
زما ټوټي بدن یادوم زما زخمی او بی سیکه حالت یادوم زما پاشلی په اختلاف اخته په ملکونو سرګردانه لا لهانده زامن افغانان یادوم ځان یادوم دردناکو اوکړېدونکو مصيبتونو ما ته مخه کړې ده یو کال نه دوه نه لس نه شل نه درش نه زیات کلونه کیزه چه په باروتی کی می بدن او زامن لوغړیژی هر څه لولپه شول دجنګ حرارت زما په بدن رزغونی ونی ،شنه بوټی ،ښایسته ګلونه، باغونه ،سمسوره څړ ځایونه وسوځیدل
نه پوهیژم ولی د درد ناکو اوکړېدونکو مصيبتونو ما ته مخه کړې ګناه می څه ده له دښمن می ګیله نشی خپلو زامنو می هستی لیلام کړه په پردو یی و پلورلم لوټی لوټی او زخمی زخمی یی کړم زما له تنه د وینو ویالی روانی شوی ټول بدن می پر هر پرهر دی هر چا خپله برخه وران کړم خپلو بچو وران کړم په بی رحمی سره یی وران کړم.
څوک خو خپل کور داسی نه ورانوی لکه یی چه زه وران کړم څوک خو خپل ورور داسی نه وژنی لکه زما زامنو یو بل وواژه او څوک دخپل ورور سره داسی ظلم زیاتی نه کوی لکه چه دوی یو بل سره وکړل کورونه یی وران کړل میندی یی بوری کړی قدرمنی خوندی یی سر توری او کوندی کړی د بل په خوله د بل د ارمان د پوری کیدو په هیله هر څه یی را نه واخستل په ډلو کی وویشل شول
څومره ظلم او څومره وحشت زما زامنو تر سره کړ تاریخ یی له لیکلو شرمیژی خو دوی یی په کړو افتخار کوی نه پوهیژم دا مصبت له کومی د چا د ازار له وجهی راغی دبل د خوشحالی لپاره د خيل ورور د وژلو ورانولو بندی کولو لپاره تر یو لک او پنځوس زره زیات د کمونستی بلاک او امریکایی څخه بیګانه پوځونه را وستل.
هو د بل په پله تلونکی یادوم تر ځو د خپل ورور په ووژلو کی ور سره مر سته وکړی او خپل کلی کور ملک پری وران کړي نه پوهیژم عجیب منطق او عجیبه کړنه !
ددی بیګانه پوځونه سخاوتمندانه کمک نتیجه داشوه چه تر دوه ملیونه زیات خپل وروڼه ووژنی تر اوه ملیونه ډیر یی بی کور او د وطن پر پرښودو ته مجبور کړل کورونه او کلی یی وران کړل او تر ځلور ملیونه زیات زامن می زخمی زخمی شول او د پنڅو لکو می پښی او لاسونه واخستل تر څو په وطن د پردی فکر او پردی مفکوره پلی کړی خو دا ارمان یی هم تر سره نشو بلاخره نتیجه داشوه چه زه یی په کندواله بدل کړم هستی می ختمه شوه د اهل فکر او اهل قلم زامن می ووژل شول
هو زما ګناه کار بچیان ددی جرت او شهامت هم نه لری چه له خپل ورور بخښنه وغواړی زه او س یو بی سیکه او بی اسره وطن یم زه احتیاج در بدره افغانستان یم
خو زمادتن بلی ټوټی د افغانی حیٍیت ساتو په نوم د اسلام په نوم د وطن نه د اشغالی قواو د وتو هود او تکل وکړ او ولس غوڅ اکثریت تری خپله حمایه اعلان کړه او په میړانه یی مقابلی ته ورو دانګل تر دوه میلیونه زیات کسان قربانی او تر پنځه ملیونه لیتره زیاتی خپلی وینی نذرانه کړی پنڅه سوه زره کسانو لاسونه او پښی قربانی کړل ترځو په وطن کی د اشغالی پوځونو ذلت په خپلو سترکو وګوری او په وطن کی اسلام بیرغ او چت او اسلامی نظام حاکم کړی یو ارمان پوره شو د اشغالی قواوی ماته څه کمونیزم مات شو د وارسا پیمان وشلیده د کمونیزم له خټی لسګونه ملکونه ازاد شول د برلین دیوال مات شو یو واحد او ویشل شوی جرمنی بیرته واحد جرمنی دولت جوړ شو
خو برخلاف زما وطن ته نوری ناخوالی را وړی ور ور د ورور ګریوان ته می لاس اوژد کړ یو بل یی ونه زعامه د دښمن وعده ورته عوړی او چربی ښکاره شوی پایله یی دا شوه چی پکی می د زړه توته کابل وران شو دیری خوندی می ټپی او زخمی شوی تر شل زره زیاتزامن شهدان شول او د اسلامی یوالی می په قومی یوالی بدل شو د اختلاف او تفرقی اور ژبغرانډه شوزامنو می یوالی هنر هیر کړ زه او س یو بی سیکه او بی اسره وطن یم زه احتیاج افغانستان یم
زما د وجود بلی ټوټی د افغانی وحدت د ساتلو او اسلامی امارت د اقامه اواز اوچت کړ د خدمت هود او د تکل شعارونه یی زمزمه کړل زما زامنو بیا هم پری باور وکړ ډیرو زامنو می تری حمایه وکړه په کم وخت می پاتی بچیانو خپله ولجه شوی ټوپک او اسلحه ورته وسپارله پدی امید که الله غوښتی وی په ملک کی امان راشی اسلامی نظام پیاده شی زیاتی خپلی وینی نذرانه کړی خو پایله بل ډول وه خپل منځی جنګونو زور واخست د شر او فساد شعارونه زمزمه شول خو په پایله کی په خپله د فساد شکارشول په لسهاو جلاوطنی ته مجبور شول د بیا رغونی بهیر په تپه و درید جنګ قومی بڼه واخسته د یو بل مننی فرهنګ ختم شو چا چه د روسی ښکیلاک مقابله ته را وتی وه د شر او ُفساد په نوم ونومول شول دا لا نه ختمه زما په بدن بله غمیزه پیل شوه د دو ځلوښت ملکونو عسکر په ملک کی پلی شول زه د دوهم ځل لپاره اشِعال شوم زما د زامنو په اشاره بی له قیده زما د زامنو وهل پیل شول کلی باندی می ورانی ویجاړی شوی زامن می بیا په دوو ، ډلو ووشل شول د بیرونی قواوو مویدین او مخالیفین د سر د سړیو وژل شروع شول مسجدونه می وران ویجاړ شول کورونه می په راکټو او بمونو لو لپه شول د پرون مخالف ننی دوست پرونی دوست ننی دښمن جوړ شول د افغان ځورونی لړی راونه ده د چا سر او مال په امن کی نه ښکاری څوک د طالب په نوم څوک د حزبی په نوم او بیا څوک د دولتی په نوم وژل کیژی دا لړی روانه ده او که د عقل نه کار وانه خستل شی دا لړی به روانه وی
خو یو ځه چه زما پری باور دی هغه زما ازادی ده زماد خپلو بچو په همت پوره یقین دی چه کله هم زما په لوری چا بد کتلی سترګی یی زما د بچو په همت ړندی شوی دی او سرماتی او پښی ماتی وتلی دی خو کله چه وتلی زما زامنو بیا د یو دبل ګریوان ته لاس اوژد کړی دی تر هغی یی سره وهلی چه نه عزت ور پاتی دی او نه شرف
ای زما بچیانو راځی خپل او پردی و پیژنی تر پردی زوی خپله لور بهتر وبولی د جهالت له تیارو راووځی یو بل ته د اخوت لاسونه ورکړی که ملا یی که مکتبی که مجاهد یی یا کمونست که طالب یی یا سو سیال دیموکرات که چپی یی یا راستی نور خپلی خویندی او بیبانی مه ژړوی نور می بچیان مه وژنی نور می پریژدی چه ټپونه می ملهم شی توبه وباسی دتیرو خطاوو او علطیو له خپلو خلکو عفوه وِغواړی د الله په رسی منګلی و نښلوی قوم ژبی شعار نورو ته پیژدی معیار تقوا وګڼي او دالله رښتنی بندګان جوړ شی د ورور تر وژلو د ورور مرسته ، تر جنګ صلحه ، تر دبل بی احترامی د یو بل احترام او درناوی ، تر نفاق وحدت ، تر درواغو رښتینولی ، تر جهل علم ، تر ورور وژلی پریښی ګومل غوره وګنی له ځان غوښتنی چی شیطان عمل دی ځان وساتی، یو بل ته د اخوت غِیژ پرانیزی ستاسی د موفقیت راز په صلحه او اسلامی اخوت کی نغښتی دی
د علم سنګر تنګ کړی د جهان مقابله ته دعلم په اسلحه سمبال راوو ځی علم ورور ولی ، صلحه ، د دونیا د باعزته او با وقار ه ژوند تضمین کوی اود اخرت د بریا زیری درکوی زما زامنو زما مشوره واوری زما په سر له معامله لاس واخلی .
زه ستاسی کور افغانستان یم زه اوس یو بی سیکه او بی اسره وطن یم
زما په حالت جهان ژاړی زما زامنو راځی را سره په چیغو وژاړی نور له جنګ جګړو توبه وباسی زما په بی وسی او په خپل ولس ورحمیژی نور بس ده
راځی را سره په چیغو وژاړی
او توبه وباسی
نور بس ده,نور بس ده