له شمالي وزيرستان څخه د راوښتو کډوالو په شمېر کې شېبه په شېبه  زياتوالى راځي

د ډيورېنډ له فرضي کرښې هاخوا په شمالي وزيرستان کې د وروستي اخ او ډب په پايله کې ددغه سيمې سلګونه کورنۍ  ، چې اکثرا يې  د وزيرستان ځايي اوسېدونکي دي، خوست ولايت ته را مهاجر شوي دي.
د چارواکو په خبره په دغه شمېر کې ورځ تربلې زياتوالى راځي او هره ورځ لسګونه کورنۍ د کرښې دېخوا ته په کډه کولو مجبوريږي.
نن د چهارشنبې ورځې په ماسپېښين مهال دخوست ولايت مقام په اداري غونډه کې چې د خوست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوي وه، په کې د سرې مياشتې ريس محمدقاسم تڼي،د مهاجرينو چارو ريس محمدحسن،د عامې روغتيا ريس ډاکټرهدايت الله ،د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ او د همدې مهاجرينو د سروې لپاره نورو ګمارل شويو چارواکو په خپلو راپورونو کې وويل چې تر دې دمه شاوخوا شپږ سوه کورنۍ خوست ولايت ته راکډه شوي دي.
د دوى په خبره په دغو کورنيو کې ((٦٠٦)) تنه نرينه،((٥٤٢))ښځينه او (( ١٤٩٢)) تنه ماشومان شامل دي، چې جمله ((٦٦٤٢)) کسان کيږي.
د مهاجرينو چارو د ريس محمدحسن په خبره چې د ولايت مقام د لارښوونې  پربنسټ يې د امنيتي او کشفي ځواکونو له فېلټر وروسته په ((١٠٠)) سلو کورنيو د خېمو،کمپلو،د پخلنځي د سامان الاتو او نورو اړينو خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته پيل شوې، چې د يادو کورنيو لومړنۍ اړتياوې به تر يوه بريده رفع کړي.
د عامې روغتيا ريس ډاکټرهدايت الله په خپلو خبرو کې وويل چې د ولايتي ادارې د مشرتابه د هدايت پربنسټ يې سيمې ته د پوليو ضد واکسين ټيمونه لېږلي ، چې تر دې مهاله يې پنځه سوه ((١٦٠٠)) ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق کړى او دا لړۍ جريان لري.
د غونډې برخوالو په يوه غږ وويل چې دوى به ټولو هغو کورنيو ته چې غواړي، د ډيورېنډ د فرضي کرښې له پورې غاړې څخه د ناامنۍ او جنګ جګړو له امله خوست ولايت ته راکډه شي، خپله غېږه خلاصوي او له دوى سره به له خپلو شته امکاناتو اړينې مرستې کوي.
دخوست د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري وويل که چېرې په راغلو کډوالو کې داسې ځوانان وي، چې لوړې زده کړې يې په نيمايي کې پاتې شوي وي، د شېخ زايد پوهنتون اداره حاضره ده، چې دوى ته د اصولو په پام کې نيولو سره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
په وروستۍ برخه کې پرېکړه وشوه، چې په خوست ولايت کې بايد د راغلو او راتلونکو کډوالو د فېلټر،ثبت او رجسټرد لپاره ځانګړى مرکز جوړ شي ، ترڅو ددغه مرکز غړي چارواکي وخت په وخت د راغلو او راتلونکو مهاجرينو له حالت څخه د ځانګړي مېکانېزم له مخې ليدنه وکړي، له حالته يې ځان خبر او  دوى ته لازم کومکونه برابر کړي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي د مرکزي حکومت په اړونده وزارتونو او نړيوالې مرستندويه ټولنې غږ وکړ، چې ددغو مهاجرينو سره چې هرڅه يې په خپلو اصلي سيمو کې پاتې شوي او  د ژوند د خونديتوب لپاره خوست ولايت ته راغلي، لازم کومکونه ترسره کړي، ترڅو هغه ورځېنۍ ستونزې چې دوى ورسره لاس او ګرېوان دي، هوارې شي..
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مبارزمحمدځدراڼ
پنجشنبه
٢٢-٣-١٣٩٣