
۱۳۹۳/۳/۲۸
د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو ریاست له لورې د مور نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې،چې په ولایت مقام کې جوړه شوې وه،ونمانځل شوه .
جوړې شوې غونډې ته،چې ګڼ شمېر میندو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو،د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي د مور د ورځې له په مناسبت ټولو میندو ته مبارکې ورکړه.
نوموړی زیاته کړه،روان کال د مور د نمانځنې ورځ په داسې حال کې پوره کیږي،چې په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره دواک لیږد په سوله ییز ډول د خلکو د رایو په وسیله انتقال کیږي .
هغه د میدان وردګو ولایت د ټولو میندو څخه مننه وکړه،چې خپله او د کورنۍ غړې یې په ټاکنو کې ګډون کولو ته وهڅول او په خپله برخه کې یې دغه بهیر په بشپړ ډول بریالی کړ.
د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو رئیسې اغلې وحیدې ښکلې د ښځو چارو وزارت مقام پيغام ولوست،چې په کې ټولو میندو ته د دغه ورځې مبارکې ویل شوې وه.
په دغه پېغام کې همدا راز د ټاکنو په خپلواک کمیسون او دواړو نوماندانو باندې غږ شوی وو،چې د دوی رایو ته په بشپړ ډول احترام وکړي .
همدا راز په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو والې له لورې میندو ته یو شمېر توکې،چې په کې د پخلنځي توکو سربیره،کالي،راډیو ګانې او نورو توکې شامل وو، د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
د میدان وردګو ولایت ښځو چارو رئیسې اغلې وحیدې ښکلې د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې هر وخت یې د دوی سره همکاري کړې او د مور نړیوالې ورځې د نمانځنې په ترڅ کې یې د دغه ولایت سلګونه میندو ته ډالۍ هم برابرې کړې وې .
په ورته وخت کې د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له یو شمېر ځوانانو سره د لیدنې پرمهال هم د بېلابېلو توکو مرسته وکړه .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند