
ستا په دیدن به مي جانانه! تنده نه ماتیده
خو ستا ومخ ته په کتو مي لږ نشه ماتیده
دزړه په تاخ کي به مي کیښود ستا دحسن تصویر
خو دتصویر دپاســــه رچ رچ آینــــه ماتیده
ستا د دیدن وعده دصبــر په پلمـــه ماتیده
زما هم ځکــه له دي ژونده حوصلـــه ماتیده
دچا دنوم په اوریدلــو چي به وغـــوړیدی
او پر تندي به یي سړه غوندي خوله ماتیده
دا حلمیار چي ستا له میني نه توبه کوله
زه پوهیدم چي دا توبه خو ماتیده ماتیده
حمدالله حلمیار