اشرف غني احمدزی وايي، د حکومت پانګه به د تحصيل د کچې پر لوړوالي لګوي

۱ تلویزیون نیوز- د ولسمشرۍ څوکۍ ته دويم مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، هغه محصلين چې تعصب لري او هغه کسان چې د نابودۍ پر سياست باور لري، دواړه د هیواد پر زيان دي.
دی وايي، که بريالی شي د حکومت د پانګې لويه برخه به د ځوانانو د تحصيل د کچې پر لوړوالي لګوي، ځکه په خبره يې په دې توګه د پیړيو پیړيو لپاره د هیواد ستونزې هوارېږي.
اشرف غني احمدزي نن د ځوانانو او محصلينو يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، که بريالی شي نو زياته پانګونه به يې پر زېربناوو نه، بلکې د ځوانانو د مغزو په جوړولو لګیږي.
دی وايي، دا کار ځکه کوي چې د هر ځوان په مغزو کې د هرې ستونزې اساسي حل شته.
ډاکټر اشرف غني احمدزی زياتوي چې هغه محصلين چې تعصب لري او هغه کسان چې د نابودۍ پر سياست باور لري، دواړه د هیواد پر زيان دي.
دی وايي، که ښه انجينر ولرو، خو د نابودۍ پر سياست باور لري، هیواد ته هيڅ ګټه نه شي کولای.
د دغه په خبره، بايد داسې ځوانان وروزل شي چې تعصب و نه لري او ټول هیواد ورته خپل کور ښکاره شي.
په دې سربیره، دی وايي، هغه درسي نصاب چې دا مهال په افغانستان کې تدريسیږي، وړ نه دی او بايد تغير وکړي.
دی وايي، اوسنی درسي نصاب نه شي کولای په راتلونکي کې د افغانستان اړتياوې پوره کړي.
نوموړي وویل چې لوړې زده کړې باید موخه ولري او پوهنتونونه باید عاید ولري.
د ولسمشرۍ څوکۍ ته دغه نوماند وايي، که ولسمشر شي، نو په راتلونکيو لسو کالو کې به د لوړو زده‌کړو په برخه کې د نجونو او هلکانو شمیر برابر کړي او په دې سربیره به د نجونو لپاره ځانګړی پوهنتون جوړ کړي