
افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :١٣-٣-١٣٩٣
په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې د سختې ږلۍ د اوريدو او سلابونو د راوتو له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښي دي.
د ږلۍ اوريدو او ور سره طوفان او دسلابونو راوتو هم يو شمير کورونه تخريب کړې اوهم يې دخلکو کرنيزو ځمکو ته سخت زيان رسولى دى.
دخوست ولايت امنيتي ځواکونو د ملي پوليسو ،ملي اردو ،ملي امينت سربازانو دسيمو له خلکو سره يوځاى زيات کسان دسيلابونو څخه وژغورل او په هره سيمه کې يې دخلکو لاسنوى وکړ.
تر دې مهاله دځاني زيانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي ولايت مقام دسرې مياشتې درئيس په مشرۍ يو کميسيون ته عاجله دنده وسپارله چې ژر ترژره خلکو ته د اوښتو زيانونو کچه او بشپړ معلومات راټول ،دقيقه سروې ترسره او کوم امکانات چې په اختيار کې لري سيلاب ځپلو خلکو ته په اختيار کې ورکړي او ورسره بشپړه همکاري وکړي.
خوست ولايت مقام له مرکزي ادارو او مرستندويه ټولنو غواړي چې دسيلاب ځپلو او هغه خلکو سره چې د ږلۍ داوريدو له امله ورته زيان اوښتى د اړينو توکو مرستې وکړي. ديادونې وړ ده چې تيره ورځ هم په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې سخته ږلۍ وشوه .
واکمن