توره سيلۍ

د هر ماشوم نه يې قلم مات کړو، کتاب يې وسوو
د ټول ولس نه يې جومات وران کړو، محراب يې وسوو
 
له ديوان په شنه چمن راغلل، ګلان يې چور کړل
د هر بلبل وزر يې مات کړل، هر ګلاب يې وسوو
 
تورې سيلې وی ګډې وډې په ديره ګډې شوې
د يا قربان ټپه يې غلې کړه، رباب يې وسوو
 
د مرګ قاصد وو، نور يې دلته ژوند ګناه بللو
د مرګ اسباب يې ويشول، د ژوند اسباب يې وسوو
 
هغوی چې تل يې د ثواب په نوم ګناه کړيده
دوی د ثواب په نامه راغلل خو ثواب يې وسوو
 
الحاج الهام الدين قيام
 والدورف ، جرمني
۲۷. ۰۴. ۲۰۱۴