دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۷)

څو نورې بیلګې :
امریکا :
مونږ یوازې د تاریخي پیښو د بیان لړۍ د پرلپسې والي د قایم ساتلو له پاره د فرانسویانو آندونه اوهلته په فرانسه کې دهغې په پایلو باندې لنډه څیړنه وکړه . خو دا ګومان کول به درست نه وي چې فرانسه په دې هکله یوازې ده. حقیقت دادې چې نن د ټولو هیوادونو، کومو چې همدغه اخلاقي آندونه او ټولنیز دغه نابرابره اصول خپل کړي ، نږدې هماغسې حال دې ، چې یادونه یې د کتاب په تیرو بانونو کې وشوه. دنمونې په توګه د امریکا متحده ایالات را واخلئ ،ځکه چې هلته هم همدغه نظام په پوره زور اوشور سره خپل اوج ته رسیدلې دې.
پرکوچنیانو د شهواني چاپیریال اغیزې :
قاضي بن لنډسي (Ben Lindsy) چې په ډنوور(Denvar) کې ورته د کوچنیانو د جرائمو دمحکمې( Juvenile Court )درئیس په څیر ، د امریکا د تنکیو ځوانانو داخلاقي حالت د پیژندلو ښه زمینه برابره وه ، په خپل کتاب (Revolf of Modern Youth) کې لیکي چې:[ په امریکا کې کوچنیان له وخته مخکې بلوغ ته رسیږي ، او په ډیر خام عمر کې په کې د جنسي اړیکو احساس را پاریږي .]
هغه دنمونې په توګه د (۳۱۲) نجونو په هکله څیړنه کړي چې په هغوې کې (۲۵۵) داسې وې چې د (۱۱) او (۱۳) کالو په عمر کې بالغې شوې وې او په هغوې کې دومره جنسي او بدنې غو ښتنې را پیدا شوې وې چې په یوې (۱۸) کلنې نجونې او یا دهغې څخه د زیات عمر په نجونو کې را پیدا کیږی .(د۸۶-۸۲ مخونه)
ډاکټر ایډت هوکر(Dr. Edith Hooker) په خپل کتاب (Laws of Sex) کې لیکي چې ډیرو مهذبو او شتمنو طبقو کې هم دا کومه غیر معمولي خبره نه ده چې د اووه کالو نجونې دې د خپلو هم عمرو هلکانو سره عشق او محبت و کړي . او ډیر وخت دا محبت او مینه د هغوی تر منځ په مباشرت کولو پاې ته رسیږي . هغه لیکي چې: [ یوه اووه کلنه کوچنۍ نجلۍ چې د یوې درنې کورنۍ لور وه ، د خپل مشر ورور او دهغې ددوستانو سره جنسي اړیکي لري .]
په یوې بلې پیښې کې د پنځه کوچنیانو یوه ډله چې ددوه هلکانو او ددرې نجونو څخه جوړه شوې وه او کورونه یې یو د بل سره ډیر لنډوو، یو د بل سره په ښه کلکو شهواني اړیکو کې ککړو. هغوې نور هم عمره کوچنیان هم دې لورې ته ترغیبول . په دې ډله کې د تر ټولو د لوې هلک عمر لس کاله و . یوه بله پیښه د یوې نهه کلنې نجلۍ ده چې په ښکاره توګه یې خپل ځان ډیر کلک ساته خو دې نجلۍ په خپلو ډیرو عاشقانو فخر کاوه .]
د بالټې مور(Baltimore)د یوه ډاکټر په راپور کې ویل شوې چې د یوه کال په جریان کې د هغوې په ښار کې تر زرو زیاتې داسې پیښې شوې دي چې د ۱۲ کالو څخه د لږ عمر پر نجونو جنسي تیرې شوې .
دا دهغې هیجان پاروونکې چاپیریال لومړنۍ میوه ده چې هر لورې ته په کې د جذباتو او احساساتو د راپارولو وسایل برابر شوې و . د امریکا یو لیکوال لیکي چې :[ زمونږ د ولس ډیره برخه چې نن کوم ډول ژوند مخته بیایې هغه دومره غیر فطري دې چې په کې نجونو او هکانو ته په لس کلنۍ کې دا فکر پیدا کیږی چې هغو باید یو دبل سره عشق وکړي . ددې زبیښې ډیرې زیاتې غمناکې دي . ددغه ډول مخکې له وخته د جنسي غوښتنو څخه ډیر بد ې پایلې را څرګندیداې شي . او همداسې کیږي . دهغې لږ تر لږه پایلې دادې چې نوې ځوانې نجونې د خپلو دوستانو سره تښتي ، یا په کم عمرۍ کې واده کوي او که چیرې په محبت کې ناکامي ورپه برخه شی نو ځان وژنه هم کوي .
دښوونې اوروزنې مرحله :
په دې توګه چې په کومو کوچنیانو کې د وخت نه تر مخه کوم جنسي احساسات راپاریږي د هغوې له پاره لومړنې تجربه ځاې ښوونځې دي . شوونځي او مکتبونه دوه ډوله دي ، یو ډول هغه دي چې د یوه صنف یا یوه جنس کوچنیان په کې داخلیږي . او بل هغه ډول دي چې هلته صنفونه مخلوط وي . په لومړي ډول صنفونو کې د همجنسو محبت «Homo Sexuality» او د موټک وهلو«Masturbatio » وبا خپریږي ځکه هغه احساسات چې په کوچنیانو کې را پاریدلې دي ، نو ددې پاریدنې وسایل هرې لورې ته خپاره وي نو هغوې دخپلې جنیسي غریزي د تسکین له پاره یوه نه یوه لاره پیدا کوي . ډاکټر هوکر لیکي چې د ښوونې اوروزنې په دې ډول مرکزونو ، لیسو ، د نرسنګ په مکتبونو او مذهبي مدرسو کې تل داسې پیښې پیښیږي چې په هغې کې د یوه جنس دوه کسه په خپل منځ کې شهواني اړیکي ټینګوي او د مقابل جنس سره دهغوې محبت له منځه ځې . په دې لړ کې هغه ډیرې داسې پیښې بیان کړي چې په کې نجونې د نجونو سره ۱او هلک د هکلکانو سره په جنسي اړیکو کي ککړ ښوول شوې دې .
۱( دښځو دښځو سره مینه او جنسي اړیکي د (Lesbian)) په نامه یادیږي او هم د نارینه د نارینه و سره اړیکې د«Homo Sexuality» په نامه یادیږي نن په غربې ټولنو کې دغه ډول اړیکي ډیر زیات شوې دي . (ژباړن )
د ځینو نورو کتابونو څخه هم همداسې را څرګندیږي چې دا د« همجنسود محبت » د وبا ناروغتیا څومره ډیره په خپریدو ده . ډاکټر لوري(Dr.Lowry) په خپل کتاب (Hereself) کې لیکي چې یو ځل د یوه مکتب سر معلم (۴۹کورنیو ته په پټه خبر ورکړ چې دهغوې کوچنیان اوس په مکتب کې نه شي ساتل کیداې ځکه چې په هغوې کې بد اخلاقي ویرونکي حال ته رسیدلې ده .
اوس یو بل ډول مکتبونو ته ووینئ : دا هغه ښوونځې دې چې نجونې او هلکان په کې یوځاې درس وایې . په دې ښوونځیو کې د راپارولو وسایل هم شته اود هغې د تسکین او سړولو وسایل هم . دهغه هیجان ابتداء چې د وړکتوب څخه شوې دلته په رارسیدو سره هغه پوره کیږي . ډیرې خرابې لیکني او کتابونه د هلکانو او نجونو د لوست لاندې وي ، دعشق قصې په اصطلاح د نن (Art) مجلې په جنسي مسایلو باندې ډیر چټل کتابونه او دحمل د مخنیوې په هکله معلومات اومضامین لري . دا هغه څه دي چې د ځوانۍ په مرحله کې د لیسو او پوهنتونونو د شاګردانو (نجونو او هلکانو ) نظر ځانته را اړوي ، یو مشهور امریکایی لیکوال هیندرچ فان لون (Hendrich Von Loain) وایې چې دا لیکنې چې په پوهنتونو او کالجونو کې یې ډیره غوښتنه کیږی د ګندګۍ ، غلاظت ، فحش او چټلتیا هغه ټوله ده چې یوه وخت په دومره ازاده توګه عوامو ته نه وړاندې کیده .
ددې لیکنو څخه چې کوم معلومات تر لاسه کیږی نو ددواړو صنفونو اړوند ځوانان پرې په ډیره ازادۍ او بې باکۍ سره بحث کوي او دهغې وورسته د عملي تجربو په لور قدم ږدی . نجونې او هلکان یو ځاې (Petting Parties) میله ځایو ته ځې او هلته په ازادانه توګه سګرټ او شراب استعمالوي او د ګډا او نڅا نه پوره خوند اخلي (How I can get married? P. 172).
د لنډسې د وینا له مخې چې د لیسو د شاګردانو څخه (۴۵) په سلو کې نجونې د ښوونځې دپریښودو تر مخه استعمال شوي وي او بیا وروسته تعلیمي مدارجو کې یې منځنۍ کچه ددې نه هم زیاتیږي (اوسنۍ شمیرنې ښئ چې اوس په ښوونځیو کې نجونې نژدې سل په سلو کې استعمالیږي ، ان تر دې چې په دې هکله ورته په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو یو اونیز او یادوه اونیز کوروسونه جوړیږي «ژباړن »). دلیسې هلک شاګرد ، د نجلۍ شاګردې په پرتله د جذباتو په شدت کې ډیر وروسته پاته وي ، نجونی په دې هکله مخکې والي کوي او هلکان د هغوې په اشاره خوځیږي .
درې ستر پارونکي :
په ښوونځیو او لیسو کې خو بیا هم یو ډول نظم او ډسپلین شتون لري چې تر یوه حده پورې ددې عمل په ازادۍ کې خنډونه را پیدا کوي . خو کله چې دا ځوانان دخپلو هماغه شهواني پاریدلو احساساتو او بدو عاداتو  سره د عملي ژوند په ډګر کې قدم ږدی نو بیا دهغوې خوځښت د ټولو حدودو او قیوداتو څخه ازاد وی . دلته د هغوې د جذباتو د اور د لازیاتولو له پاره د اور ځاې شتون لري او د جذباتو د ارامولو له پاره یې هر ډول سامان پرته له کوم ځنډه او خنډه تیاریږي .
یو امریکای مجلۍ هغه وسایل چې دهغې له لارې بد اخلاقۍ ته پوره وده ورکول کیږی دا ډول بیانوي : [درې شیطانی ځواکونه دی چې دهغوې مثلث نن زمونږ په نړۍ باندې را خپور دې او دغه درې واړه د یو دوزخ په جوړولو کې مصروف دي .
لمړۍ محرک : فحش لیکني دي، چې د نړیوال جنګ نه وروسته په ډیره تیزۍ او ډیرې بې شرمۍ سره په زیاته اندازه خپریږي .
دویم محرک : عکسونه دي چې نه یوازې د شهواني جذباتو د راپاریدو کار ترسره کوي بلکه نمونه او انځور یې هم وړاندی کوي .
دریم متحرک : د ښځو هغه را لویدلې اخلاقي معیار دي چې دهغوې د کالیو او ډیر وخت د هغوې د لوڅوالي او دسیګرټو د ورځني زیات استعمال او د نارینه و سره دهر قیدو بند نه د ازاد اختلاط په شکل کې راښکاره کیږی .
دغه دروې واړه شیان زمونږ په ټولنه کې ورځ به ورځ ډیرښت مومي او دهغې زبیښه د مسیحې تهذیب او ټولنې زوال او با لاخره تباهي ده . که ددې مخنیوې و نه شی نو زمونږ تاریخ به هم د روم او نورو هغه ولسونو په شان شي چې دهمدغي نفس پالني او شهوانیت ، د شرابود څکلو اود ښځود نڅا د خوندونو سره یو ځاې فنا شول .
دغه درې علتونه دې چې د تمدن او ټولنې په چاپیریال باندې را خپاره شوی د هر ځوان سړي اوځوانې ښځې په جذباتو کې یوتلپاتط خوځښت را پیدا کوی . نو د چا په وجود کې چې لږه ګرمه وینه هم موجوده وي د فواحشو ډیرښت دهغې د خوځښت لازمي زبیښه ده .
د بدکاریو ډیروالې :
کومو ښځو چې په امریکا کې زنا او فحشا خپله دنده ګرځولې دهغوې شمیره لږ تر لږه د څلورو او پنځه لکو تر منځ ښوول شوې ده (Prostitution in the United States pp64-69)(اوس دا شمیره د میلیونو ښځو پورې شمیرل کیږي «ژباړن ») خو امریکایې فاحشي د هندوستانی فاحشو په څیر نه دي . ځکه چې امریکایي فاحشي هغه ښځې دي چې تر پرونه پورې یې د یوې ازادې ښځې په څیر خپله دنده درلوده ، خرابو عاتونو د بدۍ لورې ته را ښکوده او په زنا ځایو کې کیناسته . هغه یو څو کاله دلته تیروي بیا دا کار پریږدي او په یوه کور یا دفتر کې ځانته دنده پیدا کوی . د یوې سروې له مخې د امریکا (۵۰) سلمه فاحشې په کورنو کې دکارکوونکو ښځو (Domestic Servents) څخه او پاته (۵۰) سلمه یې په روغتیایې مرکزونو ، روغتونونو، دفترونو او دکانونو کې خپلې دندې پریږدي او دغه دنده پیلوې او د (۲۵) یا (۳۰) کالو عمر ته په رسیدو سره فحاشي پریږدي او بله کومه ازاده دنده تر لاسه کوی .
اوس تاسې ګمان کولې شئ چې په امریکا د څلورو یا پنځو لکو زناکارو او فاحشو موجودیت څه معنې لري . لکه چې پخوا مو وویلې په غربی هیوادونو کې زناکاري او فاحشه ګرې د یوه منظم بین المللې کارو بار او تجارت (International Buseniss) حیثیت لري . د امریکا د نورو لویو ښارونو په څیر په نیویارک ، ریوډي جننز او بیونس آیرس کې ددې کاروبار لوې لوې مارکیټونه او پلورنځې دی .
د نیویارک ددوو لویو ماڼیو هر یوه یې یوه مشورتي اداره لري چې رئیس او سکرتر یي د غړو له خوا ټاکل کیږي . هر یو قانونې پوه مشاورین لري ، تر څو چې په کومې عدالتي پریکړې کې د نښتو په وخت کې د هغوې د ګټو ساتنه وکړي . د ځوانو نجونو په را جذبولو کې هلته په زرګونو دلالان کار کوي . دغه دلالان په هر ځاې کې د ښکار کولو په لټه کې مشغول اوسي . د دې ښکاریانو د زبیښو او لاسته راوړنو اندازه ددې څخه معلومیږي چې د شکاګو نه د راتلونکو مهاجرینو د اتحادیي مشر یو ځل د ۱۵ میاشتو شمیره را ټوله کړه نو څرګنده شوه چې په دې وخت کې د (۷۲۰۰) نجونو لیکونه د مهاجرینو د اتحادیي دفتر ته رسیدلې و چې هغوې شکاګو ته را روان دی خو دهغوې څخه یوازې (۱۷۰۰) خپل منزل ته ر ا ورسیدلې دپاته نجونو درک و نه لګیده چې چیرته او له چا سره ولاړې .
د زنا ځایو څخه اخوا نور د لیدنو کتنو ځایونه یا (Assignation Houses) او (Call Houses)دي چې په دې خاطر تیار ساتل کیږی چې که «شریف » وګړی او ښځې کله وغواړی یو د بل سره وویني نو هلته د هغوې د لیدنو کتنو له پاره تیارې نیول کیږی . د څیړنو څخه را څرګندیږي چې هلته په ښار کې د (۷۸) دغسي کورونه او  ماڼۍ شته . په یوه بل ښار کې (۴۳) او په یوه بل کې (۳۳) داسې ځایونه موجود دی . دغه ځایو ته یواځې ناواده شوې ښځې نه ورځې بلکه ډیرې واده شوې ښځې هم هلته خپل سکون تر لاسه کوي .
د یوه مشهور اصلاح غوښتنونکې (ریفارمر Reformer) وینا ده چې : [ د نیویارک د واده شوو وګړو یو په درې برخه داسې ده چې د اخلاقي او جسماني پلوه خپلو ازدواجي مسؤلیتونو ته وفاداره نه دي او د نیویارک حال د هیواد د نورو برخو دحالاتو څخه ډیر توپير نه لري .
د امریکا د اخلاقو د مصلحینو یوه ټولنه چې د (Commettee of Fourteen ) په نامه یادیږي . ددې ټولنې د اړخه د بد اخلاقۍ د مرکزونو لټون او دهیواد د اخلاقي حالت د څیړنې او د اخلاقو د اصلاح په خاطر د عملی لارو چارو دراپیداکیدو کار تر ډیره حده پورې تر سره شوی . دهغې په راپورونو کې ویلې شوې چې په امریکا کې چې څومره د نڅا ځایونه ، نایټ کلبونه Night Clubs او د حسن او ښایست ځایونه (Beauty Saloons) او د لاسونو دښایسته کولو دکانونه (Manicure Shops) د مالش او چاپي کولو ځایونه (Massage Rooms) او د ویښتانو دښایسته کولو دکانونه (Hair Dressings) شته ، ټول په قحبه ځایو تبدیل شوي بلکه د هغوې نه یې هم بدتر حال غوره کړې دې . دا ځکه چې هلته د نه بیانیدونکې افعالو ارتکاب کیږي .
خبیثه ناروغتیاوې :
دفواحشو ددې ډیرښت حتمې زبیښې د خبیثه ناروغتیاو خپریدل دې . ګومان کیږي چې د امریکا نږدې (۹۰) سلمه خلک په دغه ناروغیو ککړ دي . د« انسائیکلو پیډیا بریټانیکا» د څیړنو نه معلومیږی چې دهغې ځای په دولتي روغتونو کې په منځنۍ کچه هر کال د اتشک د دوه لکو او د سوزاک د یو لک او شپیته زره ناروغانو علاج کیږي . (۶۵) روغتونونه دهمدې ناروغتیاو د درملنو له پاره ځانګړې شوي دي . خو ددولتي روغتونو په ځاې خلک شخصي درملتونو ته د درملو په خاطر رجوع کوي چې د اتشک (۶۱) سلمه او د سوزاک (۶۹) سلمه یې د ناروغانو په ډله کې دي .
د (۳۰) او (۴۰) زرو تر منځ کوچنیانو مړینه یوازې د میراثي اتشک په واسطه صورت نیسي . د سوزاک د ماهرینو د تخمیني په اساس (۶) سلمه ځوان وګړي په دغه موضي ناروغتیا ککړ دي چې په هغوې کې واده شوي هم شته او ناواده شوې هم .
دښځو دځانګړو ناروغتیاو پوهان وایې چې د واده شوو ښځو په جنسي غړو چې څومره عملیات کیږي د هغوې څخه (۷۵) سلمه داسي دي چې د سوزاک اغیز پرې پیدا کیږي .
طلاق او بیلتون :
په دغسې حالاتو کې ښکاره ده چې د کورنۍ نظم او د ازدواج مقدس اړیکې په خپل ځاې نه پاته کیږي . په ازادۍ سره ځانته روزی پیدا کونکي ښځې چې د شهواني اړتیاو پرته دخپل ژوند په هیڅ اړخه کې نارینه و ته اړتیا نه لري او د واده پرته ورته هم په ډیره اسانۍ سره نارینه پیدا کیداي شي واده یو عبث او فضول کار
ګڼي .
نوې فلسفې او ماده پاله فکرونو د هغوې د وجدان څخه دا تصور هم لرې کړې چې د واده پرته د کوم نارینه سره اړیکي ټینګول هم کوم عیب ناکه کار دې . ټولنه دغې چاپیریال دومره بې احساسه کړې چې څوک هم دا ډول ښځو ته د نفرت یا ملامت په سترګو نه شې کتلې .
«قاضي لینډسي» د امریکایې عامو نجونو د افکارو ترجماني په دې ټکو سره کړیده .
[زه ولې واده وکړم زما تر څنګ چې په دې تیرو دوو کالو کې کومو نجونو ودونه کړي دي ، دهغې د هرو لسو څخه پنځه په طلاق منتج شوې دي . زه پو هیږم چې په دې وخت کې هره نجلۍ د محبت په معامله کې د ازادۍ فطري حق لري . مونږ ته د حمل نه د خوندی پاته کیدو تدبیرونه هم پوره پوره معلوم دي نو په دې خاطر دا خطر هم لرې کیداې شي چې د یوه حرامي کوچني پیدا کیدل کوم ستونزمن کار وګرځي . مونږ ډاډ من یو چې رواجي لارې او طریقي په نورو لارو او طریقو باندې بدلول د عقل غوښتنه ده . ]
ددا ډول آندونو لرونکې بې شرمه ښځې که چیرې کوم احساس واده تیار وي هم ، نو هغه یوازې او یوازي د محبت او مینې جذبه وي . لیکن د غه جذبه هم د زړه له کومي نه وي . او یوازې د یوه عارضي کشش پایله وي. او د نفسي غوښتنو د نشې د ښکته کیدونه وروسته بیا د میړه او ښځې تر منځ الفت او محبت نه پاته کیږی . د مزاج او عاداتو ډیر کوچني اختلاف دهغوې تر منځ منافرت او تفریق پیدا کوی .
«لینډسې » لیکي چې [ په (۱۹۲۲م ) کې په ( ډینوور) کې دهر واده تر څنګ د طلاق او تفریق پیښه هم منځته راغلې او ددوه ودونو تر منځ د طلاقو یوه پیښه هم منځته راغلې .]
دا یوازې د( ډینوور) حالات نه دې بلکه د امریکا د ډیرو ښارونو حالات همد غسې درواخله او بیا مخته لیکې چې :[ د طلاقو او جدایي پیښې مخ په زیاتیدو دې او که چیرې همدغه حالت پاته شو لکه څنګه چې معلومیږی نو په اغلب ګمان چې په هیواد کې چې څومره د واده لایسنسونه ورکول کیږي په هماغه اندازه به د ا طلاقو پیښې هم منځته را ځي . ](Revolt of Modern Youth ”p.211-214)
څه وخت د مخه د ډیټرویټ (Detriot) په ازادو خپرونو( Free Press ) کې په دغه حالاتو یوه مقاله خپره شوه چې دهغې یوه جمله داسې ده : [ دنکاحګانو کمښت ، د طلاقو زیادښت او دنکاح پرته د ناجائزو تلپاتې او یا مؤقتو اړیکو زیاتوالې ددې معنې لري چې مونږ د حیوانیت په لور روان یو . د کوچني دپیدا کولو فطري غوښتنه له منځه تلونکې ده ، د پیدا شوو کوچنیانو په هکله غفلت کیږي او ددې خبرې احساس له منځه ځې چې کورنۍ او دکور ابادي د تهذیب او ازاد حکومت د بقا او پایښت له پاره اړین دې . ددې برعکس د تهذیب او حکومت به امورو کې ډیره بې درده بې پروائي را پیدا کیږي . د طلاق او تفریق ددغه ډیرښت علاج اوس دا ښوول کیږی چې باید (Comissionate Marriage)« ازمیښتې نکاح» ته رواج ورکړل شي خو دا علاج هم د اصل ناروغتیا څخه ډیرې بدې پایلې لري ]
د ازمیښتي نکاح معنې داده چې نر او ښځه په« زړه طریقه Old Fashion » د واده پرته تر یوه وخته پورې یو دبل سره واوسي ، که چیرې ددې یو ځاې والي په واسطه ددوې زړونه یو له بله سره و لګیدل نو واده دې وکړي او که نه ، نو دواړه دې یو دبل څخه جدا شي او بل چیرته دې خپل قسمت او بخت و ازمایي . د ازمیښت په دوران کې به د اولاد د پیدا کیدو مخه نیسي . ځکه چې دکوچني دپیدا کیدو سره سم هغوې باید نکاح وکړي . دا هغه څه دي چې په روسیه کې دازاد محبت یا د (Free Love) په نامه یادیږي .
ولسي ځان وژنه :
نفس پالنه ، د ازدواجي مسؤلیتونو نه کرکه او نفرت ، د کورني ژوند څخه بې زاره کیدل او د ازدواجي اړیکو نه پایښت ، ښځه دخپل فطري مورنۍ جذبې څخه ډیره لرې کړې چې په نسواني جذباتو کې تر ټولو اشرف اواعلي روحانې جذبه ده ، او پایښت یې نه یوازې د تمدن او تهذیب له پاره اړین دې بلکه دانسانیت پایښت هم په همدې جذبي کې را نغښتې دې .
دحمل منه کول ، دحمل اسقاط او دکوچنیانو وژل دهمدغې جذبې د مړینې نه راپیدا کیږي . د حمل د منعې کولو معلومات د ټولو قانوني بندیزونو سره سره په امریکا کې د هر ځوان هلک اوهرې ځوانې نجوني په واک کې شته .
دحمل د منه کولو درمل او وسایل په پوره ازادۍ سره په درمل پلورنځیو او دوکانونو کې پلورل کیږي . عامي ازادې ښځې خو پریږده ، د لیسو او او پوهنتونو شاګردانې هم دغه الات او درمل تل له ځانه سره ساتي .
قاضي «لینډ سي » په دې هکله لیکي چې :
[د یوې لیسې (۴۹۵) کمه عمره نجونو په خپله ماته اقرار وکړ چې هغوې د هلکانو سره جنیسي اړیکي تجربه کړي دي . دهغوې د ډلې څخه یوازې (۲۵) نجونې داسې وې چې حمل یې په ګیډه شوې و . په پاته نجونو کې ځینې اتفاقاٌ خوندي پاته شوې وې . لیکن زیاتو دحمل دمنه کولو په هکله اغیزمن تدبیرونه نیولې و . دحمل دمنه کولو په هکله د هغوې پوهه دومره زیاته ده چې عام خلک یې د پوهیدو څخه عاجز دي .]
پیغلي یا ناواده شوې نجونې دا تدبیرونه په دې خاطر استعمالوی چې د هغوې په ازادۍ کې کوم خنډ پیدا نه شی . واده شوې ښځې په دې خاطر دهغې نه ګټه پورته کوي چې د کوچني د پیدا کیدو په خاطر نه یوازې په هغوې د روزنې او ښوونې بار باریږي بلکه دمیړه څخه د طلاق او بیلتون د اخستو په وخت کې هم دا لوې خنډ ګرځي . دا ډول ټولو ښځو په دې خاطر دموروالي څخه نفرت پیدا کړې چې د ژوند څخه د پوره خوند اخیستلو له پاره هغوې ته د جنجال نه د خوندي پاته کیدو اړتیا ده . او ددې تر څنګ دکوچني په پیدا کیدو سره دهغوې په ښایست کې هم توپیر را پیدا کیږی .(Macfaddin, Manhood and Marriage)
په هر صورت لاملونه چې هر څه دي خو د (۹۰) په سلو کې د ښځو او میړونو تر منځ اړیکې داسې دي چې د هغې فطري پایلې ( دحمل منه کول ) د همدې وقایوې تدابیرو له لارې صورت نیسي او پاتې پنځه په سلو کې داسې پیښې دي چې هلته اتفاقا حمل صورت نیسي دهغوې له پاره بیا د اسقاط او دکوچنیانو د وژلو لارې پرانستي دي .
«لینډسي» وایې چې:[ په امریکا کې لږ تر لږه هر کال (۱۵) لکه کوچنیان دحملد اسقاط له لارې ضایع کیږی او په زرګونو نور کوچنیان د پیدا کیدو څخه وروسته وژل کیږي ].(۲۲۰م مخ)
پاته په اتمه برخه کې ولولئ...