ته پوهيږې ليونيه؟
پيرنګيان چې دي راغلي
زه بهر نه وم وتلې
نن په زيړ مازيګري کې
څه بې دريغه د پنځ ډزو
او بړيو ډزې وشوې
بهر شور او منډې ترړې
ويل( ګودر سره په خوا کې)
بس هم دا مې تر غوږو شول
زه هم زر په منډه لاړم
په بيځلې شوم ور ټيټه
ډک منګي مې ټول خالي کړل
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
وړې خور راباندې غږ کړ
چې اوبه خو ما راوړي
پسې مه ځه ګرانې خورې
پيرنګيان د ګودر خوا کې
د سحر راهيسې ناست وو
خو زه ووتم له کوره
په اوږدو اوږدو ګامونو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
په کنډؤ چې شوم راکوزه
رنګ الوتي د چم ژڼي
لرې لرې ټول ولاړ وو
هم سپين ګيري تماشې ته
په ها پاس کنډؤ راناست وو
واړه ګونګ لکه بتان وو
له ګودره ګيرچاپيره
مړه پراته يو څو کسان وو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
يو ماشوم مې له مټ ونيو
ما وې څه وو راته وايه
دغه ډزې وچا وکړې
هاغه مړي څوک پراته دي؟
ويل دوه ووړکي نااشنا وو
نه واړه وو او نه ژڼي
پنځه ډزي پرې درانه وو
د اړخي په لاره راغلل
ټيټ په ملاوو غلي غلي
ما ګومان کړ مرغۍ ولي
ځکه ټيټ ټيټ راروان دي
يو دې بل ته داسې ووې
زه ناره چې د تکبير کړم
ته ولاړ ېې له سر وله
زه به بريد په ټولو ناستو
د ګودر له لورې وکړم
نو تر هاغه پورې نه ځوو
چې دا ټول سره مردار کړوو
نو هماغه و چې دواړو
د تکبير ناره کړه غبرګه
هم پنځ ډزي او بړي ېې
غبرګ اورورنه له خولو توی کړل
نو په څو شيبو کې دواړو
دغه شپږ کاپيران مړه کړل
بيا په هاغه لاره لاړل
له کنډؤ ځينې پنا شول
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
زه ورکوزه شوم چې وکسم
پيرنګيان په خپلو سترګو
چې دا څرنګه مخلوق دی؟
چې زمونږ دا څڼيور ېې
په حجرو کې ويرولي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
په سرو ېې وم ولاړه
وا که خدای منې سړي وو
نه ديوان وو ، نه پيري وو
دوه ېې پښې ، دوه ېې لاسونه
یوه پوزه دوه غوږونه
نه ېې ښکر نه ېې لکۍ وې
نه ېې شل ګزه ځوانۍ وې
هم د وينو رنګ ېې سور ؤ
نه ېې وزر لکه د زاڼو
نه هم جوړ وو دوی له کاڼو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو مې خلکو ته ورغږ کړ
چې دا څوک دي کليوالو؟
ځينې چوپ خوځيو غلي
ويريدونکي شان ته ووې
دغه واړه پيرنګيان دي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
زه حيرانه شومه پاتې
ما ويل ،،،،
دغه پيرنګيان دي؟
دا خو واړه انسانان دي
نه زمري او نه ديوان دي
ايله د غو نه ويريږي؟
د مالت دا څڼيور مو
ايله د غو ويرولي؟
بريتور، او شمله ور مو
ايله د غو غلام کړي
د وطن ټول زړور مو
نو په ډاګ مې منګی وويشت
او د خلکو مينځ ته راغلم
بيله بيله مې هر ژڼی
د مالت، ترنظر تير کړ
ټول ولاړ وو رنګ الوتي
ما خالي کړې خپلې ليچې
له بنګړيو، له وښيوو
بيا مې دوئ ته ورګذار کړل
ما وې، واچوئ لاسو کې
شرنګوئ ېې په حجرو کې
وا ادکې مو شه بورې
جنازې د ټولو ووځه
بې ايمانو، مړتدانو
دغه ژبې مو ناسور شه
چې درنه پښتو پرې واېې
بس وبا درباندې راشه
چې د سپيؤ په مرګ مړه شئ
ښه کنځل مې ورته وکړل
ټيټ سرونه ټول ولاړ وو
دومره لاڼې مې ور تو کړې
جينکو ته مې نارې کړې
چې ټيکري مو هله راوړئ
نو بنګړي اوخپل ټيکري مو
ددوی مخې ته انبار کړل
آريوب د ګوي هديره
وروستي