، تاريخي، ټولنيز ژوند ژواک او داسې نورو اړخونو سربېره د خطاطۍ، حسن قرات، نعتونو، ترانو او سپورټي لوبو ته ځای ورکړ شوی وو، چې افغانستان په ټوليز ډول له هغو ۳۷ هېوادونو څخه چې پدې نندارتون کې يې ګډون کړی وو د درېيم مقام په ترلاسه کولو بريالی شو. مګر په لوبو، نعت، ترانو، حفظ حديث عامه سياليو کې بيا په لومړي کتار کې راغلل چې پدې ډګر کې لاندې ځوانان ښه وځلېدل:
د ټول سپېڅلي قرآن په حفظ کې امين الله همدرد لومړی مقام، عامه سياليو او سپېڅلو احاديثو په حفظ کې قاری معروف، د درې اجزاوو په حفظ کې وليد خان، په اووه اجزاوو کې محي الدين لومړی مقام ترلاسه کړ.
دارنګه په ترانه ويلو کې امين الله همدرد او ملګرو يې لومړی، او دويم مقام هم افغانانو ترلاسه کړ.
په تمثيلي پارچو کې هم دويم مقام او عربي شعر ويلو کې حمزه مومن (افغان) لومړی مقام ترلاسه کړ.
د يادولو وړ ده چې دلسو جايزو په ګټلو سره د ۲۰۰۹ز کال دغوره لوبغاړی لقب د عربي ژبې پوهه عبدالرحمن تر لاسه کړ.
ددې درې ورځيني نندارتون په لومړۍ ورځ راغلي مېلمانه د پاکستان نندارخونې ته ولاړل او د پاکستاني نندارځي ( چې په څلورو برخو پښتونخوا، بلوچستان، سند او پنجاب څانګو وېشل شوې وو) ننداره وکړه
او ورپسې د افغانستان نندارخونې ته راغلل، چې د افغان پوهنپالو له خوا ورته په افغاني ولولو ښه راغلاست وويل شو. مېلمنو ته افغان پوهنپالو په استازيتوب دښاغلي قاضي امين الله همدرد له خوا د افغان ملي اتلانو هريو د افغان-انګرېز درېيمې جګړې اتل غازي امان الله خان، افغان-انګرېز دويمې جګړې اتل غازي ايوب خان، او د ایراني ګورګين وژونکي افغان ملي مشر حاجي مير ويس خان نيکه په اړه اړوند تاريخي مالومات ورکړل شوه، چې د راغلو مېلمنو د لپاره ډېر په زړه پورې ول.
. په همدې توګه د افغان ملي صنايعو او لرغوني توکو او د هغې څانګې په اړه چې د [غزني څانګې] په نامه يادېدل په اړه هراړخيز مالومات ورکړل شول.
په پای کې راغلي مېلمانه افغان ملي دېری ته وروستل شول، ترڅو افغان مېلمه پالنه په سرسترګو وويني. پدې مېلمستيا کې افغان دسترخوان په قابلي پلو، منتو، اووه رنګه مېوه، د تناره ډوډۍ، پاستي او داسې نورو سېنګار شوې وو. راغلو مېلمنو د غرمې ډوډۍ له افغان پوهنپالانو سره وخوړه او بې له شين چای څښلو رخصت شول.
لدې وروسته نندارتون د عامو نندارچيانو او سېلانيانو پر مخ پرانيستل شو، چې تر مازديګره ښه په جوش او جذبې سره نندارچيان په افغان ملي لباس کې پر انځور اخيستلو بوخت ول.
دې نندارتون ته له بلنې سره سم په اسلام اباد کې د افغان لوی سفارت مامورين هم رابلل شوي ول، چې ماسپښين نږدې د سفارت درې، څلور ډېپلوماټان هريو ښاغلې ثاقب، د کولتوري څانګې مسؤل ښاغلی وحيد جمال او ښاغلې حيدري مل ول، د افغان نندارخونې پر لور راغلل، چې د افغان محصلينو د رييس ښاغلي عبدالله حماد، مرستيال سمېع الله دانش له خوا ورته ښه راغلاست وويل شو، او د نندارځي نندارې ته يې بدرګه کړل. د افغان ډيپلوماټانو ټنډې د خپلو افغان پوهنپالانو له هاند او هڅو څخه خوشاله او پراخه مالومېدلې.
پدې نړيوال نندارتون کې افغان پوهنپالانو يوه لاسته راوړنه دا وه چې غزني يې نندارچيانو ته په ښه توګه وروپېژانده. ددې څانګې په جوړولو کې د حمزه غفوري، رحمت الله او امين الله زيار د ستايلو وړ دي چې په نه ستړې کېدونکوهڅو يې د غزني د ښار انځور، نقشه او د خپلواکۍ ور (تاق ظفر) څلی او نور مالوماتی پاڼې په ښه توګه انځور او کښلې وی.
د افغان محصلينو اتحادیه له ټولو افغان پوهنپالانو او هغو افغانانو څخه چې ددې نندارتون په تاريخي، لرغوني، خوراکي، غاليو او نورو توکو په برابرولو کې يې مرسته کړې وه ، د زړه له کومي مننه کوي او له لوی څښتن څخه ورته د اجر غوښتنکې ده. دارنګه په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ کولتوري مسؤل ښاغلې محمد ظاهربابري او په اسلام اباد کې د افغان سفارت کولتوري مسؤل وحيد جمال له مرستو څخه په ځانګړي توګه مننه کوي چې دا اتحادیه يې نورو خلکو ته ددې توکو په برابرولو کې ورپېژندلې.
ځينې افغان پوهنپالان په دې آند دي چې هغو هېوادونو چې پدې کولتوري نندارتون کې لومړی او دويم مقام ترلاسه کړی، ددې بري شاته د هغو هېوادو، لکه اندونيزيا، تايلېنډ، ماليزيا، سعودي، فلپاين پاکستان او داسې نورو هراړخيزه مرستې په ځانګړي توګه مالي مرستې وې چې دې بري ته يې ورسول. لکه چې وينو ددې هېوادو ملي خواړه د همدې هېوادو له هوايي شرکتونو او يا هم له هغو هوټلونو څخه په وړيا توګه ورکول کېږي چې په اسلام اباد کې شتون لري.
دا ډله افغانان پدې آند دي که چېرې افغان سفارت مالي ملاتړ څخه برخمن شي، او هم د اريانا هوايي شرکت له خوا د افغان ملي خوړو په برابرولو کې د دوی لاسنيوی وشي، نو هيله ده چې لومړی مقام به د تل په څېر د افغانانو په برخه وي.
دروهي ويب پاڼې يادونه : څو کاله دمخه هم د همداسې نندارتون د جوړولو لپاره يو شمير هېواد دوسته ځوانان په پاکستان کې دافغانستان سفارت سکرتر دپنجشير اوسيدونکی ضيايي ته ورغلي وو ، چې د نندارتون په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي .
نوموړي د زياتو مرستو ژمنه وکړه په دې شرط ، چې د احمدشاه مسعود عکس هم په دې نندارتون کې ځوړندشي .
دغو هېواد پالو افغانانو ته خپل وجدان دا اجازه نه ورکوله ، چې داسې يو کارته دې غاړې کيږدي اوله همدې امله نه يوازې له دوی سره مرسته ونشوه بلکې ، کله چې دغو ځوانانو غوښتل افغاني پاسپورټونه واخلي دوی ته پاسپورټونه هم ورنکړل شول او د ترﻻسه کولو لپاره يې کابل ته د راتګ لپاره اړ شول .