د نږدې اته دېرش میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سلام مخابراتي شرکت درې انتنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

۱۳۹۳/۴/۱۶
د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې د نږدې اته دېرش میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سلام مخابراتي شبکې درې انتنونه تر جوړېدو وروسته نن ( دوشنبه) ګټې اخیستنې وسپارل شوې .
د سلام مخابراتي شبکې د یاد درې انتونو په لګیدو سره د بهسودو په مرکزي او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې دغه مخابراتي شبکې خبل فعالیت په رسمي ډول پیل کړ.
د یادو انتونو په لګیدو سره په میدان وردګو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۰ سایډونه فعاله شول،چې په ترڅ کې ترې ۷۰۰ زرو څخه زیات وګړې،ګټه اخیستلای شي .
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسؤلینو ژمنه کړې،چې په دغه ولایت کې به د سلام مخابراتي شبکې پنځه نور انتنونه هم په بېلابېلو سیمو کې ولګوي،چې په ترڅ کې به یاد مخابراتي شبکه دغه ولایت په بشپړ ډول تر خپل پوښښ لاندې ونیسي .