
حزب اسلامي له هغو لوريو سره د ائتلاف هيڅ اراده نه لري چي د كابل امريكايي حكومت برخه پاته شوي، د افغانستان په اشغال كي ئې د اشغالگرانو خدمت كړى، د بهرنيو ځواكونو د مزيد پاته كېدا او هغوى ته د نظامي اډو وركولو حامي دي او مفسدين، غربپال او كمونستان په كي راغونډ شوي، حزب اسلامي نه په ائتلافي حكومت كي برخه اخلي او نه په ائتلافي جبهې كي، د هلال حمايت ئې په دې مشروط وو چي د حزب دغو اصولي دريځونو ته به التزام او درناوى لري او له دغو لوريو سره به له ائتلافي جبهې او ائتلافي حكومت ډډه كوي. هغه په ليكلي بڼي كي تعهد وكړ او په خپلو مركو كي ئې له دوى سره ائتلاف منتفي وگڼلو.
حزب اسلامي د تأسيس له لومړۍ ورځي تر نن پوري د شرقي او غربي استعمار په ضد څرگند اسلامي دريځ غوره كړى، او تل ئې د هر اشغالگر په ضد مبارزه كړې، دا د حزب اسلامي د مرام امتيازي او اساسي كرښه ده، د شوروي ځواكونو په ضد د جهاد په كلونو كي ئې هم دا تگلاره بدله نكړه.
حزب اسلامي له ټولو مطرح لوريو سره د كرزى، فهيم، صلاح الدين رباني، سياف او طالبانو په شمول په وار وار خبري وكړې چي راشئ په گډه د داسي نوماند ملاتړ وكړو چي د ملت غوڅ اكثريت پرې اعتماد كولى شي، داسي څوك چي د دې نظام برخه نه وي پاته شوى، د اشغالگرانو په ملگرتيا تورن نه وي، د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدو او هغوى ته د اډو وركولو پلوي نه وي، د روان حالت دوام نه غواړي، مجاهدينو ته هم د منلو وړ وي، خو متأسفانه هغوى دې ته چمتو نشول، حزب د اسلامپالني مدعي ډلو او شخصيتونو ته پيغامونه ولېږل، گډ دريځ غوره كولو ته ئې دعوت كړل، ورته وئې ويل چي راشئ د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل لومړى هدف وټاكو، خو هغوى دې ته چمتو نشول، نو ځكه حزب اسلامي د هلال حمايت اعلان كړ، كه څه هم پوهېدو چي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي نه عادلانه او شفاف انتخابات ممكن دي او نه به هغوى اجازه وركړي چي د دوى مخالف فرد او ډله په انتخاباتو كي بريا ترلاسه او په دې توگه داسي حكومت رامنځته شي چي د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل ئې اساسي شعار وي، خو له دې سره سره ئې د دوو اساسي اهدافو په موخه د هلال د حمايت اعلان وكړ: حزبيانو ته بديل وړاندي كړي او پرې نږدي چي څوك د حزبيانو رأيه وپلوري او دا چي په دې بهير او فرصت كي د اشغال او اشغالگرانو په ضد د حزب غږ خلكو ته ورسېږي، حزب چي څه كولى شو هغه ئې وكړل، اوس د انتخاباتو لوبه پاى ته رسېدلې گڼي، نه غواړي مزيد په كي مصروف پاته شي، د حزب غړو او افغان ولس ته ئې پيغام دا دئ: خپله رأيه مه ضائع كوئ، د رأى تر حوزو پوري په تگ سره خپل وخت مه ضائع كوئ، په نوماندانو كي داسي څوك نشته چي ستاسو په رأى وارزي، ستاسو د هيلو ممثل وي او د روان دردناك حالت ختمول ئې هدف وي، ستاسو رأيه چي هر څه وي د انتخاباتو بريالى به هغه څوك راوځي چي امريكا ئې د ارگ پر گدۍ د كښېنولو پرېكړه كړې ده، په دې انتخاباتو كي تر يو نيم مليون زياتي جعلي پاڼې په صندوقونو كي اچول شوې، د ټولو رأى اچوونكو شمېر شاوخوا درې مليونه دئ، خو د انتخاباتو كميسيون ته دنده سپارل شوې چي شمېر ئې اوه مليونه اعلان كړي، د جدي اعتراضاتو له امله اړ شول چي په زرگونو صندوقونه قرنتين كړي او د سلگونو سايټونو رأيي باطل وگڼي، يوازي د هرات د ولايت يو لك رأيي ئې باطل وگڼلې!! په يقين سره ويلى شو چي باطلي رأيي تر دې ډېري زياتي دي، په بلخ كي خو ښايي د جعلي پاڼو شمېر تر اصلي هم ډېر وي. په دې كي هيڅ شك نشته چي د راتلونكى حكومت په اړه به هره پرېكړه په واشنگټن كي كېږي نه د انتخاباتو د بې واكه كميسيون په دفتر كي، د همدې لپاره گورئ يو نوماند په دغو ورځو كي امريكا ته غوښتل شوى، بيا به د بن او تېرو انتخاباتو مسخره لوبه تكرارېږي، په كابل كي د امريكا سفير په ډېر غرور سره وايي: راتلونكى جمهور رئيس به له ځنډ او شرط پرته امنيتي تړون لاسليك كړي.
امريكا او مزدوران ئې بايد پوه شي چي روان بحران د اشغال زېږنده ده او يوازي يو حل لري: د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل او افغانانو ته دا حق وركول چي د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ اهل چارواكي غوره كړي.
حزب اسلامي افغانستان
1- ثور 1393