فیل او نرۍ رسۍ


ځناور روزونکی په اسانی سره کولی شي چې دفیل بچی له ماشومتوبه وروزي. په ماشومتوب کې د فیل یوه پښه په رسۍ اوبله د ونې په سټه وتړي. فیل چې هر څومره هم هڅه وکړي د ونې په سټه یې زور نه رسیږي او ځان نه شي خلاصولی، اخر دا ومني چې د ونې سټه تر ما زوروره ده.
کلونه وروسته که د همدې فیل پښه په یوه نرۍ رسۍ د یوه وړوکي ښاخ سره وتړل شي، فیل به د ځان خلاصولو هڅه ونه کړي ځکه چې له ماشومتوبه یې همدا منلي چې ونه تر ما زوروره ده. په ژوند کې  زموږ پښې هم اکثرا په همداسې رسيو پورې تړلي وي. ډير وخت ممکن یو وړوکی ګام زموږ ژوند بدل کړي خو موږ یې هڅه نه کوو ځکه چې خپله پړه او ماته  مو وارله مخه منلې وي.
Paulo Coelho
ژباړه زرمینه روهي