
_ په 1755 زکال کې دمسکو په سره ميدان کې لومړنی پوهنتون پرانستل شو.
_ په 1921 زکال کې دشوروي لومړنی سفير دايران پلازمېنې تهران ته ورسيد.
_ په1929 زکال کې د لومړي ځل لپاره له انګلستان نه تر هندوستانه پورې الوتکه بې له کومې ناستې ، نيغه الوتنه وکړه.
_ په1933 زکال کې په نازي المان کې د ګشتاپو دپوليسو سازمان بنسټ کېښودل شو ، چې موخه ېې د نازيانو د مخالفينو پېژندل وو او مشر يې هېرمن ګيورينګ و.
_ په 1970 زکال کې ددوه سوه زرو شاو خوا امريکايانو په پلازمېنه واشنګټن کې د ويتنام دجګړې پر ضد ﻻريون ترسره کړ.
_ په 1986 زکال کې د اوکراين په (( چرنوبيل )) کې په اټومي بټيو کې فاجعه رامنځته شوه .