په تڼيو کې يو ستر استنادي دېوال او  د اوبو يوه لويه ذخيره جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

دخوست ولايت دتڼيو ولسوالۍ کې د سيکا يا د ثبات دپروګرام په چوکاټ کې دوې سترې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.د چارواکو په خبره پدغو دواړو پروژو شاوخوا دوه  مليونه افغانۍ لګښت شوى، چې ساختماني چارې يې د دريو مياشتو په موده کې سرته رسېدلي دي.
د سيکا يا د ثبات دپروګرام له لوري په تڼيو ولسوالۍ کې د جوړو شويو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د ولايت مقام د مطبوعاتو مسوول او وياند مبارزمحمدځدراڼ،د سيکا ولايتي مسوول وحيدجان،د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست ډاکټرنقيب الله مسافر،د کليو او پراختيا رياست په استازيتوب انجنيراحمدرحيم،د ملي پيوستون مشر انجنير بصير،د يادې ولسوالۍ اجرايه مدير، امنيتي مسوولينو او د سيمې ګڼ شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون درلود.
دغه دواړه پروژې چې د ثبات د پروګرام په مالي لګښت بشپړې شوې،يوه يې د تڼيو ولسوالۍ د دره ګي سيمې د عيسې خېل په کلي کې د اوبو  لويه ذخيره وه،چې د سيمې سلګونو کورنيو ته به د څښلو پاکې اوبه برابرې کړي، همداشان دويمه د همدې ولسوالۍ دډيورېنډ له کرښې سره په جوخت اوتمان سيمه کې د لوى خوړه په غاړه د يوه ستر استنادي دېوال پروژه شامله وه، چې ساختماني چارې يې بشپړې او نن ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
لومړۍ د دره ګي په سيمه کې د جوړې شوې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې دخوست ولايت مقام د مطبوعاتو مسوول او وياند مبارزمحمدځدراڼ پدې خوښي وښوده، چې دخوست په هره ولسوالۍ کې د بيارغونې متوازن انکشاف روان دى او ورځ تربلې پدغه ولايت کې د بيارغونې کارونه ګړنديتوب مومي.دده په خبره ولايتي اداره تل زيار باسي، چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې مهمې پروژې پلي کړي، ترڅو له يوه طرفه د ولس شته ستونزې هوارې شي او له بل پلوه د بې روزګارۍ لوړ ګراف راټيټ کړي.
ځدراڼ د تڼيو ولسوالۍ مېشت ولسونه پدې وستايل چې په خپلو کې يې پياوړى قومي يووالى ټينګ ساتلى او د همدې غوره تړون په اساس يې په خپله ولسوالۍ کې ښې بيارغونې ته زمينه مساعده کړي، نوموړي له دوى غوښتنه وکړه، چې په خپله سيمه کې د ثبات،امنيت،سرلوړي ژوند او ښې بيارغونې په خاطر خپلې قومي هلې ځلې له دې هم چټکې کړي، ترڅو ددغه ولسوالۍ په هره لوېشت سيمه کې د خلکو په خوښه ګټور پروګرامونه تطبيق شي.
د ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ زياتوله ،په خوست ولايت کې د سيکا يا د ثبات اونورو مرستندويه پروګرامونو په پيلېدو سره د ولس په خوښه دوه څلوېښت پروژې تطبيق شوې، چې درې اويا مليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.دده په خبره يوازې د تڼيو په ولسوالۍ کې تر دې دمه دوولس پروژې تطبيق شوې، چې شپږ يې بشپړې او په شپږو نورو يې ګړندى کار روان دى.د ځدراڼ په وينا په دولسو پروژو شاوخوا دوويشت مليونه افغانۍ لګښت راځي.همداشان ددغه ولسوالۍ لپاره د ((٣٩)) نهه دېرش نورې پروژې هم په پلان کې شاملې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به په هغې هم عملي کار پيل شي.
وروسته دخوست له مرکز څخه تللى پلاوى او دسيمې ګڼ شمېر مخور مشران او ځوانان د تڼيو د اوتمان کلي هغې سيمې ته ولاړل ، چې د ډيورېنډ له کرښې سره جوخت موقعيت لري او دلته د ثبات د پروګرام په چوکاټ کې د لوى خوړه په غاړه يو لوى استنادي دېوال جوړ شوى وو.
 
د اوتمان په سيمه کې د ولايت مقام وياند د ثبات پروګرام په خوست کې ډېر ګټور او اغېزمن وباله، چې په هره ولسوالۍ کې يې د پروژو د تطبيق لپاره د خلکو ترمنځ سالم رقابتونه رامنځته کړي او دا مهال د هرې سيمې خلک د ثبات او قومي يووالي په رامنځته کولو کې له نورو قومونو سره سالمه سيالي کوي، چې دده په خبره دغه کار د يوه ډاډمن، باثباته او روښانه راتلونکي څرګند زېرى دى.
دده په خبره په دواړو پروژو دوه مليونه افغانۍ لګښت راغلى او د دره ګي په سيمه کې د اوبو ذخيره به ((١٩٠٩)) نولس سوه نهه کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې کړي، همداشان د اوتمان په سيمه کې يو اويا متره ستر محافظوي دېوال به ((١٢٠٠)) دولس سوه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او د سېلابونو له تهديد څخه وژغوري. .((کليپ))
نوموړي په ولسونو غږ وکړ، چې په خپلو  سيموکې دپروژو له تطبيقوونکو سره لازمه همکاري وکړي او د کيفيت په موخه يې له ټولو ساختماني چارو په کلکه نظارت وکړي.ترڅو پروژې پداسې شکل جوړې شي، چې په اوږدمهاله توګه دوام وکړي.
د تڼيو د قومونو په استازيتوب د ډي ډي اې پلس شورا مشر شېرنواز او يو شمېر نورو مخورو مشرانو او سپين ږيرو په خپلو خبرو کې د ولايتي ادارې څخه مننه وکړه، چې د دوى په سيمه کې يې د بيارغونې لپاره خاصه توجه کړي ده.ددوى په خبره د اوبو د ذخيرې او همداشان د استنادي دېوالونو پروژې ددې ولس لپاره حياتي ارزښت درلود او د همدې پروژو د نشتوالي له امله په خپل ورځېني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان ول.خو دادى، هغه ارمان چې د پاکو اوبو او د سېلابونو پروخت يې د استنادي دېوال جوړول وو، نن په برياليتوب سره پوره شو.
قومي مشرانو زياتوله، چې په افغانستان او نړۍ کې د ٢٠١٤ مېلادي کال په تړاو داسې زهرجن تبليغات کېدل، چې ګويا پدغه کال کې به افغانان د ناامنيو، ستونزو او لويو مشکلاتو سره مخامخ شي، خو د افغان حکومت د هلو ځلو او د ولس په همت او همکارۍ سره دغه کال د ستونزو او چالشونو پرځاى د نېکمرغۍ او ابادۍ کال وګرځېده.
 
د سيکا يا د ثبات د پروګرام ولايتي مسوول وحيدجان په خوست کې د سيکا يا د ثبات د پروګرامونو په برياوو او کړنو خبرې وکړې،نوموړي د سيکا پروګرام په برياليتوب کې دخوست ولايتي ادارې او ولسونو رول ته اشاره وکړه او ويې ويل که چېرې ددوى همکاري نه واى، نو نن به د سيکا پروګر امونه د افغانستان په کچه دومره ځلېدلي او بريمن نه واى، نوموړي د ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې ددوى هر کار له نږدې وڅاري او دنيمګړتياوو او ستونزو په تړاو ورسره پرته له ځنډه تماس ونيس، ترڅو د هرې ممکنه ستونزې اونيمګړتيا مخه په وخت سره ونيول شي..
دپروګرام په وروستۍ برخه کې د خوست له مرکز څخه تللي پلاوي او د تڼيو ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو مشرانو، ديني عالمانو، د ولسوالۍ د شورا غړو او ګڼ شمېر ځوانانو  دواړه مهمې پروژې د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارلې.
ديادولو وړ ده، چې دا وخت په خوست ولايت کې د بيارغونې کارونه زيات ګړندي شوي، چې يوازې د ١٣٩٣ لمريز کال په پيل سره دخوست په مرکز او ولسواليو کې د سلګونه مېليونه افغانيو په ارزښت سترې او کوچنۍ پروژې په عملي ډول پيل شوې، چې په جوړېدو او بشپړېدو سره به ددغه ولايت په اقتصادي، سياسي، امنيتي او ټولنيز لحاظ زياتې ګټورې تمامې شي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر : نېټه ١٧-٢-١٣٩٣  : ورځ چهارشنبه