د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلاميه

د انتخاباتي بهیر په اړه د ځینو کړیو له لوري؛
د غیر مسوولانه څرګندونو په باب د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلامیه

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو وروستۍ ټاکنې چې د وري پر ۱۶مه تر سره شوې د افغان ولس لپاره په ریښتینې معنا یو ویاړ ؤ. د رای اچونې په بهیر کې د ولس پراخ او بیساری ګډون، او له امنیت تر انتخاباتي پروسې پورې په بشپړه توګه د افغانانو په لاس د ټولې پروسې تر سره کیدل، لویه ملي کارنامه وه. په ټاکنو کې د افغان ملت پراخ ګډون دا وښوده چې د ولسواکۍ په برخه کې د ولس باور او تجربه زياته شوې او ولسواک ارزښتونه پياوړي شوي، له ۲۰۱۴ کال سره د نړيوالو ځواکونو د وتلو اړوند اندېښنو سربېره راتلونکې ته هيلې ډېرې شوې، او ولس د جګړې بديل په بشپړه ردوي او غواړي د خپلې ارادې د ازاد تمثيل له لارې خپل برخليک وټاکي. د ټاکنو بريالي ترسره کېدل د راتلونکې نظام له مشروعيت او په نړيواله کچه د افغانستان د دولت له اعتبار سره هم ډېره ژوره مرسته کوي.
په دې کې شک نشته چې ټاکنو خپل نيمګړتياوې هم درلودې، چې د امنيتي ستونزو له کبله د يو شمېر سايټونو بند پاتې کېدل، د رای پاڼو کمېدل او  د يو شمېر کړيو له خوا د ټاکنو په بهير کې لاسوهنې او درغلۍ يې د بېلګې په توګه يادولای شو، خو دا ډول ستونزې چې د نړۍ په امنو او باثباته هېوادونو کې هم ليدل کېږي د افغانستان په څېر جګړه ځپلې هېواد لپاره ډېرې غير معمول نه ښکاري. که چېرې سږنۍ ټاکنې له پنځه کاله وړاندې ټاکنو سره چې،  هلته د نړيوالې ټولنې حضور ډېر پراخ او څرګند و، پرتله شي ډېر د پام وړ پرمختګ او روڼوالی رامنځته شوی دی او ورسره د درغليو او لاسوهنو د څېړنې، ارزونې او د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو لپاره چې اړوند کمیسیونونه عملاْ کار کوي، ولس یې تر ډېره حده پر کړنو باوري دي.
که څه هم تر ټاکنو وړاندې او د ټاکنيزو سياليو پر مهال په وار وار له نوماندانو او د هغوی له پلويانو څخه غوښتنه شوې چې د سياليو پر مهال بايد د افغانستان لوړې ملي ګټې او ملي ارزښتونه په پام کې ونيسي، خو له بده مرغه د انتخاباتو د پایلو او د پاکو او ناپاکو رایو په اړه د ځینو نوماندانو او یا د نوماندانو د پلویانو لخوا چې د اصولي پروسې د تعقیب پر ځای د وینو تویولو، او بحران جوړولو کوم ګواښونه کیږي د مدني ټولنې همغږۍ مرکز او ګڼ شمېر نور مدني بنسټونه په ټوله کې  دغسې څرګندونې او غیر مسوولانه دریځونه په کلکه غندو، له ټولو اړوندو لوریو د افغان دولت، یوناما او نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې د داسې کړیو مخه ونیسي او د ولسواکه بهیر دوام تضمین کړي، له نوماندانو او د دوی له پلویانو په کلکه غواړو چې د پروسې د قانوني بهیر پایلو ته انتظار وباسي، د ولسواکۍ په پروسه کې د وینو تویول، د زور او فشار اعمال، او بحران لاپې او ګواښونه نه ځاییږي.
افغان ولس د ولسواکۍ او اوسني نظام په ساتنه کې په لسګونو زره بچیان قرباني کړي دغه بهیر به همدغسې ساتي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې د دې بهیر په مخه کې خنډ شي او د ولس راتلونکې د څو تنو تر هوسو قربان کړي. زموږ په اند افغان ولس د جګړې ترخې تجربې لري او له همدې امله يې پرېکړه کړې چې په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې هر زورواکي او جګړه مار ته خپل دا پيغام ورسوي چې نور له جګړې ستړي يو او غواړو د خپلې آزادې ارادې له لارې خپل راتلونکی برخليک په خپله وټاکو.
په درناوي
د مدني ټولنې همغږۍ مرکز