خوست کې په سوليز ډول د سياسي واک د سپارنې په اړه د استادانو څلور ورځنى سيمينار پاى ته ورسيد،

د خوست ولايت په شيخ زايد پوهنتون کې  د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په سوليز ډول د سياسي واک د سپارنې په اړه د استادانو څلور وځينى سيمينار پاى ته ورسيد، د پوهنتون مسوولين وايي چې له دغه علمي سيمينار له جوړولو يې موخه د زده کړه او تجربولاس ته راوړلو په برخه کې د استادانو او محصلينو ظرفيت لوړول وو.
په همدې اړه جوړومراسموکې د شيخ زايد پوهنتون ريس پوهندوى محمدرسول باوري وويل، په تېره پيړۍ کې دا لومړى ځل دى چې له يو ولسمشر بل ته واک په سوليز ډول ليږيدول کيږي او دا د افغانو په تاريخ کې د يو نوي باب پرانستل دي، د سيمينار په اړه جوړه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د اړيکو مسوول دوکتور ثبات وويل چې دغه ډول سيمينارونه د زده کړو په برخه کې ډېر ګټور دي، نوموړي د لوړوزده کړو وزير پيغام هم ولوست، همداشان د خوست والي هم د سيمينار په غونډه کې په سوليز ډول د واک پر ليږد خوښي وښوده او د باثباته افغانستان لپاره يې راتلونکې ټاکنې مهمې يادې کړې.
دغه علمي سيمينار چې څلور ورځې يې دوام وکړ، د لوړو زده کړو وزرات پرځينومسوولينو سربېره پكې د خوست ولايتي ادارې چارواکو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او نورو مينه وال ګډون کړى وو، او برخه اخيستونکوخپلې څيړنې له نورو سره شريکې کړې او په پاى کې د پوهنتون ادارې لخوا يوشمېر استادانو ته د ښې څيړنې ترسره کولوله امله ستاينلکونه هم ورکړل شول.