د الیشنګ سیند د طغیاني کیدو له امله د مهترلام ښار په ګډون په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو له ګواښ سره مخ ده.


د الیشنګ سیند د طغیاني کیدو له امله د مهترلام ښار په ګډون شل زره کورنۍ او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو له ګواښ سره مخ ده.
 
د تیرو څو ورځو راهیسې چې د یاد سیند اوبه ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دي تر دې دمه یې شل جریبه کرنیزه ځمکه وړې او د شل زره کورنیو په ګډون، ۵۰ زره جریبه نوره ځمکه د اوبو له جدي ګواښ سره مخ ده.
 
د تومان بند د خرابوالي له امله چې د مرکز اړوند د الیشنګ په کلي کې موقیعت لري د مهترلام ښار په ګډون دا مهال شل لويې قریې ( موسی خیل، نولام، چندلام، علي خیل، مریم، تاجګړي، مسکورې، قوال خیل، نانکزيي، ګل کاري، ګمین، سنګ توده، تیرګړي، خاله خیل، کوټه تور، کتب زايي، پشه یي، ده ملخ او مریم کوړه) هم د اوبو له خطر سره مخ کړي دي او که چیرې د یاد بند د جوړیدو او د اوبو د مسیر د تغیرولو په اړه مرستندویه ادارې او د افغانستان د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره سمدلاسه ګام پورته نه کړي نو لغمان ولایت به د یو لوی ناورین سره مخ شي.
 
دا مهال د لغمان ولایت د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې، ټولګټو، سیندیزې حوزې او کلیو پراختیا ریاستونه په ګډه د توماند بند سره د سیند د مسیر په تغیرولو کې په کار بوخت دي خو ولې دا کار د هغوی له توان نه لوړ او د مرستندویه ادارو سمدلاسه اقدام ته اړتیا لري.

د یادولو ده چې د ۱۳۸۹ کال راهیسې د الیشنګ سیند د خپل مسیر په اوږدو کې د عمرزئیو لور ته تر دې دمه څلور لوی کلي(بیله مذکوره، بیله سنګکش، بیله ډیوه او بیله موسی خیل) په بشپړه توګه له منځه وړي او یو شمیر نور کلي دا مهال د جدي ګواښ سره مخ دي. چې د دې ستونزې د دایمي حل لپاره د تنګي دولت شاه او وطن ګټو د بندونو جوړیدل یو اړین کار دی کوم چې د لغمان د ولسونو او ولایتي ادارې له لومړیتوبونو شمیرل کیږي.