د شپې ﻻروی

هغه د شپې ﻻروی
روان دی په تيارو کې
له درانه پيټي سره
ستړی اوستومانه
څه په لوږه څه په تنده
څه په لوړه څه ژوره
بې بهيره بې کاروانه
روان دی ﻻلهانده
لنډوي ﻻره
د ژوند په سپيره دښته
********
هغه د شپې ﻻروی
روان دی په تيارو کې
له درانه پيټي سره
بې رڼا او بې مشاله
د نامالوم منزل پر لوري
څومره ستړی او ستومانه
اسويلي دي
يو په بله يې له زړه باسي
يوه موسکا ده
چې په اوښکو کې يې ناڅي
********
هغه د شپې ﻻروی
روان دی په تيارو کې
له درانه پيټي سره
ښکاري داسې
چې نږدې شو خپل منزل ته
بار يې ښکته کړ له اوږې نه
په چيغو په نارو شو
د شپې چوپتيا يې کړله  ماته
اې ! ته د رڼا قاتله
اې ! ته د ښکلا قاتله
اې ! ته د سپيڅلو ارواګانو قاتله
ما هر څه پوره کړل
ما دخپل روح جنازه
ستا تر دره راوړله
اوس ته ورته امام شه
دا وروستی فرض يې هم ادا کړه
يواځې يې تکبير پاتې دی
زما د ليدلي خوب تعبير پاتې دی .