د انګار په ګوتو


خدايه ! كړې څانګې يې سمسورې د سينګار په ګوتو
ماله يې اغزي وو رالېږ لي د رېبار په ګوتو
د ژوند په للمه كروندې مې د امېد تږې دي
نيسم لمنې د باران د انتظار په ګوتو
د زړه آسمان مې دې مخ پټ په زرين شال د ستورو
چېرې كه لرې ترې پالو شو د سهار په ګوتو
مړاوى هجران شو مستانه ورته شراب شراب شو
ما وه د زهرو جام وركړى د اغيار په ګوتو
همكارې سترګو يې د اوښكو پرې ويالې راوستې
وم له ګريوانه يې نيولى د انګار په ګوتو
زما نوبت چې پرې راته د ميووبوى نه وكې
جامونه ورغلل د داسې يو خمار په ګوتو
چې يې تپوس د ځان كاوه د بخڅۍ دننه
خاورې هماى وو چا پلورلى د بازار په ګوتو
طوطاخان هماى
نادرشاه كوټ
1/11/1998