
فيض الله رښتيا
دنیا ښوونځي کې ښوونکی یم او تعليم و تربيې پوهنتون کې محصل. هره ورځ د ښوونځي له موټره ښکته کېږم، نو د مساپرۍ خونې ته ځم، بيا په ستړي ځان يو څه خواړه تياروم. زما غوندې لټ انسان ته د ډوډۍ تيارول هم وړه خبره نه ده، خو چې سړی مجبوره شي بيا به ځان ته يو څه تياروي، ځکه له خېټې ډکولو پرته هم نه کېږي. بيا يوه شېبه خوب کوم بيا پوهنتون ته روانېږم.
تېره پنجشنبې د ښوونځې له رخصتیدو وروسته د ښوونځي په موټر کې کېناستم. په دغه ورځ زما پوهنتون په یوه بجه شروع کېده، د ورځې څه کم دوه بجې وې، د ښوونځي له موټره میروس میدان څلور لاری ته ورڅېرمه له موټره کوز شوم، لږ وړاندې مې د کراچۍ له سره یو پیرکی پورته کړ، کراچيوان راته کړه چې «اینجه میخوری یا میبری» ما چې ډېروخت نه درلوده، ورته مې ویل مېبرم، نو پیرکی يې راته په اخبار کې تاو کړ، ما يې پيسې ورکړې او ترې روان شوم. په موټر کې مې پېرکی خلاص کړ، څو غټې مړۍ مې نه وې تېرې کړې چې پر یوه ماشوم مې سترګې ولګېدې، توره وړه بوشکه یې په غاړه وه پنځه ګون په لاس موټروان پسې ښکته او پورته منډې وهي او ورته وایي «کا کاجان خیراست اي پنجي ره بګي مه ره ده داله بشان» خو موټروان هیڅ خیال هم نه پرې راوړه، زما نظرپرې ولګېده، ورغږ مې کړ «راځه راوخېژه» له ځان سره مې جوخت په سیټ کینا وه.
دغه مهال په فکرونو کې ډوب شوم، یو سړی سترګو ته ودرېده او خبره یې رایاده شوه.. یوه ورځ همداسې په موټر کې ناست وم، د پوهنتون له مخې تېرېدو، درې نجونې ولاړې وې، موټروان ورته موټر ودراوه او د تلو ست یې وکړ، یوې غږ کړ «پنج پنج روپه متیم اګه میبری» پر موټروان دغه خبره بده لګېده، خو ګومان کاوه چې مسخره کوي يې، خو له دغو نجونو سره به په رښتيا پیسې نه وې، ځکه چې محصلې وې او د محصلينو جېبونه خو عموما تش وي. په موټر کې ناست سپين ږيرې ته د موټروان دې سلوک خوند ورنه کړ، نو ورته یې وویل «استاذه ښه دې، ونه کړل تا به راخېژولې وې، ما یې کرایه درکوله. له بلې خوا بل پرې غږ وکړ چې ښه دې ونه کړل. بیا نو سپین ږیري ته خدای ورکړه او خپله خاطره یې وویله. ویل یوه ورځ پغمان ته تلم، په موټر کې ناست وم، همداسې یوه ښځه له خپلې وړې لور سره ټکسي وان ته ودرېده، ورته یې کړه چې زه دغه شل روپۍ لرم، که مې وړې چې سپره شم. موټروان ورته ویل نه دې وړم. ما له موټره سر ور اوږد کړ، په ښځه مې غږ وکړ راخیژه. ښځه د خپل لور سره موټر ته راوختله. پر لاره کې یو بل سړی موټر ته راوخوت، کله چې زه له موټره ښکته شوم موټروان ته مې پیسې ونیولې، ورته مې وویل واخله، راته یې ویل ستا پیسې شوي دي. ما ورته ویل چې د دغې ښځې پیسې واخله، راته یې وویل د دې پیسې هم شوي دې. هغه کس چې پر لار راوخوت او بېرته له مونږ نه وړاندې ښکته شو، هغه ما نه پیژنده خو، زه یې پیژندم. زما ا و د دې ښځې کرایه یې ورکړې وه».
له ما سره کټ مټ د بوډا کيسې ته ورته کيسه تکرار شوه. دغه وخت کې زما یو ټولګیوال موټر ته راوخوت او د ښکته کېدو په وخت کې زما خپله او د دغه وړوکي ماشوم کرایه يې ورکړه. د غني خان راياد شو چې وايي مستي او نیکي په ځوانۍ کې خوند کوي، په ریښتیا هم ډېر خوند یې وکړ او زما د ژوند د خاطراتو کتاب کې يوه نه هېرېدونکې کيسه ثبت شوه. همالته مې له ځان سره وويل: «ښه وکړه، چې ښه درسره وشي»