خوست: دشمالي وزيرستان مهاجرين به سر له سبا څخه تعين شوي کمپ ته انتقال شي

د ډيورېنډ د فرضي کرښې هاخوا په شمالي وزيرستان کې د جنګونو او ناامنيو څخه سلګونه وزيرستاني کډوال چې خوست ولايت ته راکډه شوې او دا مهال په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې له ځايي خلکو سره مېشت دي، د ټاکل شوې کمېسيون له خوا دې په خورا عزت سره  هغه سيمې ته انتقال شي، چې د ولايتي  ادارې له خوا ورته د کمپ په موخه تعين شوي ده، ترڅو ولايتي اداره وکولى شي، چې د دوى لپاره انساني او بشري وړ خدمات سرته ورسوي.
دا څرګندونې د خوست ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې خوست والي عبدالجبارنعيمي په ډاګه کړې.نوموړي وويل دا چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو او جنګ جګړو له امله د فرضي کرښې له پورې غاړې څخه وزيرستاني کډوال راوښتي، دخوست ولايتي اداره يې د افغان حکومت د پالېسۍ سره سم هرکلى کوي او د ولايتي ادارې ټول ارګانونه به د ځانګړي مېکانېزم او طرزالعمل سره سم ددوى سره هرنوع انساني او بشري مرستې ترسره کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل دغه سلګونه کډوال چې په ډېر سخت حالت کې ژوند لري، بايد ټاکل شوې کمېسيونونه تعين شوې کمپ ته هرڅومره چې ژر کيږي،ټولو کډوالو ته  د څښلو د پاکو اوبو د ورسولو  لپاره د اوبو ټانکرونه توظيف شي، ترڅو هره ورځ په وخت سره ټولو مهاجرينو ته د پاکې اوبو اسانتياوې برابرې شي.همدارنګه د خېمو، ترپالونو،کمپلو، خوراکي او غيرخوراکي توکو دورکولو ترڅنګ يې بايد د روغتيا برخې ته ژوره پاملرنه وکړي او ټول هغه امکانات چې دخوست ولايت د اضطرارکمېټې او اړونده خيريه موسساتو سره موجود وي، بايد د منظم پلان په اساس په واک کې ورکړل شي.
نعيمي هيله وښوده، چې ډېر ژر د ولايتي ادارې په غوښتنه د مرکزي حکومت د يو شمېر وزارتونو څخه هم لازم کومکونه خوست ولايت ته انتقال او راغلو کډوالو ته به توزېع شي.
په پاى کې يووار بيا امنيتي او کشفي ځواکونو ته دنده وسپارل شوه، چې ټول راغلي او راتلونکي کډوال بايد په دقيق ډول فېلټر  شي، ترڅو خداى مکړه داسې څوک پيدا نه شي، چې د مهاجرينو له سپېڅلي نامه څخه په ګټې اخېستنې د عامه نظم خلاف کړنې سرته ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو دوو اونيو راپدېخوا د ډيورېنډ د فرضي کرښې هاخوا په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ او هلته د مېشتو وسله والو جنګياليو د يو اوبل په وړاندې درانه جګړه پيل کړي، چې په پايله کې يې تر دې دمه سلګونه وزيرستانۍ کورنۍ خوست ولايت ته په راوښتو مجبورې شوې دي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :٢٥-٣-١٣٩٣ يکشنبه