
په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د نړیوال بانک د ۱۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۲۴ کیلومټره سړک د جوړولو چارې نن (سې شنبه) د دغه ولایت د چارواکو لخوا د پټي په پرېکولو سره پیل شوې .
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ټولګټو چارو وزارت او نړیوال بانک څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د سړک جوړونې چارې پیل کړې .
هغه زیاته کړه، دغه سړک به په دوو برخو کې جوړ شي،چې لومړۍ برخه به یې د میدان ښار له کوتلې تخت څخه تر دراني بازار سیمې پورې وي،چې ۱۴ کیلومتره کیږي او همدا راز دویمه برخه یې د سیداباد ولسوالۍ د سالارو سیمې څخه تر شش قلعه سیمې پورې ده،چې په اساسي ډول جوړیږي .
د میدان وردګو والي په وینا د دغه سړک د بشپړېدو چارې به د درې شرکتونو لخوا د دوو میاشتو موده کې بشپړې شي او د شرکتونو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه،چې خپلې چارې په پوره ایماندارۍ او صداقت سره ترسره کړي .
د میدان وردګو ولایت د ټولګټو جارو رئیس ښاغلي محمد یونس نجفي زاده وویل: په یاده پروژه کې د اوو سانتي مترو په اندازه قیر اچونه،د سړک غاړې جوړول،خط اندازي او استنادي دیوالونه شامل دي .
د نوموړی د معلوماتو له مخې د دې پروژو ترڅنګ په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره ۶۰ شپیته هغه پلچکونه،چې په بېلابېلو وختونو کې تخریب شوي،د جوړونې چارې هم پیل شوې .
د میدان وردګو ولایت د ترافیکو مدیر بیا د دغه چارو د پیل کېدو په هرکلي سره وایي له دې وروسته به په یاده لویه لاره ترافیکې پېښې هم کمي شي او لامل یې د سړک پراخوالی او په اساسي ډول جوړول دي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند