د ناصري قوم او د هرات یو شمیر اوسیدونکو له اشرف غني نه ملاتړ اعلان کړ

د ناصري قوم یو شمیر مشرانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو په دوهم پړاو کې له اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړ. په همدې حال کې په لسګونو دیني عالمان هم په هرات کې د اشرف غني احمدزي ټیم سره یو ځای شول. ښاغلی غني وایي لکه څرنګه چې خلکو په لومړي پړاو کې پر هغه باور وکړ او رایه یې ورکړه نو همدغه شان د هغه واک به هم د خلکو په لاس وي.
د ولسمشرۍ له نوماندانو د ملاتړ په لړ کې د هيواد د بيلابيلو ولايتونو اوسيدونکي ډلې ډلې له دوو مخکښو نوماندانو څخه خپل ملاتړ اعلانوي. د دوشنبې په ورځ هم په کابل کې د ناصري قوم يو شمير مشرانو او استازو د ټإکنو په دوهم پړاو کې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ، او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به په هیواد کې ناصري قومونو ټولو دفترونه د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز کمپاین دفترونه وي.
د ناصري قوم استازي، نجیب الله ناصری وایي، “ډاکتر صاحب، د ناصري قوم له لورې، چې خپل استازیتوب یې ماته راکړی، دا اعلان کوم چې ناصري قوم به په ټول هیواد کې له تاسو نه ملاتړ وکړي. په ټول هیواد کې د ناصري قوم دفترونه به، ستاسو د ټاکنیز کمپاین دفترونه وي.”
اشرف غني احمدزی د ځوانانو لپاره پر جدي کار ټينګار کوي او ژمنه کوي په ټاکنو کې د بري په صورت کې به د ځوانانو نظرونو او ولسي پريکړو ته درناوی وشي.
د ولسمشرۍ مخکښ نوماند وایي، “یو کال وړاندې زه یو وګړی وم، خو اوس وګړی نه یم. د اشرف غني احمدزي واک اوس په خپل لاس کې ندی، ځکه چې په ملیونونو راې خلکو ماته راکړې. زما واک له خلکو سره دی، او په دوهم پړاو کې په تقوا او غښتلتیا سره مخکې ځو.”
د هیواد په لويديځ کې هم يو شمير ديني عالمانو او د هرات ولايت اوسيدونکو له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوي له ښاغلي احمدزي څخه غواړي په ټاکنو کې د بري په صورت کې د هيواد د بيلابيلو ولايتونو اوسيدونکو ته د دوي د اړتياوو له مخې حقوق ورکړل شي.