دخوست – ګردېز سړک د پاتې برخې د جوړولو قرارداد لاسليک شو

دخوست – ګردېز سړک چې ټول  ((١٠١)) يو سلو يو کيلومتر اوږدوالى لري، يوازېنۍ لويه نښلېدونکي لاره ده، چې خوست  د پلازمېنې کابل او د افغانستان د نورو ولايتونو سره وصلوي.ددې سړک جوړېدل به د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ په ځانګړي ډول دخوست ولايت په اقتصادي،سياسي،امنيتي،ټرانسپورتي او نورو برخو کې ډېر مهم رول ولوبوي.نو په همدې اساس دخوست ولسونو ددې سړک د جوړېدلو په اړه په دوامداره توګه دخوست د ولايتي ادارې او د مرکزي حکومت او اړونده وزارت څخه  د جوړېدو غوښتنه کوله، چې په لومړي پړاو کې ددې سړک ((٦٣)) درې شپېته کيلومتره د يوې هندي کمپنې او ورپسې په دويم پړاو کې ((١٣)) ديارلس کيلومتره  د يوې افغاني کمپنۍ له طرفه په اساسي توګه جوړ شو.
دخوست – ګردېز سړک ترمنځ چې ((٢٥)) پنځه ويشت کيلومتره سړک له اساسي جوړولو پاتې شوى وو، د خوست ولايتي ادارې او ددغه ولايت د ولسونو د غوښتنو او دوامداره هڅو په پايله کې نن يکشنبه چې د سرطان له ١٥ مې نېټې سره سمون خوري، په پلازمېنه کابل کې د امريکا متحده ايالاتو د يو اېس اى ډي يا پراختيايي ادارې او د ټولګټو چارو  وزارت ترمنځ  يې د رسمي تفاهنامې په اساس  د جوړولو قرارداد د يوه افغاني ساختماني شرکت سره لاسليک شو.
دخوست ولايتي ادارې د مشرتابه مالوماتو له مخې دغه پنځه ويشت کيلومتره سړک ساختماني چارې به د  امريکا متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې يا يو اېس اى ډي له لوري د ((٣٢)) دوه دېرش مليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت سره  دمشرق انجينري او ساختماني افغاني شرکت له خوا په اتلسو مياشتو کې سرته ورسيږي.
دده په خبره  د خوست – ګردېز سړک به ((٧)) اوه متره عرض او دواړو خواوو ته به يو ، يو متر شولډرې ولري، همداشان ددې سړک په اوږدو کې به دوه پلونه چې يو يې د  لکې تيګې پل دى د ((٥٠)) پنځوس متره  په اوږدوالى  او بل يې د غورکې خولې لوى پل چې ((٢٥)) پنځه ويشت متره طول به ولري، د سړک د جوړېدو سره په عين وخت کې  په اساسي ډول بشپړ شي.
دخوست والي عبدالجبارنعيمي په خبره  نوموړي دخوست د ولايتي ادارې له خوا ګمارل شويو کمېسيونونو ، قومي مشرانو ،ديني عالمانو او مدني ټولنو په همکارۍ يې د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي  ، د هغه د مرستيالانو،د ټولګټو چارو او نورو  سکتوري وزارتونو او د يو اېس اى ډي له مسوولينو سره تر ((٢٥٠)) زيات ملاقاتونه ددغه سړک د جوړېدو لپاره ترسره کړي دي،خو د خوښۍ خبره داده، چې د ولسمشر حامدکرزي په همکارۍ او خاصه پاملرنه به د پاتې برخې د جوړېدو چارې په عملي توګه پيل شي.
نعيمي پدې برخه کې د افغان ولسمشر ښاغلي حامدکرزي، د هغه د مرستيالانو،د ټولګټو چارو وزارت او همداشان د امريکا دمتحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې يا يو اېس اى ډي له ادارې مننه وکړه، چې دخوست دخلکو ستر ارمان ته يې ځواب ووايه ،چې ددغه ستونزې په هواري سره به دخوست خلک په کم وخت کې پرته له ستونزې خپل ناروغان،سوداګريز کارونه او نورې اړتياوو په پوره کولو کې زياته ګټه پورته کړي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
١٥ – ٤- ١٣٩٣ يکشنبه