په خوست کې به  د روژې په لومړئ ورځ کډوالو ته مرستې ووېشل شي

په خوست ولايت کې به د ټولو کډوالو سره کېدونکي مرستې د يوه منظم پلان له مخې ووېشل شي،ترڅو د وېش پرمهال ټولې بې وزله کورنۍ د خوراکي او نورو اړينو مرستو څخه  په مساوي ډول برخمنې شي.دا څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعيمي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له بېلابېلو خيريه موسساتو له مسوولينو او استازو سره د همغږۍ په موخه جوړه شوې ځانګړي غونډه کې په ډاګه کړې .
پدې مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار،د کډوالو په چارو کې دخوست ولايت لپاره د ملګرو ملتونو يا يو ان اېچ سي ار  استازي،په هېواد کې د بې پولې طبيبانو يا اېم اېس اېف عمومي مرستيال،د اى او اېم،اى آر سي،ان اېچ اى او ګڼ شمېر نړيوالو خيريه بنسټونو استازو ګډون درلود.
د غونډې په سر کې خوست والي عبدالجبارنعيمي د شمالي وزيرستان څخه د راکډه شويو کورنيو په تړاو  خبرې وکړې ، ده وويل تر دې دمه د ټاکل شوي کمېسيون د مالوماتو پربنسټ شاوخوا ((شل زره )) کورنۍ د ډيورېنډ دفرضي کرښې له هاخوا دخوست ولايت مرکز او ولسواليو ته راکډه شوې دي، چې کمه فيصدي يې د ګلان په کمپ او زياته برخه يې  ددې ولايت د خلکو سره په کورونو کې مېشت شوي دي.
د نعيمي په خبره تر دې دمه د ټاکل شوي کمېسيون له لوري ((٤٨٠٥))څلورزره اته سوه پنځه کورنۍ ثبت شوې او د نورو د ثبت لړۍ جريان لري، همداشان له کډوالو سره پدې ولايت کې د ملي سوداګرو،مدني ټولنو،بډايه خلکو او مېشتو ولسونو له خوا زياتې مرستې شوې، چې د ستاينې او مننې وړ دي، دغه راز يې د ملګرو ملتونو او ټولو خيريه موسساتو له فعاليتونو هم ستاينه وکړه، چې د کډوالو د ستونزو په هواري کې يې د ولايتي ادارې غوښتنو او وړانديزونو ته هرکلى وايلى دى.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل ننۍ غونډه پدې موخه رابلل شوې، چې لومړئ د راغلو کډوالو لپاره چې شمېر يې ورځ تربلې په زياتېدو دى، اړينې مرستې راجلب او د ولايتي ادارې د ټاکل شوې کمېسيون او مرستندويه بنسټونو ترمنځ د پوره همغږۍ په فضا کې په اړمنو کورنيو باندې په شفاف ډول ووېشل شي.
ده زياتوله چې د شمالي وزيرستان څخه راکډه شوې کورنۍ په ډېر بې وزله حالت کې قرار لري، نو په همدې  اساس بايد ټولې هغه مرستې چې ولايتي اداره او په خوست ولايت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره په واک کې دي، سر له سبا څخه چې د روژې مبارکې لومړئ ورځ ده، بايد ووېشل شي، ترڅو دغه کورنۍ د روژې په مبارکه مياشت کې خپله شته ستونزې پرې هوارې کړي.
خوست والي پدې خوښي وښوده، چې د دوى په غوښتنه د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو يا يو ان اېچ سي ار په خوست ولايت کې  خپله نماينده ګي پرانېستله خو غوښتنه يې وکړه، چې د شته ضرورتونو له مخې دې نورې هغه ادارې چې په افغانستان کې په خيريه کارونو بوختې دي، خپل دفترونه پرانيزي.
د خوست لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي رابېن وويل د شمالي وزيرستان څخه راغلي کډوال په غرونو او سختو لارو راغلي دي،چې هېڅ امکانات په لاس کې نه لري، خو ددوى ادارې هڅه کړي ده، چې د دوى لپاره په هره برخه کې مهمې مرستې برابرې کړي.
ده وويل د روانې  اونۍ په لړ  کې به د پلازمېنې کابل څخه د يو ان اېچ سي ار ادارې ځانګړى هيت خوست ولايت ته راشي او د ګلان دکمپ د جوړولو چارې به د ملګرو ملتونو په نړيوال معيار سره پيل شي او پدې کمپ کې به د کډوالو لپاره د سرپنا ځايونه،تشنابونه،کلينيک او د نورو اړونده ملحقاتو لپاره به د پلان او اساسي نقشې مطابق کار وشي.
د خوست ولايت لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي رابېن دا هم  وويل ، چې ددغه کډوالو سره دوى مخکې هم تر يوه بريده مرسته کړي،خو اوس د غيرخوراکي توکو په برخه کې د(( ١٠٠٠)) زرو کورنيو لپاره مرسته برابره شوې او د ((١٠٠٠)) کورنيو لپاره به همدا نن ورځ نوره  هم راورسيږي.
په افغانستان کې د ((MSF)) د بې پولې طبيبانو ټولنې مرستيال فلېف وويل د کمپ څخه يې ليدنه کړي او شته ستونزې يې ياداښت کړي دي، دده په خبره د اېم اېس اېف له طرفه همدا نن د ګلان په کمپ کې د تشنابونو د جوړولو چارې پيل شوي دي او پلان لري، چې راتلونکي سه شنبه په دغه کمپ کې د مور او ماشوم پالنې يو داسې مجهز کلينيک فعال کړي، چې د مور او ماشوم پالنې ترڅنګ به د نورو ناروغيو درملنه هم په ترسره کيږي.
د فلېف په خبره د کډوالو د غوښتنې په اساس به د څښلو د پاکې اوبو لپاره داسې دايمي سېستم جوړ کړي، چې هرې کورنۍ ته په دوامداره توګه پاکې اوبه ورسوي.
د ((IOM)) اى او اېم مرکزي دفتر استازي مات وويل ، چې دوى د هغو افغان کورنيو سره چې د شمالي وزيرستان څخه بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي، د غيرخوراکي توکو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي،دده په خبره اى او اېم اداره دا مهال د ((٣٠٠))درې سوه کورنيو لپاره خېمې،کمپلې،د پخلنځي سامان الات ، ترپالونه او نور اړين مواد په واک کې لري، چې د سروې وروسته به يې په راغلو افغان کډوالو ووېشي.
په خوست کې د اى آر سي ولايتي مسوول سلطان کريم وويل تر دې دمه يې د بېړنۍ کمېټې سره په همغږۍ کې د ((١١٨٠)) يوولس سوه اتيا کورنيو سره د غيرخوراکي توکو په برخه کې مرستې کړي، همداشان د ((١٩٦٨)) يو زرو ، نهه سوه اته شپېته کورنيو لپاره د غيرخوراکي توکو مرسته هم برابره کړي ده، چې د ولايتي ادارې له لوري د ټاکل شوي کمېسيون په وړاندې به يې سروې شويو کډوالو ته ووېشي.په دغه مرسته کې خېمې،د پخلنځي سامان الات،سيار تشنابونه،کمپلې او نور اړين مواد شامل دي.
په خوست کې د ((NHI)) روغتيايي موسسې مسوول ډاکټرغني وويل ، دوى هم د عامې روغتيا رياست سره په ګډ تفاهم د ګلان په کمپ کې ګرځنده طبي ټيمونه ګمارلي دي، چې وخت په وخت د ناروغانو درملنه کوي.
دغونډې په وروستۍ برخه کې پرېکړه وشوه، چې  د ټولو خيريه بنسټونو، موسساتو او د ولايتي ادارې شته مرستې دې د منظم پلان له مخې ټولې يو ځاى شي او سر له سبا څخه چې د روژې مبارکې مياشتې د لومړئ نېټې سره برابره ده،په راغلو کډوالو باندې د پوره همغږۍ او مشترک کار له مخې په شفافيت او عدالت سره  ووېشي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :٧-٤-١٣٩٣ شنبه