
نه عابد دی ، نه زاھد ، نه مجاھد دی
نه رھبردی ، نه زعیم دی ، نه قاید دی
په خوله سوله سوله وايي خو جنګ غواړي
دا ھماغه د مرګونو لوی قاصد دی
لاتراوسه وسله وال دی،توپکماردی
لاتراوسه غټ ظالم دی ،مُستبد دی
د ورانیو کار نامی یی لا ژوندۍ دي
د کابل ھراوسیدونکی یی شاھد دی
لابدل ندی ، ھماغه زوړ ورانکاردی
لا ھماغه پخوانی شریر مُفسد دی
له مُفسد نه د خیرتمه عبث کاردی
مُفسد ھروخت په فسادکی مُستعد دی
د قومونو ترمنځ بیا ځانځاني غواړي
ھریو کار یی د ملي وحدت په ضد دی
د پردیو په زور ، بیا واکداري غواړي
ھر پردی یی پدی کارکی نن مُمد دی
ټول ملت لدی بلا نه نجات غواړي
ولس واړه پدی کارکی مُتحد دی
ھمدا اوس ټول په قیام راووځئ خلکو
چی پاڅون ته موھمداوخت مساعد دی
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۹/۰۶/۲۰۱۴