
دغه سړک چې جغل پرې اچول کیږي نیږدې ۱۷ کیلو متره اوږدوالی او ۳ نیم متره پراخوالی لري
چې د دولت شاه ولسوالۍ څخه پیل او د فرشغان درې تر منګلپور سیمې پورې رسیږي چې
چارې یې تیره ورځ د یادې ولسوالۍ د ولسوال نصیر احمد همت او په سرحدونو او قبایلو
چارو کې د ولسمشر د سلاکار عبدالهادي واحدي او نورو چارواکو له لوری پیل شوې.
د
دې سړک په اوږدو کې د ۱۲ مترو په اوږدوالي یو
پل، ۳ واشونه، ۸۷ پلچکونه او ۶۳۳ متره استنادي دېوال هم په پاخه او اساسي شکل جوړېږي چې ۱۸ قریې او ۱۲۰۰ کورنۍ به یې له ګټې
برخمنې شي.
د
یادونې ده چې دغه سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو تر چتر لاندې د
نړیوال بانک په مالي مرسته جوړېږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.