
دخوست – ګردېز ترمنځ لويه غځېدلي لاره دخوست ولايت د دوه منده شمل ولسوالۍ اړونده دخيرکوټ په سيمه کې بېګاه شپه د غره د ښوييدو له امله بنده شوي وه، څو شېبې مخکې د خوست د ولايتي ادارې د ټولګټو چارو رياست دکارکوونکو او د سيمه والو په ګډه همکارۍ سره د کوچنيو موټرونو لپاره بېرته خلاصه شوه ، همداشان د هغو غټو تيګو د لېرې کولو کار هم په چټکۍ سره روان دى، چې د لويو موټرونو د تګ راتګ مخه يې نيولي ده.
هېوادوال په ځانګړي ډول دلويو موټرونو مالکين دې ډاډه اوسي، چې د ورځې په جريان کې به دغه مهمه لويه لاره په ټوله خلاصه شي او داسې موانع به پاتې نشي، چې د دوى تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ کړي. د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٣-٣-١٣٩٣ وخت : د غرمې لس بجې