
افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :٣-٤-١٣٩٣
په کابل کې خوست ته له راغلو کډوالو سره دمرستو دجلب غونډه جوړه شوه نن ورځ دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دسرحدونو او قبايلو چارو په وزارتکې دياد وزارت دوزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک ترمشرۍ لاندې خوست او نوروولايتونو ته دفرضي کرښې (ډيورنډ) دها خوا څخه د راغليو کډوالو سره دمرستواو همکاريو دجلب په موخه غونډه وشوه.
په غونډه کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ د اړونده وزارتونومرستيالانو ،دخپلواکو ادارو معينانو ،دامنيتي ادارو استازو ،دسرې مياشتېمسوولينو ،دملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې مشر ،دملګرو ملتونو دبشريمرستو دهمغږۍ دادارې مسوولينو ګډون کړى وو.
خوست والي عبدالجبارنعيمي جوړې شوې غونډې ته د کډوالو داساسي غوښتنو اواړتياړو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل خوست او نوروولايتونو ته راغلي کډوال په عاجله توګه دخوراکي ،غيرې خوراکي ،دڅښلو پاکواوبو ،دوا درملو او نورو اړينو توکو په برخو کې مرستو ته اړتيا لري چې
بايد سيمې ته ژر تر ژره ورسول شي.
خوست والي وويل خوست ته له راغليو کډوالو سره تردې مهاله دملګرو ملتونودکډوالو دادارې ،دنړيوال خوراکي پروګرام ،د ژغورنې دنړيوالې کمېټې ،سرېمياشتې ،محلې ادارې او عامو خلکو له لوري مرستې شوې او لاهم دوام لري،نوموړي دملګرو ملتونو د کډوالو چارو او نړيوال خوراکي پروګرام او نورومرستندويه ټولنو له مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه او ترې دلازياتومرستو غوښتنونکى شو.
د وزارتونو او ادارو استازو هم په خپل وارسره جوړې شوې غونډې ته دشتهامکاناتو په تړاو معلومات وړاندې کړل او دوى په هره برخه کې دمرستو اوهمکاريو خبر ورکړ.
د ملګرو ملتونو دګډوالو چارو دادارې مشر کډوالو ته دبشري مرستو رسول دټولو دولتي او غيرې دولتي سازمانونو مسووليت ياد کړ ،ژمنه يې وکړه چېسيمې ته به نورې مرستې هم ورسوي او ډير ژربه د راغليو کډوالو لپارهدلازياتو مرستو دجلب په خاطر دملګرو ملتونو دسازمان دنورو نمانيدګيو سرهيو ځاى ګډه غونډه وکړي.
دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک دخپلو خبروپرمهال له راغليو کډوالو سره په لازياتو مرستو باندې ټينګار وکړ ،نوموړيدخوست له ادارې ،ولسونو او په ځانګړې توګه خوست والي څخه زړه له کومېمننه وکړه چې راغليو کډوالو ته يې دمرستو دجلب په خاطر دهمغږۍ يوه ښه
فضاء رامنځته کړې او په دې برخه کې يې خپل تلاشونه زيات کړي دي.خپلواک داهم وويل چې خوست ولايت ته يې دخپل کاري سفر پرمهال دکډوالولپاره داساسي مرستو غوښتنې ترلاسه کړې چې ددولت رهبري او اړونده وزاتونوته يې وړاندې کړي دي.
دسرحدونو اوقبايلو چارو وزارت وزير وويل د هېواد دجمهور رئيس دهدايت سرهسم به ددولتي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو مرستې ټولو هغه کډوالو تهورسوي چې افغانستان ته راکډه شوي دي.
دغونډه په وروستۍ برخه کې يوه ځانګړي کميټه جوړه شوه ترڅو هره ورځ لهکډوالو سره کيدونکي مرستې همغږي اوسيمې ته يې ورسوي.
د يادونې وړ ده چې خوست والي عبدالجبارنعيمي په پلازمينه کابل کې دغهولايت ته له راغليو کډوالو سره دمرستو او همکاريو دجلب په خاطر خپلې هڅېپراخه کړې دي.
واکمن