غزل

تر تا به جار، قربان کېدمه تاوېدم به درته
ژوند مې په دې هيله چې بيا به دې شم جار ختميږي
دا ګنهګار دی او مين دی، دا حتماً وژنو خو 
دا لېونی به يا په دار يا په سنګسار ختميږي 
په دغه تمه چې مينو کې دې زه هم راشم 
خو خبر نه يم چې په ما به دې اوس شمار ختميږي 
موږ پښتانه يو تپان مينه کړې نه يې پرېږدو 
دا مينه ګر خلک به دلته وار په وار ختميږي
2014-05-06 کابل   داود تپان