
خوښه ده خپله چې راځې او که نه
لالیه ژوند مې په خاطر کې اوسي
ستا دې یادونو سره څه وکړمه
ما ځوروې د زړه په سر کې اوسي
له ډاره خدایږو درکتلی نه شم
باڼه دې شوخ مدام شر کې اوسي
له دې نه بل بېلتونه به څه خدایه!
پېغلې په کور ځوانان سنګر کې اوسي
شم ړنډه که به مې ستا نه بغیر
جانانه بل زما نظر کې اوسي
په ژوند یې کړمه خوار او زاره اشنا
درد مې غږېږي په پرهر کې اوسي
سیلۍ درد ــ خوست
زما د زړه دروازه بنده شوه نور یې مه ټکوه
ما ته له خپله ځانه ګران وې خو تا نه پېژندم
سیلۍ
درد ــ خوست