خوست: ګن شمير کارګر ځوانان له بيکارۍ سر ټکوي


 
دا مهال چې د کرزي د حکومت له جوړيدو شاوخوا ديارلس کاله اوړي، لا هم د حکومت د نړيوال ملاتړ او لسګونه ميليون ډالرو مرستو سره، سره ګڼ شمير ځوانان په سخته بيکارۍ کې ژوند تيروي.
د دغې بيکارۍ لړۍ ټولو ولايتونو ته غځيدلې ؛ په خوست ښار کې هم هر ورځ د سهار وختي د يوې لويې ويالې پر غاړه، لسګونه داسې کارګر ځوانان تر سترګو کيږي، چې د کار له وسايلو سره يو ځاى ټکنده غرمه لمر ته تيروي او په دې تمه وي، چې يو کار ورته پيدا شي او د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.
په دې څلور لارې کې ولاړ ځوانان د کار له نه شتون له امله په انديښنه کې دي. دوي وايي کار نشته او دکارنشتون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي.
٢٦ کلن ميرزاخان د خوست اوسيدونکى دى، نوموړى يواځينى کس دى چې د خپلې ١٢ کسيزې کورنۍ د سرپرستې چارې پر غاړه لري. دى وايي، هره ورځ په دې فکر کې وي، چې کوم کار پيدا کړي او دومره څه ترلاسه کړې ، چې د کورنۍ غړي پرې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د خوست د کار او ټولنيزو چارو رئيس کمال الدين ځدراڼ وايي، تر دې مهال يې د ګڼ شمير بيرته راستانه شويو کډوالو سره مرسته کړې او د هغوى ځوانانو ته يې د سواد د زده کړې لنډ مهالي کورسونه جوړ کړي او تر څنګ يې د ځوانانو د بيکارۍ د له منځه وړلو لپاره جد ي هڅې کړي او لا هم د دوى دا هڅې دوام لري.
نوموړى وايي، چې په تير يوه نيم کال کې يې ٧٠٠ بيکاره ځوانان بييلابيلو ادارو ته د دندو لپاره هم ليږلي دي.
 په سيمه کې د ټولنيزو چارو کارپوهان او د مدني ټولنو فعالين هم د کارګرو ځوانانو بيکاري جدي ستونزه بولي او په دې برخه کې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې کمزورى دريځ د انديښنې وړ بولي. دوى وايي، چې په ټولنو کې د روانو  ستونزو غټ لامل د ځوانانو بيکاري او د کار نه پيدا کول دي.