نن په پکتیکا ولایت کی په لومړی ځل د سیکا (ثبات) پروګرام پیل شو:

دغه پروګرام، چي د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکی اداری ، د کلیو د پراختیا او بیا رغوونی د وزارت او د اکام/ یو ایس ای ډی  مشترکه برنامه چی د کلیو د پراختیا او بیا رغوونی د ریاست په چوکاټ کې پلی کیږي چې له مخې  به یی د کلیوالو په خوښه ټولنیزي او اقتصادی پروژې پلان تطبیق او نظارت کیږی.
مرستیال والي عطا الله فضلی د یاد پروګرام د افتتاح په جوړ شوي مراسمو کی چي د مرکز ښرنی ، یوسف خیل ولسوالی د قومی مشرانو ترڅنګ د ولایت مدني ټولنو ، علماو د ښځو ټولنو ، ځوانانو رسنیو استازو ګډون درلود وویل ( د ثبات برنامه چی د سوکالی ، نیکمرغي او د مشکلاتو د تشخیص او او هغوی ته د حل لارو د موندنو په مانا ده ،  ده چی د مسوولینو د خاصی توجه په اساس د پکتیکا ولایت ته منظور شویده ، چي مونږه خاصه مننه تري کوو او کورودانی ورته وایو ، ښاغلی فضلي زیاته کړه د برنامي ټولي دخیلي خواوی دی په پوره رونټیا ، ریښتنوالي ، ژمنتیا سره کار وکړی تر څو ددی بی وزلو خلکو په ژوند کی مو مثبت تغیر راوستی وي . او ددي امتحانی پروژي څخه اعظمی ګټه واخستل شي تر څو د بریالیتوب په صورت کی نورو ولسوالیتو ته هم دا پروژه و غځیږی.
ځکه دا داسی برنامه ده چي د خلکو سره ډیر نږدی کار کیږی د هغوي ظرفیتونه لوړیږی او هغوی ددي توان پیدا کوي چی پروژی په ښه شکل سره په محل کی تطبیق شی
همدارنګه د پکتیکا د کلیو پراختیا ریاست ریْس انجنیر نجیب الله جاهد په یاده غونډه کی وویل ددوی د وزارت د نورو شپږو ملي برنامو تر څنګ دا یوه بله ستره ملي برنامه ده،چی په تطبیق سره به هغه کلیوالي پروژې چی د خلکو اساسی غوښتنه وي  او د ټولني ستونزی چی د بی ثباتی لاملونه ګرځیدلي  وی پلي کړي.
وروسته د اکام نړیوالی اداری د سیمیزمشرحاجی حضرت ګل خبری وکړی او وویل،نوموړی پروګرام چې دکلیو پراختیا وزارت لخوا پرمخ بیول کیږي، د یو ځانګړی جوړښت له مخي به د انکشافی شوراګانو او نورو بانفوذه خلکو څخه د یوي ۶۰ کسیزی شورا له لاری لومړی د شورا ظرفیتونه لوړوی ترڅو هغوی د ستونزو په پیژندلو ، تدارکات سییستم ، د دولت سره اړیکی  عامه پوهاوي او د شخړو په حل کې له ولسوالیو سره مرسته او همکاري وشي.
او نورو مختلفو برخو کی توانایی پیدا او بیا به  ټولنیزی ستونزی او اقتصادی موانع  او لاملونه مشخص کوي او وروسته به  د مشخص شویو لاملونو د له منځه وړلو لپاره بیلابیلې پروژې پلي کوي.
پدغو مراسمو کې  ددی برسیره د ولایتی شورا استازی عبدالغنی پکتین  هم ، ثبات پروګرام  یوډیرښه پروګرام وباله او زیاته یی کړه چی مسوولین دی ددی پروګرام د لاری د ولسونو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کړي، چی خلکو ته  د کار زمينه برابره شي ، د یوسف خیل ولسوال دولت خان مخلص ، د یوسف خیل او مرکز ښرني استازو هم خبری وکړی او د خپلی خوا نه یی د پروګرام د بریا لپاره هر اړخیزی همکاري ډاډ ورکړ، غونډه د یو سوکاله افغانستان او وداني پکتیکا د لرلو په هیله او دعا سره پاي ته ورسیده.