هماغه مړې ډيوې،تياره ماښامونه
.هماغه د زړه پر ايينه خپور شوی غبار
هماغه چوپتيا، هماغه يواځيتوب
هماغه سر او هماغه زنګنونه
هماغه ساړه اسويلي اوهماغه د پرهرونو پر ژبه د دردونو کيسې
.تر څو او ولې ؟
ايا ته پوهيږې په دې ، چې ته راته ګران يې او ته زما اړتيا يې
زه غواړم چې ته زما دوست واوسې
زه غواړم چې ته ما سره مينه ولرې
هومره مينه لکه زه يې چې تاسره لرم
نو اې ژونده !
ولې مې له ځانه نهيلې کوې ؟
ولې زما څخه ﻻره بيلوې ؟
ولې زما نه دومره ناراضه يې ؟
که چيرې ته په دې وپوهيږې ، چې زما په زړه کې
ددې غبارونو او خړو ګردونو تر څټ
يو بڼ د ارمانونو پروت دی
بيا به هم له ما څخه لرې وتښتې ؟
ما خو ايله اوس د سترګو چينو ته ورخونه ايښي دي
پريده چې دا دهيلو بڼ رازرغون شي
او په هره څانګه يې د هيلو غوټۍ راوسپړيږي
زه نن له تا څخه دا پوښتنه کوم چې :
اې ژونده !
ايا ته به ما سره دومره ملتيا وکړې
چې زه مې دارمانونو په بڼ کې
خپل ستړی روح دمه کړم
او د څو شيبو لپاره
د بوډۍد ټال رنګونه
پر غوټيو خواره ووينم؟
وروستي