
افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :١١-٤-١٣٩٣
يو لوړ پوړي کورني او بهرني پلاوي دخوست ولايت دګربز ولسوالۍ اړوند دکډوالو دګلان دکمپ څخه ليدنه ترسره کړهد. د کورني پلاوي په ترکيب کې دماليې وزارت وزير حضرت عمر زاخليوال ،دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک د يوشمير وزارتونو استازو او دبهرني پلاوي په ترکيب کې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي مرستيال مارک بودن ،دملګرو ملتونو دکډوالو چارو د ادارې مشر بوشاک ،دنړيوال خوراکي پروګرام مرستيالې او دنورو مرستندويه ټولنو مسوولينو د دولت دځانګړي تلاش سره سم خوست ولايت ته رسيدلي او نن ورځ يې دګلان دکمپ څخه ليدنه ترسره کړه.
خوست ولايت ته راغلى لوړ پوړى کورنى او بهرنى پلاوي دخوست والي عبدالجبارنعيمي ،امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار ،دملي امنيت رياست درئيس جنرال محمد حسن شهيدزوى او ګڼ شمير ديني علماوو او قومي مخورو مشرانو په ملتيا سيمې ته سفر وکړ او په يو لړځانګړو مراسمو کې يې ګډون وکړ.
سيمې ته په رسيدو سره کورنى او بهرنى پلاوى دسيمې دخلکو او راغلو کډوالو له لوري په تود هرکلي سره مخامخ شول په داسې هرکلي سره چې راغلو کډوالو دمرستو په ورکړه خوښي څرګندوله او دافغانتسان د دولت او ولس دمرستې او همکارۍ ستاينه يې کوله.
خوست والي عبدالجبارنعيمي مراسمو ته دخپلې وينا پرمهال راغلي کورني اوبهرني پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې دولت او مرستندويه ټولنې خوست ولايت ته دراغلو کډوالو سره بشپړې مرستې او همکارۍ ته چمتو شوى دي.
نوموړى وويل چې دافغانستان دولت او ملت داسلامي ورورولۍ ،بشردوستۍ او ګډو مشترکاتو په اساس له راغلو کډوالو سره مرسته کوي اوپه دې لاره کې هرډول تلاش او کړنې خپله اسلامي وجيبه ګڼي،خوست والي زياته کړه چې ترې دمهاله په زرګونو کورنۍ خوست ولايت ته راکډه شوې چې دحکومت او مرستندويه ټولنو له لورې تردې مهاله دمهاجرينو درياست ،دملګرو ملتونو دکډوالو دچارو دادارې ،دژغورنې دنړيوالې کمېټې او نورو همکاره بنسټونو دپرلپسي تلاشونو په اساس (٦١٣١) کورنۍ ثبت او راجستر شوي دي.
عبدالجبارنعيمي وويل چې دخوست دادارې په تلاشونو سره دملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې ،نړيوال خوراکي پروګرام ،دژغورنې دنړيوالې کمټې ،مهاجرينو رياست ،اضطرار کمېټې او همکاره موسسو له لوري د (٤٣٠١) کورنيو سره دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته شوې ده.
همداشان په همدې وخت کې د راغليو کډوالو ٣٩٥٩٧ماشومانو ته دپوليو واکسين تطبيق شوى او ددې ترڅنګ د٧٧٧٢ناروغانو درملنه هم شوى ده.
خوست والي دا هم وويل چې افغانان او په ځانګړې توګه دخوست خلک د راغليو کډوالو ښه مېلمه پالنه کوي ان تر دې چې په خپلو کورونو کې يې ورته ځاى ورکړى او خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړې نوموړي دملي تجارانو او ولسي مرستو يادونه هم وکړه چې هره ورځ يې له راغليو کډوالو سره کوي.
خوست والي له کورني پلاوي وغوښتل چې دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي دحکم او ځانګړې توجه په اساس کډوالو ته د خوراکي او غيرې خوراکي مرستو په رسولو کې اساسي اقدامات ترسره کړي ،له مرکزي حکومت يې په دې برخه کې دځانګړې بودجې ،د کډوالو دماشومانو دزده کړو او صحت په برخو کې داساسي مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.
همداشان خوست والي مراسمو ته دخپلې وينا پرمهال دملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې ،نړيوال خوراکي پروګرام ،دروغتيا دنړيوال سازمان ،دژغورنې دنړيوالې کمېټې ،(اى او ام) ،يونسف او يوشمير نورو مرستندويه ټولنو دمرستو څخه ځانګړې مننه وکړه ،دملګرو ملتونو له سازمان يې وغوښتل چې په مجهزه توګه خپل دفترونه په خوست کې پرانيزي.
خوست والي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دخوست اداره به په بشپړ مسووليت او دهېواد دجمهور رئيس دهدايت سره سم دراغليو کډوالو ټولې چارې په منظمه توګه تنظيم ستونزې او غوښتنې به يې په خپل وخت تر مرستندويه ټولنو او لوړو مقاماتو پورې ورسوي.
دماليې وزير حضرت عمر زاخليوال دخپلو خبرو پرمهال راغلي کډوال خپل وروڼه وبلل ،دخوست د ادارې او خوست ميشتو ولسونو يې مننه وکړه چې دکډوالو ستونزو او غوښتنوته د اسلامي او ملي مسووليت له مخې رسيدګي کوي، نوموړى وويل د کرښې د واړو خواو ته ورورڼه قومونه ژوند کوي چې دپرديو دشومو اهدافو ښکار شوي دي ،نوموړى د ترهګرۍ په وړاندې د واقعي او ګډې مبارزې غوښتنه وکړه .
دماليې وزير وويل چې ډير ژربه دوه ميليونه امريکايي ډالره چې دحکومت او يو ملي تجار مرسته ده ،کډوالو ته دمرستې په خاطر را وليږل شي ترڅو ورته په خوراکي او غيرې خوراکي واخيستل شي اوپه منظمه توګه ورته وويشل شي.
دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير ډاکټر محمد اکرام خپلواک وويل چې دهېواد دولسمشر دځانګړي حکم په اساس خوست ته راغلي ترڅو راغليو کډوالو ته دخپلو مرستو او همکاريو ډاډ ورکړي ، نوموړى وويل چې دکرښې دواړو خواو ته داسې ورورڼه قومونه ژوند کوي چې دويني او عقيدې پراساس نه بېلدونکې پيوندونه لري.
دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير وويل په سيمه کې روان بحران پرديو دخپلو شومو هدفونو دترلاسه کيدو په خاطر رامنځته کړى دى او غواړي دستراتيژيکو موخو دترلاسه کيدو لپاره پښتانه دخپلو شومو هدفونو قرباني کړي.
خپلواک وويل چې کډوالو ته دمرستو رسونې په خاطر به يو ځانګړى بانکي اکونت خلاص کړي او ډير ژربه په عملي توګه کډوالوته خپلې مرستې ورسوي.
دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير داهم وويل چې مونږ به دراغليو کډوالو ماشومانو دزده کړو زمينه مساعده کړو او دخپلو ماشومانو په څير به ورته قلم او کتاب ورکړو .
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي مرستيال مارک بودن د کډوالو په حالت باندې خواشيني څرګنده کړه ،نوموړى دملګرو ملتونو دټولو هغه ادارو يادونه وکړه چې دهمدردۍ او بشردوستۍ له مخې له راغليو کډوالو سره مرستې کوي.
نوموړى وويل چې دملګرو ملتونو ټولې ادارې به دافغان دولت سره دبشپړې همغږۍ په چوکاټ کې له راغليو کډوالو سره خپلې مرستې زياتې کړي او په منظمه توګه به يې ټولو کډوالو ته ورسوي.مارک بودن دخوست د ادارې ،خلکو او تجارانو څخه مننه وکړه چې هره ورځ له کډوالو سره مرستې کوي او په سختو شرايطو کې ددوى لاسنوى کوي.
د کډوالو په استازيتوب حاجي عمرخان وزير خبرې وکړې نوموړى د افغان دولت او مرستندويه ټولنو له مرستو او همکاريو څخه دزړه له کومې مننه وکړه ،نوموړى وويل چې دکرښې په دې خوا کې په ډير عزت ژوند کوي او دسيمې دخلکو له لوري ورسره دوروڼو په شان چلند کيږي.
حاجي عمر خان وويل چې پردۍ او نامعلومې جګړه ددوى په سيمو کې اور بل کړى او دوى ته يې سخت زيان رسولى دى .
نوموړي دکرښې ها خوا ته روان عمليات يوه جوړه شوې لوبه او دعامو خلکو سره سخت ظلم وبللو ،له افغان دولت او مرستندويه ټولنو يې وغوښتل چې ور سره مرسته او همکاري وکړي.
دکډوالو استازي دکرښې دېخواته ميشت قومونه خپل ورورڼه ياد کړل او دټولو هغه همکاريو او مرستو يادونه يې وکړه چې دخوست دادارې او ولسونو له لوري ورسره شوې دي.
دمراسمو په وروستيو کې دخوست والي له لوري چې کورني او بهرني پلاويي يې ملتيا کوله يو شمير کډوالو ته دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
واکمن