۲نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه .

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په زرولنګ سیمه کې د سویډن کمیټې د ۲ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه ښوونځې ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه .
دغه ودانۍ،چې پنځه خونې تدریسي او ادارې خونې به ولري، د سویډن کمیټې د دوه نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت به د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شي.
په پنځه جریبه څمکه کې یاد منځنی ښوونځی،چې د شهید پاینده محمد په نوم دی،اوس مهال په کې ۳۵۰ زده کوونکې زدکړې کوي،چې د سویډن کمیټې له لورې به ورته د پاکو اوبو څاه هم په یاده موده کې جوړه شي .
د یادې ودانۍ د بنست ډبرو په مراسمو کې،چې قومي مشرانو،ځوانانو،د یني عالمانو او زده کوونکو په کې ګډون کړی وو،د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري د سویډن کمیټې له مسؤلینو مننه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې د یادې پروژې پلي کول پیل کړل.
نوموړی زیاته کړه، د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي لارښوونه کړې،چې یاده پروژه باید په اساسي ډول ترسره شي او د ولسوالۍ مسؤلینو ترڅنګ دې د سیمې اوسیدونکې وخت په وخت لیدنه او څارنه ترسره کړي.
د یو بل خبر له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د نرخ ولسوالۍ په چاریکا سیمه کې د ښوونځیو ګڼ شمېر زده کوونکو سره د قرطاسیې،لوبو او نورو توکو مرسته وکړه .
په درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند