
افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :١٤-٤-١٣٩٣
تيره ورځ دافغانستان لپاره دکډوالۍ دنړيوالې ادارې عمومي مشر او ځانګړي استازي ريچارد دينزيګر دخوست ولايت څخه ليدنه ترسره او دخوست ولايت له والي عبدالجبارنعيمي سره يې دکرښې دها خوا څخه راغليو کډوالو په ځانګړې توګه افغان کډوالو دحالت ،اړتياوو او غوښتنو په تړاو هراړخيزه خبرې وکړې.
ريچارد دينزيګر په دغه ليدنه کې خوست والي ته دخپل کاري سفر دموخو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل چې له ټولو کډوالو او په ځانګړې توګه هغه افغان کډوالو سره به مرستې وکړې کوم چې بيرته دګاونډي هېواد څخه افغانستان راستنيږي او غواړي په خپل ټاټوبي کې ژوند وکړي.
دکډوالۍ دنړيوالې ادارې عمومي مشر او ځانګړي استازي دا هم وويل چې له کډوالو سره به مرستې وکړې او هغه اسانتياوې به برابرې کړې چې په اساس يې کډوال کولى شي په عزت سره په خپلو سيمو کې بياځلي ميشته شي.
همداشان نوموړي دخپلو خبرو پرمهال دخوست له محلي حکومت مننه وکړه چې د کډوالو ستونزو او غوښتنو ته په ښه توګه رسيدګي کوي او په دې لاره کې دنړيوالو مرستو دجلب لپاره ګړندۍ هڅې ترسره کوي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي دافغانستان لپاره دکډوالۍ دنړيوالې ادارې دعمومي مشر او ځانګړي استازي ريچارد دينزيګر ته دښه راغلاست ترڅنګ په خوست کې دټولو کډوالو دستونزو او اړتياوو په تړاو معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل افغان دولت په دې خوښي څرګندوي چې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي او دنورو هېوادوالو ترڅنګ خپلې خاورې او ولس ته خدمت وکړي .
عبدالجبارنعيمي دهغه کړنو او مرستو يادونه هم وکړه چې تردې مهاله يې له کډوالو سره کړې او لاهم دوام لري دکډوالۍ له نړيوالې ادارې وغوښتل چې خوست ولايت ته دمرستو په رسولو او کډوالو ته د اسانتياوو په برابرولو کې اساسي مرسته وکړي.
همداشان خوست والي په همدې ورځ دزون په کچه دملګرو ملتونو دبشري حقونو دڅانګي له مسوولې اغلې ماري سول بيکر سره ليدنه وکړه ،خوست ولايت ته دراغليو کډوالو دبشري حالت ،غوښتنو او اړتياوو په تړاو يې ورسره هراخيزه خبرې وکړې .
خوست والي ډاډ ورکړ چې دمحلي حکومت ټولې ملکي او امنيتي ادارې به دبشري حقوقو په رعايت سره دکډوالو ستونزې هوارې او غوښتنو ته به يې رسيدګي وکړي ،نوموړي له نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل چې سيمې ته دمرستو په رسولو باندې جدي کار وکړي ترڅو هرې کورنۍ ته مرستې په خپل وخت ورسيږي.
واکمن