خوست: د کاروان سراى سړک د عملي جوړولو ترڅنګ په نورو مهمو پروژو بحث وشو.

د ولايت مقام په مياشتنۍ پي ډي سي غونډه کې د کاروان سراى سړک چې د دريو اداري واحدونو په ګډون څلور ولسوالۍ دخوست له ښار سره نښلوي،د عملي جوړولو ترڅنګ په نورو مهمو پروژو بحث وشو. د غونډې په پيل کې د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست ريس ډاکټرنقيب الله مسافر د بلاووټ،مېلمه کوټ اود فارم باغونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.ده وويل که چېرې دغه باغونه په اساسي ډول ورغول شي، نو شاوخوا سيمو ته به د ښکلا ترڅنګ پدې ولايت کې د مېوو او تازه سبزي جاتو په برخه کې ډېر ګټور تمام شي، خو د تېرو څو کالونو راپدېخوا ددې باغونو د بيا احيا لپاره دوى خپلې هڅې ترسره کړي، خو اړونده وزارت ورسره تر اوسه پدې برخه کې خپلې ژمنې ندي پلي کړي.دده په خبره په نږدې ورځو کې به بيا هم د اړونده وزارت سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خوست د ولسونو شته ستونزې او اړتياوې د ولايت مقام د مشرتابه په هدايت شريکې کړي، ترڅو د خوست دغه تاريخي باغونه د تېر په شان فعال او ګټه يې د خوست ولسونو ته ورسيږي. ورپسې د ټولګټو چارو ريس انجنير مامورشاه د تېرې جلسې پرمهال د ورکړل شوې دندې په اساس وويل چې د ګربزو ولسوالۍ د شېخ امير او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ترمنځ څلوېښت کيلومتره حلقوي سړک د مسير مالومولو په موخه يې د اړونده ولسوالانو سره خبرې کړي او په نږدې وخت کې به يې لومړنۍ سروې ترسره کړي.همداشان دده په خبره د ولايتي ادارې د بار، بار غوښتنو او هلو ځلو په نتيجه کې دکاروان سراى سړک د عملي جوړېدلو په موخه ټاکل شوې بودجه رارسېدلي او په نن سبا کې به پرې عملي کار پيل شي. همدارنګه د غونډې په لړ کې دعامې روغتيا سرپرست ريس ډاکټرهدايت الله د ورکړل شوې دندې په اساس دغونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې په يوه اونۍ کې به په مرکز او ولسواليو کې ټول هغه کلېنيکونه چې ودانۍ يې پخوا جوړې شوې دي،د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه فعال کړي. ده وويل ګڼ شمېر ډاکټرانو دوى ته خپل تعليمي او مسلکي اسناد سپارلي، چې په دېر ژر وخت کې به يې د استخدام پروسه بشپړه او يادو کلينيکونو ته به د يوې اونۍ په جريان کې د خلکو دخدمت په موخه وروپېژندل شي. ورپسې دخوست د برېښنا شرکت مسوول څخه وغوښتل چې دولس سوه فاميليو، ګمرکي تاسيساتو، شېخ زايدپوهنتون، ملکي روغتون او پدې مسير کې نورو مهمو ځايونو ته د برېښنا سېستم وغځوي، ترڅو پدې سره د يادو ادارو او رهايش کورنو شته ستونزې هوارې شي. په پاى کې پرېکړه وشوه، چې په اداري کمپلېکس کې د رڼا په موخه د لمريزو څراغونو د نصبولو لپاره اړين پلان ترتيب او ددې مهمې پروژې د پلي کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته وړاندې شي. دغه راز د دې لپاره چې د کاروان سراى سړک او د ښار نورې مهمې سيمې د باراني اوبو پرمهال د زيانونو څخه په امن کې پاتې شي،د ښار په داخل کې تېره شوې وياله د خالېسې په سيمه کې د وزيرانو شورا دپرېکړې له مخې پرې عملي کار پيل شي. په همدې اساس د غونډې د برخوالو له لوري پنځه کسيز کمېسيون ته دنده وسپارل شوه، چې د وزيرانو شورا د پرېکړې سره سم هغه ملکيتونه چې د خالېسې په سيمه کې د ويالې په مسير کې داخل دي، دځمکې له مالکينو سره له نږدې خبرې وکړې او د دوى د غوښتنو په پام کې نيولو سره دغه وياله جوړه شي. مبارزمحمدځدراڼ نېټه ک ٢٥-١-١٣٩٣ مطبوعاتي دفتر