
۱ تلویزیون نیوز- د ولسمشر څوکۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، که بريالی شي، نو هرات به د هېواد په کچه يو مهم اقتصادي او سوداګريز مرکز کړي.
ده دغه څرګندونې هرات د يوه سفر پر مهال کړې دي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي په هرات کې د خپلو پلويانو غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي دي چې د هرات لپاره يې برنامه او پلان بشپړ شوي دي او که واک ته ورسېږي چې نو په سلو ورځو کې به د هرات بڼې ته تغير ورکړي.
دی وايي، په دې سربېره له بادغيس ولايت څخه هم سوداګريز مرکز جوړوي.
ښاغلي غني پر خپل سيال ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړی دی چې په دويم پړاو ټاکنو کې دي د درغليو مخه ونيسي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو په سياليو کې خپل لومړنی سفر هرات ته وکړ.
ده هلته د خپلو پلويانو په غونډه کې وويل چې داسې ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي چې درغلۍ پکې شوې وي.
ټاکل شوې ده چې څوارلس ورځې وروسته په هېواد کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې وشي.
دا ځل په ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله له يو بل سره خپل زور ازمايي