هئ، زما د ژوند ملګريه !
د ماڼيو په ښارو کې
هاغه ورځ به هم ته ورک وې
چې مې جوړه کړي همزولې
لکه ناوې د پريو
راخورې مې چې کړي زلفې
په تندي مې ټيک ځوړند کړي
سور پيزوان کړي را په پوزه
د نريو وروزو مينځ کې
د کاجلو خال را جوړ کړي
را په غاړه کړي هارونه
د نرګسو،د رامبيلو
سور سالو راباندې خور کړي
غبرګ ځونډي د لونګينو
په اوږو مې را ځوړند کړي
وار په وار راباندې شيندي
خوشبوېي د ګلابونو
له هر خوا راباندې اوري
زيړې ، سرې د ګلو پاڼې
لوی واړه راپسې ژاړي
سره په وينو دنګو جونو
په وهلو خپل تندي وي
وهم پروت به وي په کلي
ساه به الوتې وي له لارو
ته به نه وې ليونيه
څوسرزوري د چم ژڼي
په اوږو به مې کټ واخلي
خو ډولۍ به مې د ژوند وي
ستا له روڼې دنياګۍ به
ما هميش وي ستر ګې پټې
ته به ورک وې ...بس همداسې
د ماڼيو په ښارو کې
د زيړڅڼو دنګو دنګو
جينکيو په ښارو کې
وروستي