
د ژوند لارې اغزنې دې راتللی شې که نه
زما دا لیونتوب دارو کولی شې که نه
په سپین مخ دی شبنم د سحر ولویږي نو ګل شې
زما دزنې سره ته خال راوړلی شې که نه
د ګل په شان ځوانې مې ستا په غم کې کړله تیره
دې خوار زړګی ته څو ورځې راتللی شې که نه
غرور دې وو ځوانی دې رانه یونظر کې یوړه
موسم د بهارونو مې اوس بیرته راکولې شې که نه
په تلو دې درته نښکاري چې څه په ماتیریږي
د شعر مړاو ګلونو ته اوبه اوس ورکولی شې که نه
تازه شمه سپرلی راته بی وخته را روان شي
دیدن دې په ګودر ګرانې کولای شي که نه
نایاب
۸/۶/۲۰۱۴