توره سيلۍ


د ھر ماشوم  نه یی قلم مات کړو ، کتاب یی وسوو
د ټول ولس نه یی جومات وران کړو،محراب یی وسوو
 
لکه دیوان په شنه چمن راغلل ، ګلان یی چورکړل
د ھر بلبل وزریی  مات کړل ، ھرګلاب یی وسوو
 
توری سیلۍ وی ګډی وډی په دیره ګډی شوی
د یا قربان ټپه یی غلی کړه ، رباب یی  وسوو
 
د مرګ قاصد وو ، نوریی دلته ژوند ګناه  بللو
د مرګ اسباب یی ویشول،دژونداسباب یی وسوو
 
ھغوی چی تل یی د ثواب په نوم ګناه کړیده
دوی د ثواب په نامه راغلل خو ثواب یی وسوو
 
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۷/۰۴/۲۰۱۴