نړۍ دمې په 5 مه نېټه :


_ نن ورځ دمعيوبينو دحقوقو لپاره دمبارزې نړيواله ورځ ده.
_ په جاپان او کوريا کې دماشوم ورځ ده.
 

_ په1818 زکال کې يهودي الاصله جرمنی کارل مارکس ، فيلسوف او سياست پوه او د کمونيزم بنسټ ايښودنکی زيږيدلی.

 
_ په 1821 زکال کې ناپليون بوناپارت ومړ.
_ په 1836 زکال کې په اروپاکې د اور ګاډي لومړنۍ پټلۍ جوړيدل په بلجيم کې پيل شول.
_ په 1900 زکال کې نامتو روسی انځورګر سمندر کښ (( ايوازوفسکي )) ومړ.
_ په1956 زکال کې د جاپان په پلازمېنه توکيو کې ، دجيدو سپورت لومړنۍ اتلوالي پيل شوه.
_ په 2000 زکال کې ديوه نوي کمپيوټري ويروس «I love you» له امله يوازې په شمالي امريکا کې يو مليارد ډالره زيان رسيدلی .