
له هغه ورځې چې د ډيورېنډ فرضي کرښې هاخوا په شمالي وزيرستان کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو جنګياليو ترمنځ وسله والې شخړې زور اخېستى، له امله يې زرګونه وزيرستانۍ کورنۍ دې ته اړې شوې ، چې خپلې سيمې، کلي او کورونه پرېږدي او يوې خوندي سيمې ته هجرت وکړي.
ددغو ولسونو زياته برخه دخوست ولايت مرکز او ولسواليو ته راوښتي او دا مهال د تعين شوي کمپ په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې د ځايي خلکو سره په کورونو کې کې په ډېرتنګ او ستونزمن حالت کې ژوند کوي.
دغه کورنۍ چې شمېر يې شېبه په شېبه زياتيږي، د سرپنا ، اغوستلو ، خوراک او ژوند کولو لپاره هېڅ امکانات نلري، په همدې اساس که چېرې دوى ته په وخت سره د خوراکي توکو اړينه مرسته په وخت سره ونه رسېده، ممکن له يوه ستر بحراني حالت سره مخامخ شي.
خوست ولايتي ادارې او مېشتو ولسونو د راغلو کډوالو لپاره تر خپله وسه پوره مرسته کړي، ځايي خلکو په خپلو کورونو کې د اوسېدو ځاى ورکړى او ولايتي ادارې د خپلو تلاشونو په پايله کې دوى ته په لاندې برخو کې د ژوند کولو امکانات برابر کړي دي.
د ټولو راغلو او راتلونکو کډوالو لپاره دوه بېلابېل کمېسيونونه ټاکل شوې، ترڅو ټولې کورنۍ فېلټر، ثبت او رجسترد کړي او د دوى د حالت ، ستونزو او اړتياوو په تړاو وخت په وخت ولايت مقام ته بشپړ ګوزارش ورکړي، ترڅو د خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخېستنې دوى ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي، چې پدې برخه کې تر ډېره بريده پرمختګ شوى او لا هم دوام لري.
دا چې په شمالي وزيرستان کې زياتې ناامنۍ شتون درلود، نو په همدې اساس ددغه سيمې ټول ماشومان د پوليو ضد واکسين له تطبيق څخه محروم پاتې دي، پدې اساس د عامې روغتيا رياست د ورسپارل شوي مسووليت له مخې تر دې مهاله ((١٣٠٧٠)) ديارلس زره اويا ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق کړى او په مختلفو سرحدي لارو کې يې د واکسين ګرځنده ټيمونه ګمارلي دي.
همدارنګه د ټاکل شويو کمېسيونونو د راپور په اساس تر دې مهاله نږدې لس زره کورنۍ د کرښې دې غاړې ته راغلي، چې له دې جملې څخه تر دې دمه شاوخوا يو نيم زر کورنۍ په رسمي توګه ثبت شوي او دا لړۍ جريان لري.
هغه((٤٤٠)) کورنۍ کډوال چې کمپ ته انتقال شوې، په دوى ټولو ((٥٥٠))خېمې، کمپلې، د پخلنځي سامان الات، خوراکي او غيرخوراکي توکي وېشل شوې، دغه راز شاوخوا اته سوه نورې خېمې هم رروانې دي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به په پاتې کورونيو ووېشل شي.
دخوست ولايتي اداره يووار بيا دخپل مرکزي حکومت په اړونده وزارتونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو په مسوولينو غږ کوي، چې دټولو کډوالو سره د خوراکي توکو په برخه کې لازم کومکونه وکړي، ځکه چې د کډوالو شمېر دپام وړ زيات شوى او لا هم هره ګړۍ ډلې، ډلې کورنۍ د کرښې دې غاړې ته رااوړي، نو په همدې اساس راغلي کډوال تربل هرڅه زيات دا مهال خوراکي توکو ته سخته اړتيا لري، موږ اندېښنه لرو، که چېرې دوى ته خوراکي مرستې ژر تر ژره برابرې نشي، نو ددې اندېښنه شته، چې زيات شمېر کورنۍ په ځانګړي ډول د دوى کوچني ماشومان به د لوږې له سخت خطر سره مخامخ شي.
موږ يووار بيا تعهد سپارو، چې د راغلو کډوالو لپاره به د خپل اسلامي، انساني او بشري مسووليت په اساس پوره تلاش وکړو،چې د دوى لپاره په هره برخه کې لازم کومکونه راجلب کړو، ترڅو د ژوند په وړاندې يې شته ګواښونه کنترول او وکولى شي، چې په مطماين ډول ارامه او سوکاله ژوند وکړي.
خوست ولايت مقام
نېټه :٣١-٣-١٣٩٣ شنبه