دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت  کې دهغې اغیز: (۳)

نوې  اروپا:
کله  چې په  اتلسمه پیړۍ کې د اروپا علماؤ  او فلیسوفانو په ټولنه کې د وګړي د حقوقو په ملاتړ  خپل  اواز پورته کړ او د شخصې ازادۍ  شپیلۍ  یې   پوه کړه  نو دهغوې  په  وړاندې د تمدن هماغه غلط  نظام و  چې د مسیحې اخلاقي نظام او دژوند  د فلسفې او د فیوډالي سیستم ( Feudal System  )دمنحوس  او نا پاکه  مثلث  څخه  راټو کیدلې و.  په دې مثلث کې انساني روح په غیر فطري  زنځیرونو  کې  را نغښتې او دپر مختګ ټولې دروازې  یې ورته  بندې کړې وې . ددې نظام ماتولو او دنوې  نظام د  جوړولو له پاره  چې د نوې  اروپا  پوهانو   او معمارانو کوم نظریات وړاندې کړل  د هغې په پایلو کې د فرانسې لوې انقلاب  منځته را غې او دهغې وروسته د غرب تهذیب او تمدن د  پرمختګ  په  هغو  لارو  روان  شو  چې  اغیز یې  په ننې منرل  کې تر سترګو کیږي .
ددغه  نوې  دور   په پیل کیدو سره د ښځینه ټولنې د را پورته کولو له پاره  چې څه  وشول هغه په ټولنیز  ژوند  ډیر ښه اغیز  وکړ . د نکاح او د طلاق  دپخوانیو  قوانینو سختئ را کمې کړاې شوې . د ښځو اقتصادي حقوق   چې  پخوا  ترې  بلکل   اخستل  شوي و تر ډیره حده پورې بیرته ورکړل شو . او هغه معیارونه  اصلاح کړل  شو  د کومو  له مخې   چې ښځه ذلیله او سپکه  ګڼل کیده . د ټولنې په هغه قوانیو کې  چې  په کې ښځې یوازې د وینځې حیثیت  درلود ، اصلاح  وکړل شوه .  د لوړو ښونو  او روزنو  دروازې  لکه د  نارینه و  په څیر د ښځو  تر مخ  هم پرانستل  شوې   ددې  تدابیرو له مخې د ښځو   هغه وړتیاوې   چې د ټولنیزو غلطو  قوانیو او د  جاهلانه غلطو اخلاقې  تصوراتو په واسطه تر فشار لاندې راغلې و  بیرته  را وټوکیدل .  هغوې خپل کورونه   ښایسته کړل ،  په ټولنه کې  یې پاکیزه والې  را پیدا کړ  او د عمومې رفاه  له پاره  یې ډیر ګټور  کارونه تر سره  کړل . د عامه روغتیا پالنې  پر مختګ ،  دنوي نسلونو پالنه او روزنه  ، د ناروغانو پالنه ، کورني فنونو  ته وده ورکول .... دا ټول دهغه بیدارئ لومړۍ میوه  وه  چې د نوې تهذیب  په واسطه ښځو ته ور  رسیدلې وه . خود هغو  نظریاتو دمتن نه  چې دا  نوې غورځنک  را ټوکیدلې و  په  هغې  کې د هماغه  لومړۍ  ورځې  څخه د افراط   په لور میلان  موجود و. په  نولسمه  پیړۍ کې  دې میلان  په ډیره ګړندۍ توګه  پر مختګ وکړ او شلمې  پیړۍ ته په  رسیدو  سره  غربي ټولنیز   جوړښت د بې اعتدالۍ  یوې بلې انتها   ته ورسید.
دنوې غربي ټولنی درې اصول :
هغه لید  چې  د غربي ټولنې  بنسټ  پرې  ایښوول شوې   ددې  عنوانو  لاندې  څیړل کیږي:
I. د ښځو او نرو  تر منځ  برابروالې .
II. د ښځو اقتصادي  خپلواکي (Economic Independence)
III. ددواړو صنفونو  ازادان  اختلاط.
هغه پایلې  چې  د ټولنې د  جوړښت   له پاره  ددغه درې اصولو څخه  تر لاسه کیدل  غوښتل  هغه بلاخره  را په ډاګه شول.
1.  دبرابرۍ د اصل نه  دا  موخې تر لاسه  شوې  چې نر او ښځه  نه یواځې دا  چې  په اخلاقي  پولو او انساني  حقوقو کې  یو له بله سره  برابر دي  بلکه  د تمدن په پر مختګ کې ښځه  هم باید همغسې  رول ولوبوي   لکه  څنګه یې  چې نر لوبوي . اخلاقي بندیزونه  دې د ښځو له پاره هم همغسې نرم کړل شي  لکه څنګه  چې د نارینه و  له پاره  نرم کړاې  شوې دي .
 د مساوات او برابرۍ دغه  غلط آند ، ښځه د خپل  هغه فطري  دندو  څخه غافله او بې لارې کړه چې په  پایښت  پورې یې  دتمدن  او انسانیت  لړۍتړلې ده . اقتصادې ، سیاسي  او ټولنیزو  کړچارو د هغې شخصیت  په مکمله توګه په خپل ځان کې  جذب  کړ ، ټاکنیزو  منډو ترړو ، په  دفترونو او کارخانو کې ماموریت ، په ازدو  تجارتی او صنعتی معاملو کې د نارینه و سره مقابله ،  په سپورتي مسابقو کې  ګډون ،  د ټولنې په  تفریحې  کړو وړو  کې  فعاله ونډه ،  دکلب ، سټیج ، نڅا او سرود  مصروفیتونه ، دا  او داسې نور ، د نه ویلو شیان ،په هغې باندې  داسې  اغیز کړې  چې دهغې  د ازدواجي  ژوند  فعالیتونه  ، د خپلو کوچنیانو روزنه  ، دکورنۍ خدمت ، د کورنۍ  نظم او نسق او ..... ټول دهغې د عمل د ساحې  څخه بیرون  پاته  شول  بلکه په ذهني توګه یې د خپلو اصلي  او فطري مصروفیتونو  او وجایبو څخه  کرکه  پیدا کړه .
 اوس  په غربې  ټولنو کې  کورني  نظام  چې دتمدن  د بنسټ د تیږي  په څیر دې  په ډیره بده توګه د خپریدو او له منځه تللو  په لور  روان  دې . کورنې  ژوند  چې  په سکون او ډا ډ  یې  د انسان د کړو وړو   نشونما  تړلې ده ، عملا پایې ته رسیدلې دې .  دنکاح  ریښې  چې  دتمدن په  خدمت  کې د ښځې  او نر تر منځ د  اړیکو  غوره  لاره ده د غڼې د تار نه هم زیاته   کمزورې  شوې ده ، د نفوسو د ډیرښت مخنیوې د ولادت دکنټرول  ، دحمل  دضایع کولو او د مور په  رحم کې د کوچنې د وژلو  لارې  چارې او ...... داخلاقي  برابرۍ دغو غلطو  خیالاتو  د ښځو او نرو تر منځ د بداخلاقۍ  برابري  را پیدا کړې . هغه بې حیایي  چې  کله به  د نارینه و  له پاره هم د  شرم وړ  وو  اوس هغه  د ښځو  له پاره   بلکل د شرم  وړ نه بریښي .
2.  دښځو اقتصادي  خپلواکۍ  هغوې د نارینه و   څخه  بې پروا کړي دي ،  هغه پخواني اصول  چې  نر  دې یې  و ګټې او ښځه دې د کور نظم  جوړ کړي اوس په یوې نوې  قاعدې  اوښتې   چې ښځه او نر یې  دواړه  باید و ګټې  او د کور نظم بازار ته وسپارل شی . ددې بدلون  نه وروسته ، ددواړو په ژوندون کې د شهواني اړیکو پرته نورې کومې داسې اړیکې نه پاته کیږی  چې دهغې  په درلودلو سره  دوې  دواړه به یوځاې اوسیدو  مجبور کړي .  او ښکاره ده  چې یوازې  د شهواني غوښتنو پوره کول  داسې کوم  کار نه دې  چې دهغې له پاره  نر اوښځه  حتماٌ  خپل ځانونه په  تل پاتې اړیکو کې   را ونغاړی  او یا د یوې کورنۍ  په  جوړښت  سره ګډ  ژوند پیل کړي . هغه ښځه  چې خپله روزي په خپله پیدا کوې او دخپلو ټولو اړتیاو کفالت په خپله کوي  اوپه ژوند کې د نورو  ساتنې  او مرستي ته اړتیا و نه لري نو  هغه  به ولې  یوازې  د دخپل  شهواني تسکین  په خاطر د یوه  نر  پورې  ځان   تړي او یا  به  ولې  په خپل ځان  ډیر  دا ډول  قانوني او اخلاقي بندیزونه  عایدوي او ولي به   د یوې کورنۍ  د مسؤلیتون   په    بار  ځان  درونوي ؟  په  داسې  حال کې   چې د اخلاقي  برابرۍ  آند  دهغې له مخې   ټول هغه بندیزونه لرې کړي دي  چې هغې ته د ازدۍ او شهوت پالنې د لارو په  غوره کولو  کې خنډ واقع کیږي ؟ هغه د خپلو غوښتنو د تسکین  له پاره اسانه ، د مزو او خوندونو نه ډکه   لاره پرانیز ي او د مسؤلیتونو ، قربانیو  د دروند او ستونزمن بار څخه  ډکه د قیانوسي  زړه  اوپاتې  لار  (Old Fashioned) د خپلولو څخه ځان ساتي.  د ګناه  خیال د مذهب  سره یو ځاې له منځه تللې ، ټولنیزه ویره هم په دې اساس  چې  ټولنه اوس هغه د فاحشې او بدلارې ښځې  په نوم نه ملامتوي ، له منځه تللې ، اخري خطر   چې د یوه حرامي بچي  پیدا کیدل  و نو دهغې  څخه د ځان  ساتنې  لارې، د حمل د منه کولو  لارې اووسایل  شته  خو که  ددې وسایلو د استعمال  سره سره بیا هم  حمل  صورت و نیسي نو دهغې د اسقاط  او ضایع کیدو په  هکله هم کومه ستونزه نه پیدا کیږي  او که په هغې کې هم  بریا تر لاسه نه کړی  نو بیا په پټه خوله د کوچنی د وژلو  کار  هم  په ډیره اسانه توګه  کیدای شي  او که  چیرې د  مورنۍ  جذبې په اساس  چې «تر اوسه لا په پوره توګه له منځه  نه ده تللې »  کوچنې د وژلو او هلاکیدو  څخه  خوندی شي نو د حرامي بچي  په ساتلو او پیدا کولو  کي هم کوم  شرم  نه احساسیږي، ځکه  چې اوس یوازې د پیغلې  او ناجایز  بچي  په  هکله  دومره  تبلیغات   شوې  چې ټولنه هغه ته د  کرکې  په  نظر د کتو  جرئت  هم نه شي کولې او که څوک   داسې  جرئت  هم وکړې نو د «تیار فکري »  دالزام  لاندې  به را ځې .
دا هغه شیان دي  چې  د غربې ټولنې بنسټ  «کورنې نظام »  یې له بیخه  نړولې  . نن  په هر هیواد کې  په سلونو زره  ځوانې ښځې   یواځې  ژوند خوښوی ، او خپل  ژوند د ازاد  شهوت  له لارې  پرمخ بوزي ،ددوې تر منځ  یو شمیر  ښځې داسې دي  چې په عارضي  ډول د محبت د جذبي تر اغیز  لاندې واده کوی   خو څرنګه  چې د شهوانی اړیکو پردته د نر او ښځې  تر منځ کومې داسې اړونده اړیکې نه  دي پاته  شوې   چې  هغوې  په خپلو کې  د ازدواجي  ژوند په تیرلو  مجبور کړی نو په دې خاطر  د نکاح په تړون کې اوس کوم  پایښت   نه موندل کیږی .  ښځه  او میړه  چې اوس  یو د بل څخه  بلکل  بې پروا شوي دي د خپلمنځې  اړیکو  دمراعاتولو  په خاطر  هیڅ  ډول  جوړجاړې (Compromise ) ته تیار نه ښکاری . ښکاره ده  چې یوازې  شهواني  جذبات ډیر زر  سړیږي او بیا  لږ  اختلاف  او ډیر کله صرف  سړې اړیکي دهغوې تر منځ  د بیلتون  له پاره  بسنه کوي . همدا علت دې  چې  د ډیرو زیاتو نکاحګانو پاې  طلاق یا تفریق  ته رسیږي . دحمل مخنیوې ، اسقاط  ، د اولاد وژنه ، د پیدایښت په  سلنه کې کمښت او د ناروا  بچیانو ورځ په ورځ  زیاتیدونکې   شمیر  تر ډیره حده پورې دهمدې  لامل پورې تړلې دي .
بدکاري ، بې حیایې  او د خبیثه ناروغتیاو په پرمختګ او زیاتوالي  کې هم همدغې حالت ډیر زیات  رول  لوبولې دې ، دښځو او نرو  ازادانه  اختلاط  ، په ښځو کې د ښکلا  نندارې ، لوڅوالې ، بربنډ توب  او فحاشۍ  ته ډیره وده  هم  همدې  لاملونو ورکړې ده .
صنفي میلان (Sexual Attraction ) چې په فطري توګه د نر او ښځې  تر منځ  له مخکې  نه  شتون  لري  او پوره ځواکمن دی  ددواړو  اړخونو د ازادانه  اختلاط  داسانتیاو  سره چټک پر مختګ کوي او په داسې  یوې مخلوطې  ټولنه کې په طبیعې توګه  دا  جذبه  په  دواړو  صنفونو کې  ځواکمنه  کیږي  چې د مقابل  جنس  له پاره  خپل ځان  ډیر  جذبونکې  جوړکړي .  داخلاقي   نظریاتو د بدلون  وروسته دا کار عیب ناکه  هم نه دې  او په ښکاره توګه ځان  سینګارول او په زړه پورې(Attractive  ) جوړول  د خلکو  له نظره ښه ښکاري.  نو دحسن او  جمال د ښکلا دغه  ننداره  ورو  ورو  ټولې پولې او بندیزونه  ماتوی او دلوڅوالي او بربنډتوب  اخري حد ته   په رسیدو سره د ارام  ساه  اخلي . په غربي تهذیب کې اوس همدا  کیفیت  را پیدا شوې . د مقابل  لورې  د جذبولو له  پاره دمقناطیس  دغه  ځانګړتیاوې  په ښځینه  طبقه کې دومره زیاتې  شوې   او ورځ په  ورځ په  پر لپسې  تو ګه داسې زیا تیږی  چې د شوخ لباس  ، د رنګونو او سرخیو او سینګار په  نوی الاتو او سامانونو  دهغوې تنده نه ماتیږی. په دې خاطر هغه  بیچاره په  تنګ شي   او د خپل  لباس  څخه ځان  بیرون  را وکاږي .  ان تردې  چې کله کله  یو تار  هم په ځان  نه پریږدی او بل اړخ  ته د نارینه و  له لورې هم هر وخت د  « هل من مزید »  غوښتنه  وی  په دې خاطر  چې هغه  اور  چې په جذباتو لګیدلې هغه د حسن  په هرې بی حجابۍ سره نه مړ کیږي بلکې نور هم  ډیرښت  مومي او دنورې  بې  حجابۍ  غوښتنه کوي . دهغې غریبانو تنده  هم وخت په وخت  زیاتیږی . داسې  لکه څوک  چې  جل وهلي وي او د اوبو هر غړپ یې دتندې د ماتولو په ځاې ددې اور  لمبي نورې هم زیاتوی  .تردې حده چې  د زیاتي شهواني  تندې  څخه بې تابه ، هر وخت د هر ې  ممکني لارې څخه دهغې د تسکین سامان او وسایل را پیدا کوي .
دا لوڅ انځورونه ، دا شهواني کتابونه ، دا دعشق او محبت  قصې ، دا  لوڅه دوه ګونې نڅا ، د شهواني  جذباتو څخه ډک فلمونه .....اخر دا ټول  څه دی ؟ دا خو   ټول ددې اور د وژلو سامان  نه بلکې په اصل کې ددې  اور د لمبو  د نوروزیاتولو  سامانونه  دی  چې دژوند دغې  غلطې  تګلارې د  ټولنې د هر وګړي په  سینې کې ورټومبلې  دي . او بیا یې د خپلې دغې کمزورتیاو د پټولو به خاطر په هغې د هنر (Art  )نوم   ایښې دې .
دا  وېېنه (کوچني چینجیان ) په ډیره  چټکتیا سره د غربي ټولنو دژوند ځواکمني  خوري . ددې وېېنو د لګیدو  نه وروسته  هیڅ  قوم اوولس   خوندې  نه  پاته کیږي . دا ټول  هغه  ذهنې او  جسمانی  ځواکونه  یو په  بل  پسې  له منځه  وړي  چې  قدرت  انسانانو ته د ژوند  او پر مختګ  له پاره وربښلي دي . ښکاره  ده  چې کوم  وګړي  چې دهرې لورې  څخه په شیطاني محرکاتو کې را ګیروي او  جذبات  یې هره  لحظه د یو نوي تحرک او اشتعال  سره مخ کیږي او په  چا چي د سخت  هیجانی  چاپیریال   خپسکه راخپره شوي وي  او  د چا  لوڅ  عکسونه ، فحش   کتابونه  ،  راپاروونکې سندرې او  ګډې نڅاګانې  د مینې او محبت فلمونه ، زړه  وړونکې نندارې او د مقابل لورې څخه د لیدنې او ملاقاتونو  پر لپسې  زمینې دهغه  احساس  تل په  جوش  را ولي   نو  هغه به دکوم  ځایه   دامن ،سکو ن  او ډاډ هغه حالت په ځان کې  را پیدا کړي   چې د تعمیرې او تخلیقي   کارونو له پاره ورته اړتیا لیدل کیږی  او نه یوازې دا بلکه  ددغسې هیجاناتو په منیځ کې به  هغه ته او په ځانګړې توګه  د هغه  ځوان نسل ته  هغه  یخه  او دسکون  نه ډکه   فضا  له کومه او څنګه میسره شي  چې دهغې د اخلاقي او ذهني  قوتونو  د ودې  له پاره ورته اړتیا ده .
دانساني فکر دردونکی سرغړونه :
ددرې زره کلن تاریخي  لوړتیاو  او ځوړتیاو  او  لوړو   او  ژورو  دغه پر لپسې  داستان د ځمکې د یوې سترې  برخې پورې اړه  لري  چې د پخوا څخه ددوه سترو  تهذیبونو  زانګو  شمیرل کیږي  او اوس  هم دهغې  د تهذیب   ډنډورې  په نړۍ کې  وهل کیږي .  همدا  ډول افسانې په  مصر ، بابل  ، ایران او څه نورو هیوادونو کې هم شتون  لري او پخپله زمونږ په  هیواد  هندوستان (دا  کتاب  د هندوستان د ویش نه مخته  لیکل شوې دې )   کې هم دپیړیو پیړیو  را هیسې په همدغه ډول  افراط او تفریط  سره شتون لري  او  دغه  هیواد ېې  په  خپل ځان کې  را  نغاړلې  دې .
 له یوه اړخه  ښځه  خدمتګاره  او  نر دهغې مالک او بادار  دې  ، هغه  په  کوچینوالي کې د پلار  ، په ځوانۍ کې د میړه  او په  کونډتون  کې  د اولاد   مملوکه وی . هغه د میړه په خاطر دهغه  د مړي  سره یو ځاې  په  اور کې سوځول  کیږي ، د وراثت او ملکیت د حقوقو  نه بې برخې شوې . په  هغې د نکاح داسې سخت  قوانین  ورتپل   شوې  چې دهغې  له مخې هغه دخپلې  خوښې  او رغبت  پرته یو نارینه ته  ورحواله کیږي او بیا د خپلې  اخري سلګۍ پورې دهغې د ملکیت څخه نه شې وتلاې . همدا راز  هغه د یهودو او یونانیانود ګروهو   په څیر د ګناه  ، اخلاقي او روحاني  ذلت  مجسمه ګڼل کیږي او دهغې د ځانګړي  شخصیت د منلو څخه انکار کیږي .  خو د بله اړخه  کله چې د هغې په لور د محبت په  نظرکتل  کیږي  نو بیا د  حیواني  غوښتنو له پاره د لو بو اله  ګرځي .  هغه  د نر په اعصابو باندې سپریږي ، داسې  سپریږي  چې په خپله  هم ډوبیږي او ټول  ولس  هم له ځانه سره  ډوبوي .  دا  د شرم  د ځاې (دتناسل  د الې ) عبادت  کول  او په  عبادت ځایو کې  لوڅې مجسمې درول، دا مذهبي فحاشي (Religious Prostitutes )، دا دهولي لوبې  (Holly Play   دهندوانو درسم رواج یوه لوبه  ده چې ښځې او نر په کې یو د بل سره یوځاې نڅاوې  کوي او یو په بل رنګونه  شیندی او .....) او  ددریابونو نیمې  لوڅې( او یا پوره  لوڅې  )  لامبوګانې   اخر دکوم  شي یادونه  ده ؟
که چیرې دا ټول  داستان  په غور  سره وکتل شی نومعلومه به شي  چې د ښځې  په هکله دعدل  ټکې میندل ، او په هغې پوهیدل ، او په  هغې  باندې   ټینګ  دریدل   د انسان  له پاره  څومره ستونزمن  ثابتیږي .  دعدل  نقطه  دا هم  کیدای  شي  چې د یوه اړخه  نه ښځې  ته دخپل  شخصیت او وړتیاو  د ودې پوره  فرصت  په لاس ورشي او ددې وړ  وګرځی  چې د ډیرو پر مختللو صلاحیتونو سره یو ځاې د انساني تمدن په ارتقاء  او پر مختګ  کې خپله  ونډه ادا کړې  او له بله  اړخه د اخلاقي تنزل  او انحطاط  ذریعه و نه ګرځي او  نه د انساني تنزل  له پاره دتباهۍ  اله   جوړه شي .  بلکه د نر سره یوه سوی ځاې   ورته د تعاون  او بسپنې داسې  لارې و ټاکل شي  چې  ددواړو  ګډ عمل د تمدن له پاره صحتمند  واقع شي . دعدل  همدغه  نقطه  ده چې نړۍ یې د موندلو پسې د پیړیو پیړیو  راهیسې  سرګردانه ده  ، خو تر اوسه  پورې یې په موندلو نه دې  بریالي شوې  . کله د یوې  انتها  په لور درومي او دانسانیت پوره نیمه برخه  بیکاره ،په تورور  تروږمیو کې  پریږدي او کله بیا  دبلې انتها په لور درومي او د انسانیت  دواړه برخې را یو ځّاې کوي او د پرزیدو او ډوبیدو  په لور یې بیایې .
اما د عدل  نقطه  ناپیدا  نه ده  ، شتونه  لري ، خو د زرګونو کالود  افرا او تفریط  تر منځ  د ګردش کولو په اساس دخلکو سرونه د ومره  ګنګس  شوې  چې ددې نقطي  په مخته را تلو کې یې هم نه شې پیژندلاې او نه په دې پوهیدلاې شي   چې دا هماغه  مطلوب  شې دې  چې  زمونږ فطرت  یې د میندلو په لټه کې و . کله چې  دغه رښتیا او حقیقت ورته مخته راځې  نو مخ  ترې  اړوي  په  هغې باندې ډول ډول  اوازونه  کوی او د  چا سره  چې  هغه  په نظر  راشي نوبیا دهغې د شرمولو  هڅې کوي . ددې مثال دهغه کوچنی  په څیر  دې   چې   د ډبرو د سکرو په  کوم کان کي پیدا شوي وی  ، هملته د ځوانۍ  عمر ته رسیدلې وي  نو څرګنده  ده  چې هغې ته  هماغه  اوبه  او هوا   اوهماغه توره تیاره فضا  یو فطري  شې  ښکاري . خوکله  چې  هغه د کان  څخه  بیرون  را  وویستل شي  نو د طبیعت  په پاکیزه فضا کې  چې هر شې ویني نو حتماٌ به یې د لمړي  ځل  له پاره په لیدلو  دحیرانتیا   سره مخ کیږي . خو انسان اخر انسان دې دهغې سترګي به  د سکرو د کان د  چت او د ستورو د ډک اسمان تر منځ د توپیر د محسوسولو  څخه    تر کومه وخته انکار  وکړاې شی . دهغې  سږي  به تر کومه د  ناولې او چټلې  او دپاکۍ او صافي هوا  تر منځ  توپیر نه کوي ؟
داوسني وخت  مسلمان :
که د افراط او تفریط په کږه لاره کې  ولاړه،  لالهنده  او سرګردنه نړۍ ته څوک د عدل او انصاف  په لور لارښوونه کولاې شي  نو هغه  یوازې  مسلمان دې . ځکه  چې دهغه سره د ټولنیز ژوند د ټولو  غوټو دخلاصون  او پرانستو  د حل  لاره  شته خو د نړۍ د بدنصیبۍ یو عجیب  او دردناک اړخ  دادې  چې د هغه   چاسره  چې  د دغې تیارې  څرا غ او روښنایې موجوده  ده  هغه کمبخت  پخپله د  شپې ړندیدو(شبکورۍ) په ناروغۍ اخته  شوې . نورو ته لار ښوونه  خو پریږده   پخپله  د ړندو په څیر تنیدوکونه خوري او دهرې بې لارۍ پسې منډې وهي .
دپردې  یا حجاب  اصطلاح  چې د کومو احکامو د مجموعي عنوان  په توګه  استعمالیږي  په اصل کي هغه  داسلام د ټولنیز نظام په خورا مهمو  برخو مشتمل دې که  ددې مکمل او   بشپړه  نظام په قالب کې دغه احکام په سهي ځاې  کې  کیښول  شي  نو هغه وګړي  چې لږ هومره هم  د فطریي  لید او بصیرت  خاوندان وی په دې  داعتراف  کولو  پرته  نه شي پاته کیداې  چې په ټولنیز  ژوند کې  له دې پرته د اعتدال  او برابرۍ  بله کومه لار  نه شته او  که  چیرې  دا ضوابط  د خپل  اصلي روح  سره یو ځاې د ژوند برخه و ګرځې  نو په هغه  باندې نیوکه  کول خو پریږده  چې په  مصیبتونو کې ککړه او پریوتې نړۍ به د سلامتیا  دغې سر چینې ته  په خپله  را منډې  وهي او دهغې  څخه  به دخپلو  ټولنیزو ناروغیو  دوا  تر لاسه کوي . خو دا کار به څوک کوي ؟  چا  چې  دا کار کولاې  شو  هغه  پخپله د یوې  مودې را هیسې  په ناروغتیاو کې ککړ دې .
 راځئ  چې  دمخکې تللو  دمخه دهغې د ناروغتیاو په هکله هم لنډه  څیړنه وکړو.
تاریخي شالید:
داتلسمې پیړۍ  اخري او د نولسمې پیړۍ لمړنۍ  ورځې وې  چې د لویدیځوالو د ښکیلاک سیلاب د طوپان په څیر په اسلامي هیوادونو  وروخوت او په لږ وخت  کې   یې  له ختیځه    تر  لویدیځه په ټوله اسلامي نړۍ خپلې کرغیړنې وزرې  خپرې کړې او د نولسمې پیړۍ تر نیمایې پورې ډیر  اسلامي  هیوادونه د اروپا غلامان  شوې و. او څه  چې  لا تر دې وخته  غلامان  شوې نه و نو د ویرې او  مغلوبیت ژوند یې تیراوه . کله  چې  دا بدلون  سرته ورسیدنو د مسلمانانو سترګې هم په غړیدو  شوې  . هغه ولسي غرور  چې  اسلامي   امت  ته  په  نړۍ باندې  دسلونو کالو بریالي  حکومت  کولو په بایلو کي  په پوره فخر سره ور په برخه شوې و هغه  یو دم دخاورو سره خاورې  شو او دهغې شرابي په څیر وګرځید چې د شرابو   نشه    یې د یوه ځواکمن دښمن  د پر لپسې وهلو  ټکولو په واسطه له  سره وتلې وي  او اوس  یې خپلې ناکامې او د فرنګیانو د سوبو په لاملونو باندې غور  شروع کړې وي . خو لا تر اوسه  یې ماغزه  ځاې ته نه و  راغلي  او خپل توازن  یې  لا نه و  برابر کړې  چې د بدلون نور توپانونه یې مخې ته  را پورته شول .
له یوې خوا د ذلت هغه قوي احساس و  چې ددې حالت  د بدلون  غوښتنه  یې کوله  او له بلې  خوا د پیړیو راهیسې  دهغې  ارام  غوښتنې او هوسایې  غوښتنه وه  چې د بدلون  تر ټولو  آسانه او لنډه  لار یې  لټوله او له  دریم پلوه دتفکیر هغه  زنګ  وهلي او له کاره  لویدلې  ځواکونه وو  چې د پیړیو راهیسي  شنډ شوې و او  ورڅخه  کار نه اخستل کیده او تر دې ټولو زیات هغه مرغوبیت او  ویره وه  چې په  هر ماتې خوړلي او غلام  قوم کې  په طبیعي توګه را ټوکیږي ، دې مختلفو  لاملونو اصلاح  غوښتونکی مسلمانان په ډیرو عقلي او علمي بې لاریو کې  اخته کړل . دهغوې   زیات شمیر وګړو دخپل  وروسته والي او د اروپا  د پرمختګ  ریښتوني  عوامل و نه شو پیزندلاې او  چا چې هغه  پیژندل  په هغوې کې دومره  ځواک  ، همت ، او  مجاهدانه  روح نه و  چې  د پرمختګ  هغه سختې لارې خپلې کړي، او ددې اخوا ویره پرې  یو  اضافي  بارو . نو ددغه وران ویجاړ   او ماتې خوړلي  ذهنیت سره  هغوې ته د پرمختګ اسانه لاره   دا ښکاریده  چې  خپل  ژوند  د غربي تمدن په رنګ  کې رنګ  کړي او دهغې هیندارې  په څیر شي  چې   په هغې کې د باغ او بهار ښکلې  نندارې او مناظر  ټول موجود  وي خو به حقیقت کې نه  باغ وي او  نه بهار .
ذهني  غلامي:
د همدې کړکیچن حالت په وخت کې د غربي لباس ، غربي ټولنیزو اړیکو ، د غربي دودونو او لارو  چارو  خپلول  پیل  شول  او  ان تر دې   چې په خبرو اترو کې  به  هم د غربي ټولنې  نکل  او پیښې کیدلې؟
په غربي قالبونو کې    د اسلامي ټولنې د وراچولو  هڅې  ګړندۍ  شوې .   پرته له پوهې او درک  نه  ،الحاد ، دهریت او ماده پالنه  د یوه فیشن  او  رواج  په څیر  خپله  کړاې شوه . هر خام یا پوخ فکر  به  چې د غرب  نه  را ته  ، دهغې په پټو سترګو  منل او په خپلو علمي  غونډو کې  هغه  د بحث او څیړنې  لاندې نیول د یوه  روڼ  اندي   له پاره  اړین ګڼل کیده .  شراب ،  جواري ، لاتري ، ګډې ځغاستې  ، تیاتر ، ډانس  ، نڅا   او سرود   د  غربي ټولني  نورو   ثمراتو سره یوځاې   لاس په لاس اخیستل کیده . د اخلاقو ،ټولنیزو  اړیکو ، اقتصاد ، سیاست ، قانون او ان تر دې  چې د مذهب  او عقایدو او عبادتو  په اړوند  ټولې  غربي تګلارې  منل کیدې اوداسې  بریښیدې  چې دا  ګویا د اسمان څخه  را  ښکته شوې  وحې ده  چې د هغې په وړاندې د اوریدو او منلو( سمعنا وا طعنا) د  ویلو پرته بلکه کومه  چاره نشته . د اسلامي تاریخ   پیښو ، د اسلامي شریعت   د احکامو او د قران  او نبوي احادیثو د ارشاداتو  څخه  به  چې په کوم   اصل  د اسلام دښمنانو  نیوکه  کوله  او د نفرت په  سترګو به  یې ورته کتل په هغې باندې مسلمانانو  هم د شرم احساسول  پیل  کړل او هڅه یې  پیل کړه   چې د اسلام د لمنې  څخه دا داغ په  څه  توګه  پریمنځي . دنمونې په توګه   هغوې په  جهاد  نیوکه  وکړه  نو دوې   وویل   چې مونږ  چیرته او  جهاد   چیرته ؟  هغوې  په غلامۍ  نیوکه وکړه ، دوې وویل  چې  غلامي زمونږ  له اړخه  بلکل  ناروا  ده . هغوې  له یوه  څخه  په ډیرو  ودونو   نیوکه وکړه  ، دوې فورا  د قرآن  په یوه ایت د نسخ  خط   را کش کړ ،  هغوې وویل  چې د ښځې او نر تر منځ مکمله  برابري په کار ده ، دوې وویل  چې دا خو زمونږ   دین دې . هغوې د نکاح  او اخلاقو په قوانینو نیوکې و کړې  ، دوې  سمدستي په هغوې کې د ترمیم عمل  پیل کړ ، هغوې وویل  چې  اسلام د هنر  (Art  )دښمن دې نو دوې وویل  چې اسلام خو تل د ګډا  ، نڅا ، سندرو او انځورۍ ( رسامۍ )او بت  جوړولو   پالنه کړې ده .
دحجاب  دمسئلې  پیلامه :
دمسلمانانو په تاریخ کې دا دشرم  نه  ډکه  دوره  ده .  همدغه   دوره   ده  چې د پردې پر موضوع  بحث  پیل شو . که  چیرې پوښتنه  یوازې  همدومره واې چې  په اسلام کې د ښځې  د ازادۍ له پاره څومره  حدود  ټاکل شوي نو ځواب  به یې هومره ستونزمن  نه و  لکه  څومره  اختلاف  چې په دې مسئله کې لیدل کیږي . هغه  یوازې د مخ  لاسونو د ښکار کولو د  جواز او نه  جواز  پورې اړه  لري  او دا څه دومره  ډیره  د اختلاف  وړ  موضوع  نه  ده . خو په اصل کي دلته خبره بله ده  ځکه  چې په مسلمانانو کې  دا مسئله  په دې خاطر  را پیدا شوې    چې  اروپایانو   پردې او نقاب  ته  په کرکه کتلي او پخپلو لیکنو کې یې دهغې  ډیر  خراب او بد  انځور د لوستونکو مخته  ښکلې  او د اسلام د عیبونو په  لړ لیک  کې  یې دښځې  «بندې کولو » ته  یو ځانګړې ځاې ورکړې . اوس  څنګه  ممکن وه  چې مسلمانانو د خپل دود او رواج  مطابق په دې کار دشرم احساس  نه وې کړې .  په دې اساس  هغه څه  چې  هغوې د جهاد  ، غلامۍ ، او یا د ښځو د  شمیر په هکله او یا د همداسې نورو مسایلو په هکله  تر سره کړي و نو همغسې یې ددې مسئلې  سره  هم وکړل .   د قرآن  ، احادیثو او مجتهدینو کتابونه  یې په دې خاطر پاڼه پاڼه  واړول  چې  وویني   چې  هلته په اصطلاح  ددې  « بدداغ»  د پریمینځلو  له پاره څه پیدا کیږی او  که نه ؟   ښکاره ده چې ځینې  علماو  د لاس او مخ  د ښکاره پریښوولو  اجازه ورکړې  ، دا هم په ډاګه  شوه  چې ښځه  د خپلو  ورځنیو اړتیاو په خاطر دکوره وتلای  شي او دا  هم په ډاګه شوه چې  د  جنګ په ډګر کې په زخمیانو پټۍ  لګولې  شي  او هم مجاهدینو ته اوبه  ور  رسولې شي . مسجدونو ته  د  لمانځه داداء کولو   له پاره  او هم د پوهې او د زده کړې او یا  درس  او تدریس  په خاطر د تللو اجازه  هم ورته   شتون لري  . بس  همدومره موادو  ورته  پوره  وو  چې ووایې  اسلام ښځې ته پوره ازادی ورکړې .  پرده  یوازې  یو  جاهلانه  رسم او رواج دې  کوم  چې  تیاره ذهنو او تنګ آندو مسلمانانو د لمړیو پیړیو را هیسي  خپل کړي  .  قرآن او حدیث  د پردې د حکم نه خالي  دی هغه یوازې د شرم او حیا اخلاقي  ښوونه  اوروزنه کوی . کوم داسې  چوکاټ نه دې  جوړ شوې  چې دښځې پر تګ  راتګ کوم  بندیز  و  لګوي .
بنسټیز  لاملونه :
دا د انساني فطرت  کمزورتیا  ده  چې کله د ژوند په  چارو کې کوم  مسلک او لاره  غوره کوی  نو په عمومي توګه  د هغې  پیل  د یو احساساتي  غیر عقلي  میلان  په واسطه کوي  او بیا د خپل  دغه میلان د معقول  ثابتولو په خاطر  د  عقل او استدلال  نه کار اخلي .
د پردې په هکله  هم همداسې  حالات  را مخته  شول . دهغه دبحث  پیلامه د کوم عقلي یا شرعي  اړتیا و  په احساسولو  سره و نه شوه  بلکه د هغو تمایلاتو  له مخې  وشوه  چې  د یوه برلاسی قوم د خوشحاله تمدن  تر اغیز  لاندې  او داسلامی تمدن  پرخلاف  دهمغه ولس د تبلیغاتو او پروپاګنډ  څخه د ویرې به  پایلو کې را پيدا شوې و .
زمونږ  اصلاح پالو او ښیګڼپالو وګړو  چې  کله د ویرې او دهشت  نه  په  څیرو   سترګو دفرنګي (انګلیسي ) ښځو ښکلا او نندارې ،دهغوې ازادنه  تګ  را تګ   او په فرنګي ټولنه کې دهغوې کړو وړه  لیدل  نو په غیر عادی توګه دهغې په زړونو کې   هیله  پیدا  شوه  چې  ارمان  دې  چې  زمونږ ښځې هم  همداسې  شي ، تر څو زمونږ تمدن  هم د فرنګي تمدن سیال  وګرځي .
 بیا نو هغوې د ښځو د ازادۍ ، دښځو د ښوونې او  روزنې  او دښځو او نرو تر منځ د برابرۍ د هغو  نوو  آندونو  څخه   هم اغیزمن  شول  چې د  ځواکمنې  تلیغاتي ژبي  او  د غوره   چاپ او  خپروني  سره یو ځاې د باران په  څیر   په پر لپسې توګه  پر هغوې  را وریدل .  دغې   خپرنیز ځواکممنتوب  د هغوې د تنقید ځواک بې  حسه کړ  اود هغوې په وجدان  کې یې   دا خبره    ورننویسته   چې په دې  آندونو  باندې  بالغیب  ایمان  راوړل  او په لیکنو او ویناو کې دهغوې وکالت  کول او دهمت او جرئت په اندازه په  عملي  زوند کې هم دهغې  رواجول  به دهر  هغه  وګړي  له پاره اړین وي  چې  خپل ځان   روڼ اندې  ګڼي اود  تیاره  آندۍ د ناوړه تور نه   ځان  ژغورل  غواړي .
د نولسمي پیړۍ په  اخري وختونو کې دښځو د ازادۍ تر نامه لاندې   چې کوم غورځنګ په مسلمانانو کې  پیل  شو دهغې اصلي  لاملونه همدغه  احساساسات   او میلان و. د ځینو خلکو په تحت الشعور کې دا  جذبه پټه وه  او هغو  ته پخپله هم دا خبره  روښانه  نه وه  چه په اصل کی کوم  شیان هغوې د  دغې تحریک  لورې ته را کاږي  . دا خلک اصلاٌ دخپل نفس په غولولو کې  اخته دي خو ځینو نورو ته  دخپلو  جذباتو پوره احساس و خو  هغوې  ته  دخپلو  اصلي  احساساتو په را څرګندولو کې  شرم  محسوسیده . دوې په خپله  غولیدلي نه و  خو غوښتل یې نړۍ په غولونه اوفریب کې  وا چوي .  په هر صورت  دواړو ډلو یو کار  وکړ او هغه دا چې  د خپلو  جذباتو  بنسټیز  عوامل  یې  پټ  او د یوه   احساساتی  غورځنګ  پر ځاې  یې د یوه عقلي  خوزښت   د جوړولو  هڅی پیل کړې.
دښځو روغتیا ، دهغوې  عقلي  او علمي  ارتقاء ، دهغوې  فطري او پیدایښي  حقوق ، دهغوې  اقتصادي ازادي، د نارینه و  د تیری  او  تجاوز  څخه د هغوې  خلاصون ، او د ولس د نیمایې  برخې په توګه  دهغوې په پرمختګ د ټول  تمدن  د پرمختګ  انحصار  او همداسې نورې  حیلي او بهانې  چې نیغ په نیغه د اروپا  نه  را  وراریدې دې  ددې  غورځنګ په تائید کې  را وړاندې کیدلې . تر څو عام مسلمانان په فریب کې  ولویږي .او دا حقیقت  د هغوې مخته  را بربنډ نشی  چې ددې  غورځنګ  اصلي  موخې په هغه  لاره  دمسلمانانو  ښځو  بوول  دي  چې  د اروپایانو ښخې په کې روانې دي.  همدا   راز  دا غورځنګ په اقتصادي  نظام کې  هم  دهغو لارو پیروي کوي  چې په   هغه وخت کې   په فرنګي ولسونو کې  رواج  وې .
ترټولو زیاته غولونه  :
تر ټولو زیات بد او ناکاره  فریب  چې په دې لړ کې مسلمانانو ته  ورکړل  شوې دې هغه د قرآن او احادیثونه  په استدلال  سره دا غورځنګ  د اسلام  موفق  ښوول  دي.
  حال دا چې د اسلام او غربي  تهذیب  په  موخو  او د  ژوند  په  دود  کې د ځمکې او اسمان  هومره  توپیر   شتون  لري   . داسلام  موخې د انساني  شهواني ځواک  د اخلاقو په  جوکاټ  کې په  داسې توګه  را نغاړل   دي  چې د بې ځایه  ضایع کیدو څخه و ژغورل  شي  او دیو    پاک  او  صالح تمدن  د  جوړښت  له پاره په  کار وا چول  شي  .  برعکس  د غربي تمدن موخې دادې  چې د ژوندانه  په ټولو  اړخونو کې  د ښځې او نر په  برابر ګډون  سره د مادي پر مختګ   مزل  نور هم  ګړندې  کړل  شی . او ددې تر څنګ  شهوانی  غو ښتنې په داسې  فنونو او مصروفیتونو  کې استعمال کړاې  شی  چې د ژوند  ټولې ترخې په خوندونو  او لذتونو   باندې  تبدیل کړی .
 د مقاصدو او  اهدافو د اختلاف  لازمي  پایلې   دادي   چې د ټولنیزو اړیکو په لارو    او طریقو کې هم د اسلام  او غربي تمدن  تر منځ  پوره  توپیر موجود  وي . اسلام د خپل   مقصد  او  هد ف  له اړخه د ټولنیزو اړیکو داسې نظام  جوړ کړې  چې په کې د  نر او ښځې دکار ډګرونه تر ډیره حده پورې    جدا کړل  شوي  .   په  دې  نظام کې ددواړو  صنفونو د ازادانه  اختلااط  مخنیوې  شوې او ټولې هغه لارې  چارې او وسایل  یې بیخي د ریښونه غوڅ  کړي  چې  ددغه ډول نظم وضبط  د له منځه وړلو سبب ګرځي . خو د بله اړخه هغه مقاصد  چې غربی تمدن یې په طبیعي توګه مخته لري   دا غوښتنه لري  چې  دواړه  صنفونه  ( نر او ښځه  )  د ژوند  یوازې   یوه ډګر ته را ټول کړي او دهغوی  تر منځ ټولې هغه پردې  له یوه مخې لرې کړي   چې دهغوې  د ازادنه ا ختلاط  او تعامل تر منځ  بندیزونه را پیدا کوي  او هغو ې ته یو دبل د ښایست او صنفي کمالونو څخه دخوند او لذت  اخیستوڅخه  نه  پای  ته رسیدونکې  مواقع  را پیدا کوي .
اوس هر دعقل  خاوند په دې پوهیداې شی  چې هغه  وګړي  که  له یوه اړخه دغربي تمدن  پیروي کوي او د بله اړخه  د اسلام ټولنیز  قوانین  دخپل  ځان  له پاره د حجت او دلیل په څیر وړاندې  کوي نو هغوې څومره په خپله په فریب  کې ډوب دي او یا نور خلک په کې  ډوبول  غواړي . په اسلامي ټولنیز  ژوند کې د ښځې  له پاره دازادۍ اخري حد دادې  چې د اړتیاو په وخت کې  مخ او لاسونه  ښکاره کولي شی او دخپلو  اړتیاو په خاطر   له کوره  وتلاې  شي  خو دا خلک  هغه اخري حد خپل  ځانته د سفر پیلامه ګرځوی   یعنې هلته  چې په  تلو سره اسلام ددریدو  حکم  کوي دوي تګ  پیلوي . او تر هغې حده  پورې مخته ځې  چې  حیا او شرم  یو لورې  ته  ږدي او یوازې د مخ لواڅوالي نه بلکه خپل  ښایسته غړي د لوڅو اوږو اوسینو( تیونو) سره  یو ځاې دخلکو د سترګو تر مخ  وړاندې کوي او دخپل  جسم پاتې ښایست هم په داسې نازکو لباسونو کې  را نغاړي  چې تر څو هغه  څه  چې د نارینه و د  شهواني تندې د ماتولو سبب کیږي ترې په ښه توګه رابرسیره شي .   بیا ددې ډول  لباسونو او زیب  و زینت  سره یوازې دخپلو محرمانو تر مخه نه بلکه  د ملګرو غونډو او ګډو  محفلونو  ته ښځې ، لورګانې او خویندې وړل کیږی  او هغوې ته  د پردیو سره دخبرو ،خندا کولو ، سندرو ویلو ،  نڅا  او رقص کولو او بالاخره په لوبو کولو کې داسې   ازادي ورکول کیږی  چې یوه  مسلمانه   ښځه یې دخپل  سکه ورور سره  هم   زغم  نه شې کولاې ، دکوره د وتلو اجازه   چې د ځانګړي  اړتیاو او  پوره ستر او حیا د شر ط  سره  یو ځاې ورکړل شوې  هغه په هغه بې باکه  «ساړیو »( یوډول هندې  لوې څادردې  چې دهندوستان ښځې  یې له ځانه داسې را تاووي چې د ګیډې  او شا  برخې  یې  لوڅې  پاته کیږی  )  او نیمو  لوڅو بلاوزرو  او دبې باکه او بې حیا   نظرونو سره په سړکونو د ګرځیدو  په پارکونو کې د تفریح ، د هوټلونو په  چکرونو   او دسینماګانو په  سیل  کولو کې  استعمالیږي . د ښځو  له پاره  چې  د کورنۍ  چارونه  پرته په نورو امورو کې کومه  ګټوره  مشروطه ازادی په   اسلام کي  ورکړل شوې ددې له پاره  ددلیل په  توګه وړاندې کوي  چې مسلمانې ښځې دې هم  د فرنګي  ښځو په څیر کورني ژوند او د هغې مسئولیتونو ته  طلاق ورکړي اود سیاسي  ، اقتصادي  او ټولنیزو کارونو   په هر ډګر کې دې د ناروینه و  سره یو ځاې منډ ترړې  ووهي .
دا خو د هندوستا  حالت  دي خو په مصر ، ترکیه اوایران کې سیاسي ازادي  لرونکې  ذهنی غلامان  ددې  نه لس  قدمه وړاندې تللې . هلته مسلمانې ښځې همغسې لباس اغوندي  لکه په اروپا کې  چې  اغوستل کیږی تر څو په اصل او نقل کی کوم توپیر رانشي  او ددې نه یو  څو قدمه ور وړاندې د ترکیې د ښځو  عکسونه په نیم بربنډ حال کې خپریږي  چې دسمندر په  غاړه  دغسل په لباس  کې  لامبي  . هغه لباس  چې په هغې کې  د وجود  درې برخې ښکاره او یوازې  یوه کوړچنۍ  برخه داسې پټه  شوې  وي  چې د جسم  ټولې  لوړې ژورې یې د لباس  څخه په ډاګه  ښکاري .
ایا قران کریم او احادیثو  څخه  د ژوند دداسې شرمناکې  طریقې او دود  کوم  جواز په لاس راځي ؟
کله  چې تاسې په دې لارو روان یاست نو بیا په ډاګه اعلان وکړئ  چې  داسلام او دهغې  دقانونو څخه سرغړونه کوو . دا څومره ذلت،  منافقت او بد دیانتي ده  چې دکوم ژوند دود او ټولنیز نظام او دهغې  اصولو، اهدافو او  عملي اړخونو  ته  چې   قران  حرام وایې تاسې په ښکاره توګه  خپلوئ  مګر  په دې لار کې تر هر څه  لومړې د قران نوم اخلئ   تر څو په دې تر تیب  نړۍ په  دې دوکه  کې وا چوئ  چې پاته قدمونه به مو هم  د قران مطا بق  و ي .
پاته  په څلورمه برخه کې ولولئ.....