
د میدان وردګو ولایت،مرکزي بهسودو ولسوالۍ په تالاده کې کې د نږدې یو نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبو ذخیره تر جوړېدو وروسته نن ( چهارشنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د اوبو دغه ذخیره،چې چارې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې،د کرنې او مالدارۍ وزارت د پرمختیایې بودیجې څخه په ۱۴۷۸۴۹۵ یو میلیون څلور سوه اته اویا زره څلور سوه پنځه څلوېښت افغانیو په مالي لګښت یې د جوړېدو چارې بشپړې شوي دي .
جوړه شوې ذخیره،چې د ۲۰۰۰ متره مکعب په ساحه کې جوړه شوې،په یو وخت کې ورڅخه ۴۰ کورنۍ ګټه اخیستلای شي او همدا راز د ۶۰ جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري .
د یادې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل د یادې پروژې پر پلي کیدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه د اوبو د دغه ذخیرې په جوړېدو سره به په یاده سیمه کې د بزګرانو په اقتصادي وضعه کې ښه والې راشي .
هغه زیاته کړه،د دې ترڅنګ به په سیمه کې د اوبو د ضایعه کېدو مخنیوی هم وشي او په ښه توګه به د اوبو لګونې به ترڅ کې به یې د حاصلاتو د زیاتوالې لامل شي .
نوموړی د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام هم د مرکزي بهسودو ولسوالۍ ولسونو ته وړاندې کړ،چې په کې له ولسونو د اوبو د یادې ذخیرې د ساتلو لارښوونه شوې وه.
همدا راز په دغه پیغام کې د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه هم مننه کړې وه،چې د دوی په غوښتنه یې په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د یادې پروژې د بشپړېدو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې پروژې پیل کړي دي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند