
ټولې هيندارې مې کړې ماتې ځکه
ځان مې نيمګړی يک تنها وليدو
مغل په بل رنګ په کې ګرځي اوس هم
ما له سپين غره پښتونخوا وليدو
لکه چې زړه کې يې څه پټ دي راته
ما به څېره کي د يو چا وليدو
د چا چې ټول ښار سلطنت دی لاس کې
نن يې اﺋينه کې ځان ګدا وليدو
چا ورته خپل وطن کيسې کولې
يو مسافر مې په ژړا وليدو
هغې چې وليدم نو داسې يې وویل
نقيب بدنامه مې نن بيا وليدو
ن.لکڼوال