د اسلام اخلاقي اصول

 
بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلام اخلاقي اصول:
دا چې اسلام یو کامل او هر اړخیز دین دی، او د انسان د ژوند د هر اړخ لپاره یې داسې کامل قوانین وضع کړي دي چې هیڅ د نیمګړتیا څرک پکې نه لیدل کیږي ، د بیلګې په ډول اسلام د انسان لپاره د عبادت ، معاملاتو ، ټولنیز ژوند ، سیاست او حکومتدارۍ او نورو بیلابیلو چارو کې اصول او حدود وضع کړي دي، د اجتماعي ژوند تر چتر لاندې اخلاق بیان شوي دي او د اخلاقو پيژندنه شوي ده او بیا یې اصول بیان شوي دي؛ د مسلمان اخلاق باید داسې وي چې ټول انساني ارزښتونه پکې نغښتي وي او دا هماغه دي چې الله جل جلاله یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحي په وسیله ښودلي دي ، یا یې د حدیث په توګه په خوله بیان کړي او یا د ده په کړو وړو کې ظاهر شوي دي، لكه چې په یو روایت کې راغلي دي:(عن قيس بن وهب عن رجل من بنى سواءة قال قلت لعائشة : أخبرينى عن خلق النبى  - صلى الله عليه وسلم -  فقالت أو ما تقرأ القرآن وإنك لعلى خلق عظيم ).
اخلاقي اصول په بیلابیلو کتابونو کې ډول ډول یاد شوي دي لکه: اخلاص، صداقت او رښتینولي ، صبر او زغم، امانت ساتنه، تواضع ، تقوا او له الله جل جلاله څخه ویره کول، عفوه او بښنه، زړورتیا، سخاوت، حیا، اجازه غوښتنه، احسان، قناعت، په وعده باندې وفا کول ، توبه، شکر ویستنه، هیله مندي ( رجا) ، ایثار یا تیریدنه، رحمت او شفقت ، توکل او داسې نور چې هر یو یې ځانته منزلت او مرتبه لري ، همدارنګه ځینو علماوو د اخلاقو اصول په دوو لویو ډولونو ویشلي او بیا یې د هغې تر چتر لاندې نور ځای کړي دي چې لومړی اخلاقي اصول په فاضله یعنې ښو اخلاقو او سافله یعنې بدو اخلاقو ویشل شوي دي چې بیا هر یو په څلورو نورو مهمو اصولو ولاړ دی، چې فاضله یا حسنه اخلاق دا دي:صبر ، عفت ، شجاعت ، عدالت او سافله اخلاق هم په خپل وار دا دي: جهل یا ناپوهي، ظلم ، شهوت ، غضب یا غوسه.
۱ – اخلاص:
اخلاص د نیت پاکي ده او نیت په دې ډول پیژندل شوی دی: نیت په لغت کې د قصد او ارادې په مانا دی او د اسلام له اړخه ښه نیت هغه دی چې یو وګړی که کوم ښه کار تر سره کوي نو د الله جل جلا له له رضا پرته یې موخه د بل هیچا رضا او خوښي هم نه وي او یا کومه بدي پریږدي نو د الله جل جلا له د رضا لپاره یې پریږدي. نیت په اسلام کې ځانګړی اهمیت لري؛ لکه چې الله جل جلاله فرمایي: (وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ)5 البينةهمدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (إنما الأعمال بالنيات) متفق عليه.
۲ – صداقت او ریښتینولي:
صداقت دمسلمان په افعالو ، کړنو او هر څه کې د اسلامي اخلاقو له اړخه او همدارنګه د ایماني ارزښت له پلوه هم ځانګړی ځای لري او هغه د ایمان نه بیلیدونکي برخه ده بلکه د ایمان تکمیلوونکی جز دی ، الله جل جلا له فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) التوبه۱۱۹
و همچنان رسول الله فرموده است: (دع ما يريبك إلى ما لا يريبك ، فإن الصدق طمأنينة ، وإن الكذب ريبة).
۳- صبر:
صبر داسې پيژندل شوی؛ صبر په لغت کې زغم ، له ځانه تیریدنې ته وایي او په اصطلاح کې د غم او مصیبت ، مرضونو او بلاګانو په وخت کې د زړه تنګۍ نشتوالي او د چیغو او نارو نه وهل دي.
خواجه نصیرالدین طوسی ویلي: صبر د مکروه کار سره د مخامخ کیدو په صورت کې د نفس نیونه ده چې د هغه کار لپاره تلوسیږي،صبر باطن له دوه زړه توب، ژبه له شکایت کولو، او د بدن غړي د بې ځایه کړنو څخه ساتي. صبر په اسلام کې ځانګړی او د پام وړ ځای لري لکه چې الله جل جلا له فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ)۱۵۳ البقرة
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:( الصبر عند الصدمة الأولى )صحیح البخاري ۱۱۹۴
صبر په درې ډوله دی:
۱ – د اطاعت په سر ته رسولو کې صبر
۲ – له ګناه څخه په ځان ساتلو کې صبر
۳ – د غم او مصیبت پر وړاندې صبر او زغم
 
۴ – امانت ساتنه:
امانت ساتنه په دې مانا ده چې هر هغه څه چې د بل حق پکې وي نو د هغه ساتنه او حفظ په هغه چا لازم دی چې هغه څه د ده په واک کې دي.اسلام د امانت په ساتلو زیات ټینګار کوي او امانت ساتنه د مسلمان د اسلامي شخصیت په رغولو کې پراخه ونډه لري؛ الله تعالی جل جلاله فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا) 58 النساء
همدارنګه امانت ساتنه یوازې په مال او یا هغو ته ورته شیانو نده تړلې ؛ په دې مانا چې هیڅ مسلمان د امانت له دایرې وتلی ندی بلکه هغه امانت لرونکی دی لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (ألا كلكم راع و كلكم مسؤول عن رعيته فالأمير الذي على الناس راع و هو مسؤول عن رعيته و الرجل راع على أهل بيته و هو مسؤول عنهم و المرأة راعية على بيت بعلها و ولده و هي مسؤولة عنهم و العبد راع على مال سيده و هو مسؤول عنه ألا فكلكم راع و كلكم مسؤول عن رعيته) مسلم
همدارنګه پورتني ټول اصول د مسلمان په اخلاقو کې ضروري او مهم دي تر دې چې کیدای شي د ځینو هغو نه شتون مسلمان د اسلام له دایرې هم بهر کړي ، او د فسق تر حده خو یې د هر یوه نه شتون رسولی شي.
د اخلاقي اصولو په دوهم ویش هم په لاندې ډول څیړلی شو:
فاضله یا ښه اخلاق:
په څلور ډوله دي؛
۱ – صبر ؛ چې تعریف او پیژندنه یې مخکې بیان شوه.
۲- عفت(پاک لمني): په ښو اخلاقو ټیګښت او له ګناهونو څخه پاکي ده ؛ عفت انسان په کړنو او خبرو کې له پستۍ او بد بختۍ څخه ساتي.
۳- زړه ورتوب: له ډار سره مقابلې او مخامخ کیدنې ته وايي؛ زړه ورتیا انسان د ښو اعمالو د ترسره کولو لپاره تیاروي ، همدارنګه سخاوت او په وړ لاره کې د مال لګول هم له زړه ورتیا شمیرل کیږي، او همدارنګه زړه ورتیا انسان ته د غوسې سړولو او په واک کې راوستلو وړتیا هم ورکوي لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:( ليس الشديد بالصرعة ، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب ) متفق عليه
۴ – عدالت: د واقعیت او وجدان سره سم برابرولو ته وايي؛ عدالت انسان اخلاقي اعتدال ته اماده کوي او د ژوند په چارو کې یې له افراط او تفریط څخه ساتي.
چې په پورتنیو باندې عمل کول په کار دي.
سافله اخلاق:
په څلورو اصولو ولاړ دي:
۱ – جهل(ناپوهي): جهل هغه دی چې ښکلا بدرنګه ښیي او بدرنګۍ ته ښکلا ورکوي ، په کمال کې نیمګړتیا ویني او په نیمګړتیا کې کمال ویني.
۲ – ظلم: د یو شي ځای په ځای کول په هغه ځای کې دي چې د هغه لپاره نه وي د مثال په ډول د غوسې پر وخت خوښي او د خوښۍ پر وخت غوسه ښکاره کول ظلم دی.
۳ – شهوت: چې انسان د بدو او ناوړه اعمالو د تر سره کولو لپاره اماده کوي او د بدلمنۍ خواته یې بیایي.
۴ – غضب یا غوسه: انسان د لویۍ ، کینې ، دښمنۍ او تیري لپاره اماده کوي.
دا هغه کارونه دي چې باید مسلمان ورڅخه لرې واوسیږي.